1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا افغان کوچيان له سختو ګواښونو سره مخامخ کړي دي

۱۳۹۹ تیر ۷, شنبه

د کرونا بحران په ترڅ‌ کې د افغانستان کوچيان له لوږې او له بېلابېلو نورو ګواښونو او ننګونو سره مخامخ شوي‌ دي. دغه خبره د کرنيزې پرمختيا نړيوال صندوق کړې ده.

Afghanistan Nomaden Archiv
انځور: picture-alliance/dpa

«ناروغه کېدل يا لوږه ګالل» دغه انتخاب د کرنيزې پرمختيا د نړيوال صندوق (IFAD) په حواله د افغانستان د کوچيانو يا پوونده ګانو ژوند تريخ کړی دی. کوچيان د څارويو د ساتنې (مالدارۍ) له لارې خپل ژوند تامينوي. «د ټولبنديز له کبله د مارکټونو او پلورنځيو تړلو د کوچيانو کتله سخته ځپلې ده»، دغه خبره د شنبې په ورځ‌ د يوه خپاره شوي رپوټ په حواله کاندرا سامکتو کړې ده چې د IFAD يوه مديره ده. د کرونا د کړکېچ په پايله کې د خوراکي‌ موادو د بيو لوړېدلو هم پر کوچيانو باندې فشار ډېر کړی چې له کبله يې اړ شوي چې خپله شتمني وپلوري.‌ خو سامتکو خبرداری ورکوي چې «دغسې بېړنې پلور د هغوی وړتيا راټيټوي چې وضعيت يې بېرته ښه شي کله چې دغه وبا تېره شوې وي.»

کوچيان په تر ټولو بې وزلو افغانانو کې شمېرل کيږي

کوچيان يا پوونده ګان په تېره د افغانستان په شمالي ولايتونو کې په لېرې پرتو سيمو کې خپل کوچيانی ژوند تېروي. هلته د کرونا ويروس په هکله پوهاوي ته هم ډېر لږ لاسرسی لري. د ډېرو پېړيو راهيسې کوچيان چې اکثريت يې په پښتنو پورې اړه لري، خپل دوديز د ژوند طرز مخ ته وړي. وسله والو شخړو او وچکاليو البته د ژوند دغه ډول له ګواښ سره مخامخ کړی دی. په افغانستان کې تقريبا پنځه ميليونه کوچيان ژوند کوي. دغه خبره حبيب الرحمان کوي چې په پارلمان کې د کوچيانو استازی دی. د افغانستان د اساسي‌ قانون له مخې په پارلمان کې کوچيانو ته لس څوکۍ ځانګړې شوې دي. خو د ملګرو ملتونو د راپورونو په حواله کوچيان په هغو ډلو کې شمېرل کيږي چې په افغانستان کې تر ټولو غريب، بې وزله او څنډې يا حاشيې ته ګوښه کړل شوي‌ بلل کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب