1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا بحران؛ په یونان کې د مهاجر کمپونو د تخلیه کولو غوښتنه

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

دا چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي له پاره د یونانو د ټاپوګانو په مزدحمو کمپونو کې د وقایوي تدابیرو مراعتول نږدې ناممکن دی، نو د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د دغو کمپونو د تخلیه کولو غوښتنه کړې.

Griechenland Auf Schiff festgehaltene Migranten zum griechischen Festland gebracht
انځور: picture-alliance /AA/A. Mehmet

په یونان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ استازي بوریس چشیرکوف، د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې۳۰ نیټه) وویل: «دغه پناه غوښتونکي همدا اوس هم په ډیرو خطرناکو شرایطو کې، یو د بل ترڅنګ په تنګو کوڅو کې او بی له دې چې په کافي اندازه روغتیایي آسانتیاو ته لاسرسی ولری، ژوند کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې په ځانګړي توګه د لسبوس په ټاپو کې وضعه ډيره خرابه ده. په داسې حال کې چې دغه کمپ یوازې د ۳۰۰۰ تنو ګنجایش لري، اوس په کې د پناه غوښتونکو شمیر ۲۰ زرو ته رسیږي.

چشیرکوف وویل چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیساري له څو میاشتو راهیسي غوښتنه کوي چې پناه غوښتونکي دي د یونان له ټاپوګانو څخه د دې هیواد نورو سیمو ته انتقال کړای شي، خو اوس دې مسئلې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې په لومړيتوب کې ځای نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې تر هغه وخته پورې چې دغه کمپونه تخلیه کیږي، د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیساري د کرونا پر وړاندې د تجهیز او تیارۍ په برخه کې مرسته کوي: «موږ پر مهاجرو لا ډیري پيسې ویشو، څو وکولی شي لکه ضد عفوني اړین روغتیایي مواد وپيري او د یونان له حکومت سره مرسته کوو چې په سیمه کې روغتیایي امکانات بهتره کړي. د بیلګې په توګه د صابون، اوبو رسونې سیستم او د لازیاتو تشنابونو جوړولو په برخه کې.»

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه پورې دغه پناه غوښتونکي د پریمنځلو له محدودو امکاناتو څخه د استفادې له پاره په مزدحمو کتارونو کې خپل نوبت رسیدو ته انتظار باسي.

د یوناني چارواکو د څرګندونو له مخې په اوس وخت کې د یونان په لسبوس، خیوس، ساموس، لروس او کاس په ټاپوګانو کې په مجموع کې شاوخوا ۴۰ زره پناه غوښتونکي او مهاجر ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې دغه کمپونه په مجموع کې د ۶۰۰۰ کسانو د ځایولو ګنجایش لري.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب