1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا، انفولانزا او زُکام ،څنگه پوهیږم، په کوم یوه اخته یم؟

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

تبه، د ستوني درد، ټوخی او ریزش هغه علایم دي، چي په ټولو کي یو ډول دي او په لمړي سر کي نه تشخیصیږي، چي ایا هغه د باکټریا او که ویروس څخه راځي. دلته توضیح کیږي، چي د زُکام ،گریپ یا انفولانزا او کرونا ویروس ترمنځ څه فرق دی.

Erkältung - Krank auf der Couch liegen
انځور: picture alliance/dpa/C. Klose

د کرونا نوی ویروس (2019-nCoV)  په  لمړي سر کي د یوه گریپ یا انفولانزا عادي علایم لري. خو کرونا ویروس کوم علایم لري؟

هغه عادي علایم،چي کرونا ویروس یې له ځانه سره لري، دادي:

-تبه

-ټوخی

-د عضلاتو درودونه

ستوماني او بې حاله کیدل

نادر علایم یې:

-استفراق(خوا گرزیدل)

سردردي

- د ویني سره ټوخی

- اسهال

هغه عادي علام چي کرونا ویروس یې له ځانه سره نه لري:

-ریزش

-د ستوني درد

د ستوني درد او ریزش  د تنفسي جهاز د لوړي (فوقاني) برخي د ناروغیو عادي علایم دي. ځکه نو که په مسلل ډول سره عطسه(ترنجی یا تروچئ) کوئ او د پزي څخه مو اوبه  جاري وي، احتمالأ  زکام یاست، یخ وهلي یاست او یا عادي گریپ یا انفولانزا لرئ.

انځور: picture alliance/dpa/C. Klose

له هغه ځایه څخه چي د کرونا نوی  ویروس په اوله درجه کي د تنفسي جهاز یا سږو کښته(تحتاني) برخه تر تأثیر لاندي راولي، زیادتره د  وچ ټوخي، سینه بغل او یا نفس تنگۍ سبب کیږي.

هغه څوک چي په کرونا ویروس باندي اخته سي،که څه هم ویروس یې په بدن کي وي، خو ظاهرأ نه معلومیږي. د جرمني د  روبرت کوخ انستیتوت اعلان کړی دی، چي د کرونا ویروس معلومیدل شاید ۱۴ ورځي دوام  وکړي.

په هغه صورت کی چي ډاډه نه یاست او یا بیره لرئ، ډاکتر ته مراجعه وکړي ، چي هغه یې تشخیص یې کړي. هغه ستاسي بلغم(خِلق) یا د خولې افرازات اخلي او لابراتوار ته یې لیږي. دا ددې سبب کیږي، چي ډاکتر په وضاحت سره پوه سي، چي په کومه ناروغي باندي اخته سوي یاست.

د عادي زُکام یا یخ وهلو علایم:

په عادي زُکام کي معمولأ د سړي ستونی درد کوي، ریزش شروع کیږي (یعنی د پزي څخه اوبه راځي) او وروسته ټوخی شروع کیږي. څو ورځی دوام کوي، چي د ستوني درد، ریزش، د بلغم سره یوځای ټوخی، وچ ټوخی، تبه او د سر درد راښکاره او بیا سړی جوړ سي. په دغه حالت کي غوږونه په اصطلاح دف کیږي او ږغونه کوي  او هم سړی د کمزورۍ احساس کوي.

د واقعي انفولانزا یا گریپ علایم:

واقعي انفولانزا سړی په یو وار سره نیسي او علایم یې راښکاره کیږي. سر او ټوله وجود درد کوي ، ستونی وچیږي او وچ ټوخی کوئ. ستوني درد کوي ،تبه تر ۴۱ درجو پوري رسیږي او اکثرأ سړی لړزیږي. د لوږي احساس نه کوئ، داسي احساس کوی، چي ټُکر ټُکر یاست ،بستر ته تلل غواړئ او په ساعتونو باندي خوب وکړی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل