1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ته د دارو موندلو پلټني ولي بندي سوې؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۸, پنجشنبه

د کووید ۱۹ ناروغانو د درملي له پاره، په لوړه اندازه د ملاریا ضد دوا کارول د زړه سخت ضربان رامنځته کړ. په برازیل کي د ۱۱ ناروغانو تر مړیني وروسته اوس د هغه تيست کول په ټپه ودریدل.

Frankreich Malariamittel Nivaquine zeigt Wirkung gegen Coronavirus
انځور: AFP/G. Julien

د واکسین د جوړولو ترڅنګ په ټوله نړۍ کي ډاکټران دا هم آزمويي چي د سارس کووید ۲ د ناروغۍ پرضد موجوده دوا هم ښايي مرسته وکولای سي او څنګه.

همدارنګه په تیرو اونیو کي د ملاریا ضد پخوانیو دارو درملو په هکله هم پلټني رواني وې. د کلوروکین په نامه دغه دوا له لسیزو راهیسي د ملاریا ناروغانو د درملني له پاره کارول کیږي.

په چین او فرانسه کي د کلینیکونو له خوا دوو پلټنو وښودله چي کلوروکین، د کووید ۱۹ ویروس په وړاندي هم خپل اغیز ښودلی او د سختو ناروغانو په بدن کي د دغه ویروس علایم راکموي، نو ښايي هغه د ویروسي ناروغیو په وړاندي هم استعمال سي.

که څه هم ددغي دوا د استعمال او جانبي عواقبو په هکله ځیني اندیښنې موجودي وې، خو بیا هم ډیرو ځايي کلینیکونو پر ناروغانو باندي د هغې آزمویل پیل کړل.

په برازیل کي د آزمویلو مرګونې پروسه

په برازیل کي د یوې کوچني پلټني په ترځ کي، د کووید ۱۹ د ناروغانو د درملني له پاره د کلورکین او په تیره بیا د نور انتي بیوتیک لکه آزیترومایسین استعمال دا وښودله چي څنګه ۱۱ تنه ناروغانو د زړه د سخت او یا هم غیرمنظم ضربان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې اړه نور:د ملاريا د دارو درملو استعمال د کرونا ويروس ناروغ ته څومره ګټور دی؟

برازیل کې د کلورکین او په تیره د نور انتي بیوتیک لکه آزیترومایسین د استعمال له امله ۱۱ناروغان مړه شول - آرشيفانځور: Reuters/J. Medina

په دغه آزموینه کي چی د دولت له خوا یې مالي ملاتړ سوی وو او مؤقتي نتیجه تر لاسه سوې وه، ۸ ناروغانو برخه اخیستې وه. په دوهم پړاو کي یې باید حتي ۴۴۰ ناروغانو برخه اخیستې وای.

آیا د دوا اندازه ډیره وه؟

په اصل کي د ملاریا ضد دوا، ناروغانو ته په کمه اندازه او د ډیرو لږو ورځو له پاره ورکول کیږي. خو په برازیل کي بیا هغه د چینايي او امریکایی صحي چارواکو له خوا تر ټاکل سوې اندازې ډیره استعمال سوه.

په دې اړه نور:د کرونا بحران: اروپايي ټولنې د ملاريا درملو د لږ کارولو غوښتنه کړې

د چین د ګوانګدونګ په ولایت کي روغتیايي چارواکو په ورځ کي دوه واره یوازي د ۵۰۰ ملي ګرامه او هغه هم د لسو ورځو په جریان کي مشوره ورکوله.

امریکايي کارپوهانو هم په اول سر کي د ۶۰۰ ملي ګرامو او ۱۲ ساعته وروسته د نورو ۳۰۰ ملي ګرامو توصیه کړې ده.

په برازیل کي ډاکټرانو د دوو یا درو ورځو په جریان کي دا معلومه کړه چي د دغي دوا ډیره اندازه استعمال په سختو ناروغانو کي د زړه ضربان رامنځته کړی دی. په شپږمه ورځ لسو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له همدې کبله د نوموړي دوا د تيست له پاره دوهم پړاو په سمدستي ډول بند سو.

آیا په دې هکله خبرداری په نظر کي نه وو نیول سوی؟

په برازیل کي ډاکټرانو معلومه کړه چي د دغي دوا ډیره اندازه استعمال، د زړه ضربان رامنځته کړی دیانځور: picture-alliance/dpa/L. Tavora

په تیرو اونیو کي لا د کانادا د طبي انجمن ژورنال د کلوروکین د دوامداره استعمال په هکله خبرداری ورکړی وو، په تیره بیا که هغه د نورو انتي بیوتیکو لکه ازیترومایسین سره یو ځای استعمال سي. د هغه په نتیجه کي ښایی د زړه غیرمنظم ضربان، په بدن کي د شکر کښته کیدل، سرګیچي او رواني ناروغۍ رامنځته سي. د هغې په لوړه اندازه استعمال ښايي د ایپیلپسي حملو، د کوما حالت او حتي د زړه د دریدو سبب سي.

کلینیکي آزمویني ضروري دي

د یوه واکسین او یا هم دوا د جوړولو له پاره که هغه د کووید ۲ سارس له پاره هم وي، بیا هم کلینیکي آزموینو ته اړتیا لیدل کیږي. یوازي د دوا د تولید کوونکو، کلینیکونو او روغتیايي تاسیساتو د ګډي همکارۍ په نتیجه کي دا په ډاګه کیدای سي چي آیا دغه دارو درمل خپله اغیزه ښودلای سي، جانبي عوارض لري، په کومه اندازه باید ناروغانو ته ورکول سي او داسي نور.

په عادي حالت کي د یوې دوا د آزمویني له پاره له ۱۰۰ څخه تر ۵۰۰ کسانو پوري برخه اخیستلای سي. په ډیرو هیوادونو کي بیا د کلینیکي آزموینو له پاره سخت مقررات سته تر څو د پلټني د ګډونوالو له پاره یې خطر راکم کړی وي.

ډاکټران مکلف دي هغو کسانو ته چي په دغو آزموینو کي برخه اخلي، معلومات ورکړي چي د دغو دواوو آزمویل له ځانه سره خطرونه او جانبي عواقب هم درلودای سي.

د کرونا پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب