1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا بحران؛ آلمان د ټولنیزو محدودیتونو موده وغځوله

۱۳۹۹ فروردین ۱۴, پنجشنبه

د آلمان مرکزي حکومت او ایالتونو پر دې باندې توافق کړی دی چې تر مخه لګول شوي ټولنیز محدودیتونه د اپریل میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې وغځوي. پر دې سربیره د ماسکونو د اغوستو پر احتمالي مکلفیت باندې هم خبرې شوي دي.

Indien Mumbia | Tourismus wird wieder zurückkommen
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMA/Ashish Vaishnav

د آلمان اتباع باید د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي پر ضد مبارزه کې د ټولنیز ژوندانه په برخه کې لګول شوي محدودیتونو ته د مسیحانو تر ایستر اختر پورې ژمن پاتې شي. په برلین کې د آلمان مرکزي حکومت او ایالتونو پریکړه وکړه چې د خپل کور د غړو د باندې انسانانو سره ارتباط د وضع شوو مقرراتو له مخې باید حد اقل کچې ته راټیټ شي.

د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل له ایالتي لومړيو وزیرانو سره تر ویډیویي کنفرانس وروسته وویل چې په آلمان کې خلک باید په عمومي توګه له شخصي سفرونو او آن خپلوانو کره له تګه هم ډډه وکړي. د میرکل په خبره «یوه وبا رخصتۍ نه پيژني.» میرکل پر ولس غږ وکړ چې «قوي پاتې شئ او مقررات رعایت کړئ.»

دغه مقررات د اپریل میاشتې تر ۱۹ پورې د تطبیق وړ دي. د آلمان په کابو ټولو ایالتونو کې تر دغې نېټې پورې د تعلیمي ادارو له پاره د ایستر رخصتۍ پای ته رسیږي.

د آلمان ایالتونو د مارچ میاشتې پر ۲۲مه نېټه په ټول آلمان کې په عامه محضر کې د دوو کسانو پر راټولیدو بندیز ولګاوه، خو له دې د یوې کورنۍ غړي چې په یوه کور کې اوسیږي مستثنا دي. د دغه وضع شوو مقرراتو له مخې ریستورانونه باید تړلې پاتې شي، خو یوازې کورنۍ ته د راغوښتل شوې ډوډۍ د رسولو اجازه شته.

پر دې سربیره د سلمانیانو سالونونه هم وتړل شول. که یو څوک دغه مقررات رعایت نه کړي، د جریمه کیدو له خطر سره مخامخ دی.

د آلمان مرکزي حکومت توافق کړی چې تر مخه لګول شوي ټولنیز محدودیتونه به د اپریل تر ۱۹مې وغځويانځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken

د آلمان صدراعظمې وویل چې نیول شوي مقررات د ټول آلمان په کچه اجرا کیږي. د هغې په خبره د تماس په برخه کې محدودیتونه په ښه ډول رعایت کیږي. مېرکل یادونه وکړه چې د سه شنبې په ورځ به د ایستر اختر، وروسته د آلمان مرکزي حکومت او ایالتونه پر نورو سربیره د روبرت کوخ انستیتوت، د ارقامو پر اساس وضعیت له سره وارزوي.

د آلمان د صدراعظمې او ایالتي لومړیو وزیرانو په پریکړه کې راغلي دي: «په آلمان کې د کرونا ویروس د خپریدو خطر اوس هم ډیر زیات دی. موږ باید خپلو ټولو هڅو ته ادامه ورکړو، څو د دغه ویروس د خپریدو سرعت راکم شي او زموږ روغتیایي سیتم د خدماتو د وړاندې کولو جوګه وساتو. په دې کې پریکړنده نقش بیا هم د تماس محدودیت دی.»

د آلمان د خبري آژانس د معلوماتو له مخې صدراعظمې مېرکل او د بایرن ایالتي لومړي وزیر مارکووس زودر، پر نورو ایالتي حکومتي مشرانو باندې تاکید وکړ چې تر ایستر دمخه په لګول شوو بندیزونو کې د نرمښت راوستلو په هکله بحثونه ونه کړي.

همداشان پر دې خبره هم په لوی اکثریت توافق موجود وو چې د ماسکونو اغوستل باید اجباري نه شي. پر دې خبره ټینګار وشو چې که چیرې یو چا ماسک اغوستی هم وي، باید لګول شوي مقررات رعایت شي.

مېرکل د مارچ میاشتې له ۲۲مې نېټې راهیسې په خپل کور کې قرنطین ده. مېرکل ځکه د قرنطین پریکړه وکړه چې هغه ډاکټر چې دې ته یې واکسین کړي وو، د کرونا ویروس تېست یې مثبت وو. خو د دوشنبې په ورځ د مېرکل دریم تېست هم منفي وو.

دلته زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم هم کتلای شئ! 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب