1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: افغان سوداګر هره ورځ څومره زیانمن کیږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

افغان سوداګر وايي، په کراچی او چمن کې یې په تجارتي مالونو بار زرهاوو کانتیرونه بند پاتې دي.خو پوښتنه داده چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې ولې نه هواریږي؟

Pakistan LKW-Fahrer
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/A. Gulfam

د افغانستان د سوداګری خونه وايي، پاکستان د کرونا د بحران له پيل سره سم د ۳۵ ورځو لپاره پر افغانستان ټولې ترانزیټې لارې تړلې وې، چې له امله یې افغان تجارانو ته په میلیونونه ډالره زیان واوښت.

د سوداګریزو خونو مرستیال، خان جان الکوزي دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې د تېرو څو اونیو راهیسي د تورخم او سپین بولدک لارې په اونۍ کې ۵ ورځې پرانېستې وي، خو اوس هم په کراچی او چمن کې د افغان سوداګرو له ۱۰ زرو تر ۱۵ زرو کانتینرونه ولاړ دي.

«په دغو کانتینرونو کې تجارتي مالونه بار دي چې ځینې یې د خرابیدو د خطر سره مخامخ دي او پخوا یوه اندازه مالونه خراب شوي هم دي، په تخمیني ډول ویلی شم چې د همدغو ولاړو کانتینرونو له امله هره ورځ افغان سوداګر تر ۳ میلیونه ډالرو پورې زیان ویني.»

د افغان سوداګرو په وینا په کانتینرونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو ترڅنګ درمل هم شته، چې ددې ستونزې له امله د افغانستان په بازارونو کې د هر ډول توکو بیې لوړې شوي.

افغانستان تر ۵۰ سلنه ډیره سوداګریزه راکړه ورکړه د پاکستان له لارې کوي.

سره له دې چې دغه هېواد اوس د عباس او چاه بهار بندرونو په څېر ځینې بدیلي سوداګریزې لارې موندلې خو لاهم د کابل – اسلام اباد ترمنځ سوداګري تقریبأ یونیم میلیارډو ډالرو ته رسیږي.

انځور: DW/H. Sirat

د سوداګریزو خونو مرستیال خان جان الکوزي وویل، پاکستان تل په سختو شرایطو کې افغان سوداګرو ته نوي خنډونه پیدا کړي.

«همدااوس پاکستاني چارواکو په کراچي کې پر افغان سوداګرو سخت قیودات وضع کړي، د بیلګې په توګه پخوا به د اپټا تړون له مخې په لاریو کې بار یوازې ۵ فیصده مال سکین کېده یا له سکینر څخه تېرېده خو اوس هلته سل سلنه مال سکین کیږي چې دا ډیر وخت نیسي او پر افغان سوداګرو اضافه ډیمریج راځي.»


افغانستان او پاکستان په ۲۰۱۰ میلادي کال د اپټا په نوم تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې افغان ترانزیتي ګاډي د پاکستان بندرونو او د هغه هیواد ګاډي د منځنۍ اسیا په ګډون بيا د افغانستان پولو ته لاره مومي.

اقتصادي شنونکي وايي، پاکستان تل ددغه تړون څخه سرغړونه کړې خو په مقابل کې یې د افغان چارواکو سوداګریز سیاست غیرمسلکي پاتې شوی.

د پوهنتون استاد قیس محمدي دویچه ویله ته وویل، له اپټا تړون سرغړونې ددې لامل شوي چې د افغانستان صادرات او واردات له خنډونو سره مخامخ شي.

په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو توکو نندارتونانځور: DW/H. Sirat

ښاغلی محمدي پر افغان چارواکو نېوکه کوي چې په ګمرکي ادارو کې پراخ فساد یې د افغان سوداګرو ستونزې څو برابره ډېرې کړي.

«د افغانستان په ګمرکونو کې لاهم مسلکي کسان نشته، بله ستونزه داده چې زمونږ د ګمرکونو اداره له فساد څخه ډکه ده چې له همدې فساده په استفادې د پاکستان موټر د افغانستان د قوانینو په پام کې نه نېولو سره له افغان خاورې ټرانزیټ کوي.»

د اقتصادي چارو دغه شنونکی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو هواری یواځې دا بولي چې افغانان خپله سوداګریزه تکیه پر پاکستان نوره هم راکمه کړي.

محمدي وايي، افغانستان باید د پاکستان پرځای له ایران، تاجکستان، ازبکستان او د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو څخه خپل واردات ډیر کړي.

د نوموړي پروینا له پاکستان څخه د وارداتو راکمول کولای شي چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان سوداګریز چلند ته مثبت بدلون ورکړي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب