1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا بحران؛ له پاکستان او ایران څخه د افغانانو ستنېدل

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

د عامي روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چي له پاکستان او ایران څخه د په زرو افغانانو بیرته راستنیدل، په هیواد کي د کرونا ویروس پيښې لاپسي زیاتوي. یوازي په تیرو دوو ورځو کي له پاکستانه ۱۳ زره افغانان افغانستان ته داخل سوي دي.

Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

په ایران کي د کووید ۱۹ ناروغۍ پراختیا او په پاکستان کي د په اخته کسانو د شمیر لوړوالی، د افغانستان عامي روغتیا وزارت اندیښنه لا پسي زیاته کړې ده.

له یوې خوا له ایران څخه د افغان مهاجرو بیرته راستنیدل پرته له وقفې ادامه لري، له بلي خوا بیا له پاکستان څخه هم په زرو هغه افغانان راستانه سوي چي صحي تستونه یې نه دي سوي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د کرونا ویروس پراخوالی تر نړیوالي ترهګرۍ هم خطرناک بولي او وايي چي په هره اندازه چي دغه ویروس په پاکستان او ایران کي له کنتروله ووزي، په هم هغه اندازه به افغانستان ډیر زیانمن سي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند وحید مایار په دې اړه دویچه ویلي ته وویل :«هیڅ کوم بل هیواد د افغانستان په شان، په همسایه هیوادونو کي مهاجر نه لري. په هره اندازه چي دغه ویروس په پاکستان او ایران کي له کنتروله وزي، په هم هغه اندازه به زموږ زیان ډیرسي.«

په پاکستان کي د په زرونو بند پاته افغانانو بیرته ستنیدل

له ايران سره پر پوله د افغان مهاجرو د راستنيدو بهيرانځور: DW/S. Tanha Shokran

پاکستان، په افغانستان کي د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته، د فبرورۍ پر دوهمه له دغه هیواد سره خپل سرحدونه وتړل. د دغو سرحدونو په تړلو سره هغه په زرونو افغانان چي د تداوۍ له پاره پاکستان ته تللي ول، له خپلو کورنیو سره هلته بند پاته او له ډیرو ستونزو سره مخامخ سول.

خو ددغو خلکو تر ډیرو نارو او شکایتونو وروسته، افغانستان او پاکستان توافق وکړ چي د درو ورځو له پاره به د تورخم او چمن لار د بند پاته سوو افغانانو پر مخ پرانیزي.

د رواني اونۍ د دوشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک لاري د درو ورځو له پاره د افغانانو پرمخ پرانیستل سوې. د ارقامو له مخي یوازي په تیرو درو ورځو کي ۱۳ زره بند پاته سوي افغانان چي زیاتره یې د درملني له پاره هلته تللي ول، د تورخم او سپین بولدک له لاري افغانستان ته ستانه سول. دغه ۱۳ زره افغانان پرته له صحي آزموینو افغانستان ته داخل سوي

په اسلام آباد کي د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي چي په اول سر کي دا هوکړه سوې وه چي د ورځي به ۱۰۰۰ تنه افغانان د تورخم او سپین بولدک له لاري افغانستان ته راداخل سي، خو د بند پاته سوو کسانو په غوښتنه دغه رقم لاپسي ډیر سو.

مشعل، پرته له صحي آزموینو ددغو افغانانو راتګ، د پولو د دواړو خواوو د مسوولینو بې غوري بولي او زیاتوي چي موږ مخکي له مخکي دا خبره له مسئولینو سره شریکه کړې وه چي په دوهمه ورځ به د بیرته راستنیدونکو کسانو شمیر تر۱۰۰۰ لوړ وي او باید آماده وي، خو متأسفانه په دې برخه کي همږغي موجوده نه وه. یعني دا چي د افغانستان او پاکستان مسئولینو همږغي و نه کړه.

پر ورته موضوع يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب