1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا بحران؛ په آلمان کې څه ډول سفري محدودیتونه وضع شوي؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د کرونا وبا د خپریدو د مخنيوي په موخه، آلمان د خپلو پولو په اوږدو کې د پولو څار پیل کړی دی. خو پوښتنه دا ده چې دغه څه به آلمان پر راتلونکو کسانو څه ډول اغیز ولري.

Grenzkontrolle Deutschland Frankreich | Grenze Saarbrücken
انځور: DW/B. Riegert

وروسته له هغه چې د کرونا وبا د اروپا په ګډون په آلمان کې په چټکۍ سره خپره شوه، د دهغه هیواد حکومت د دې وبا د خپريدو د مخنيوي له پاره یو لړ جدي اقدامات پيل کړل. د آلمان حکومت په دې وروستیو کې، له نورو هیوادونو څخه آلمان ته د داخلیدونکو کسانو پر راتګ باندې یو لړ جدي محدودیتونه وضع کړل.

د حکومت په تازه اقداماتو کې له نورو اروپايي هیوادونو څخه آلمان ته د راتلونکو آلماني اتباعو، په دې هیواد کې د اوسیدونکو بهرنیو اتباعو او د نورو هیوادونو د اتباعو له پاره چې غواړي د آلمان خاورې ته داخل شي، دوه اونیزه اجباري قرنطین شامل دی.

د روان کال په مارچ میاشت کې، د آلمان حکومت له اتریش، سویس، فرانسې، لوکزامبورګ او ډنمارک هیوادونو سره، د پولو په اوږدو کې د کنټرول تدابیر وضع کړل. دویچه ویله تشریح کوي چې د کرونا ویروس اړوند دغه محدودیتونه څه ډول دي:

د آلمان د تازه اقداماتو له مخې، د اروپايي هیوادونو د اتباعو په شمول ټول بهرني اتباعد آلمان ته په ځانګړو شرایطو کې د داخلیدو حق لري. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې لاندې شرایط وضع کړي دي:

  • هغه کسان چې د آلمان رسمي اقامه ولري او یا په آلمان کې خپل کور ته تلل غواړي، دغه هیواد ته د تګ اجازه لري.

  • ډيپلوماتانو او یا هغه کسان چې د کاري قرارداد له امله د کار په هدف دغه هیواد ته غواړي سفر وکړي، د داخلیدو اجازه لري.

  • په بیړنیو حالاتو کې مثلاً د روغتیايي درملنې په موخه، یو څوک کولی شي آلمان ته داخل شي.

  • هغه کسان چې غواړي خپل هیواد یا کور ته ولاړ شي، او بله لار نه وي، نو کولی شي چې د آلمان له لاري خپلو هیوادونو او کورونو ته سفر وکړي.

د حکومتي سرچینو په حواله، د توکو د لیږد رالیږد په برخه کې په کار بوخت کسان هم د آلمان خاورې ته له لږ ممانعت پرته د داخلیدو اجازه لري.

آیا آلمان د سیلانیانو له پاره پرانیستی دی؟

په اوسنیو شرایطو کې د آلمان خاوره د هغو کسانو پر وړاندې تړلې ده چې غواړي دغه هیواد ته د سیل او چکر په موخه سفر وکړي. د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله هغه غیر آلماني اتباع چې غواړي پرته له اساسي ضرورتونو دغه هیواد ته داخل شي، ښايي آلمان ته يې د داخلیدو مخه ونیول شي.

دغه محدودیتونه د څومره وخت له پاره ادامه پیدا کوي؟

د دې پوښتنې ځواب په لنډو کلماتو کې دا دی چې دغه راز محدودیتونه به تر هغې پورې پر خپل ځای پاتې وي، ترڅو پورې چې ورته اړتیا وي. خو بیا هم، د آلمان حکومت د اپریل میاشتې تر نیمايي پورې، په دې هیواد کې د عامه ځایونو تړل کیدل تمدید کړي دي، خو دا لا هم واضح ده چې د پولو کنټرول به تر کوم وخته پورې ادامه ولري.

په عمومي توګه، د شینګن د حوزې سیمه او هیوادونه ښايي په یوه وخت کې د دریو میاشتو له پاره د پولو کنترول عملي کړي. اروپايي ټولنې په دې ترڅ کې وړاندیز کړی دی چې د پولو کنټرول دې، د روان کال د می میاشتې تر ۱۲مې نیټې پورې وغځول شي. د کرونا د وبا وضعیت ته په کتو سره، د دغو اقداماتو د پای نیټه ښايي بیا هم تغیر وکړي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله، د آلمان د پولې ساتونکې چارواکي حق لري چې دغه هیواد ته د خلکو د داخلیدو او یا ممنوعیت پریکړه ونیسي او دغه اقدامات عملي کړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب