1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ته د کومو واکسينونو د جوړولو هڅې روانې دي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د واکسين کشف کوونکي د کرونا واکسين د جوړولو له پاره له بېلا بېلو طریقو کار اخلي: هغوی د مړه يا غیر فعال واکسين، ژوندي واکسين او همدا زار د ډي اين ای د موادو پر واکسينو کار کوي. خو توپير یې په څه کې دی؟ او کله به جوړ شي؟

Deutschland Biotech-Unternehmen CureVac
انځور: Reuters/A. Gebert

د روان کال له پېل راهيسې د نړۍ د درملو جوړولو شرکتونه او موسسې د کرونا ويروس پر ضد د واکسينو په اړه څېړنې کوي. د آلمان د درملو شرکتونو د څيړنې سازمان په حواله تر اوسه د کرونا واکسين جوړولو څه نا څه ۱۱۵ مختلفې پروژې تر کار لاندې دي، په داسې حال کې چې د روغتيا نړيوال سازمان بيا د دغه ډول پروژو شمیر ۱۰۲ ښوولی.

په اصل کې څېړونکو پر درې ډوله واکسينو تمرکز کړی.  ژوندي واکسين، مړه يا غیر فعال واکسين او د ډي اين ای يا مسينجر آر اين ای واکسين.  خو د دوی ترمنځ څه توپير دی؟

ژوندي واکسين

په دې واکسين کې هغه ويروسونه د پيل نقطه ده چې پيژندل شوي دي، خو زيان نه لري. هغوی د ناروغيو سبب کیږي، خو په حجرو کې تکثير نه شي کولای. دا ويروسونه په اصطلاح ويکتورونه يا د ناروغيو انتقالونکي دي چې د بدن د دفاعي سيسټم غبرگون را پاروي.

دا د مثال په توگه په دې ډول کار کوي چې د واکسينونو جوړونکي دغه د ناروغيو انتقالونکي ژوندي ويروسونه د سارس کوويد ۲ ويروس په جنيتکي موادو پوښي. یعني هغوی د خپلې بهرنۍ سطحې اړوند پروټين له لاسه ورکوي. دا د نويو عاملينو سره د مبارزې له پاره يو ښه بديل دی.

که يوه انسان ته دا واکسين ورکړل شي، نو بدن یې ايمني محافظت رامنځته کوي. دا محافظت بيا د اصل میکروب په مقابل کې د بدن دفاع کوي. د چيچک په واکسينو کې له دې ميتود څخه کار اخيستل شوی دی. همدا راز د ايبولا ناروغۍ لومړی جواز لرونکی واکسين هم همدا د ويکتورونو پر بنسټ ولاړ دی.

مړه يا غیر فعال واکسين

دا واکسين د ویروس ځانگړي پروټين او يا کمروزي شوي ويروسه لري. دا د ناروغيو وژل شوي عاملين يا ميکروبونه دي. مړه ويروسونه تکثير نه شي کولی خو بدن یې د يوه بريد کوونکي په توگه پيژني. د بدن دفاعي سیسټم بيا د دې زمينه برابروي چې پر ضد یې انتي بادي جوړه شي او په دې توگه ناروغي نه رامنځته کيږي.

د مړو يا غیرو فعالو واکسينو دا ميتود آزمويل شوی او عملي شوې تکنالوژي ده.  د دې میتود پر اساس د مثال په توگه د انفلونزا، گوزن، ټوخلې، هیپاتيتس بي او تيتانوس واکسين جوړ شوي دي.

پر جنيتکي موادو ولاړ واکسينونه  

د ويروس د پروټين لرونکو مړو يا غير فعالو واکسينونو په مقابل کې پر جنيتکي موادو ولاړ واکسين دا گټه لري چې د صنعتي لارو ډېر ژر توليدلای شي. دې ته به اړتيا هم وي ځکه چې تر کومه ځایه چې د کويد ۱۹ د ناروغۍ د واکسينو خبره ده نو په ټوله نړۍ کې په میلياردو واکسينونو بايد په چټکه توگه توضيع شي.

د کرونا د واکسين جوړولو له پاره څه نا څه ۱۱۵ پروژې تر کار لاندې ديانځور: picture-alliance/Zuma/Planetpix/J. Berlier

د جنتيکي موادو پر اساس ولاړ واکسينونه د ډي اين ای او مسينجر يا پېغام وړونکي آر اين ای په شکل کې د کرونا ويروس سوچه جنيتکي معلومات لري. د عامل د جنيتکي معلوماتو انفرادي برخې د ډېرو کوچنيو ذرو په شکل کې د بدن حجرو ته رسول کيږي. کله چې دغه مواد بدن ته ورسيږي نو ويروس د داسې پروټينو په جوړولو بايد پيل وکړي چې بې خطره وي او په بدن کې ايمني محافظت رامنځته کړي.

خو تر اوسه دا ډول هیڅ واکسين لا په بازار کې موجود نه دی او زياتره یې تر اوسه لا نه دي بشپړ شوي. مختلف شرکتونه او انستيتوتونه یې په اړه د څيړنو په حال کې دي. په آلمان کې په لومړي ځل دغه ډول يو واکسين چې د لومړی مرحلې له پاره يې اجازه تر لاسه کړې ده، مسينجر آر اين ای واکسين دی.

کله به بالاخره اغیزمن واکسين ولرو؟

دا پوښتنه د هر چا پر خوله ده. خو دلته پريکړنده خبره يوازې دا نه ده چې دا واکسين کشف شي، و آزمويل او بيا یې اجازه ورکړل شي. په لابراتوار کې تر آزموينو وروسته به دا واکسين لومړی پر حيواناتو آزمويل کيږي. تر هغه وروسته به بيا دا واکسين پر رضا کارو په څو مرحلو يا پړاونو کې آزمويل کيږي څو د واکسين د خونديتوب، د ايمني محافظت او په عمل کې د اغیزو په اړه ټولو پوښتنې ځواب شي.

کله چې دا ټولې مرحلې بريالې سر ته ورسيږي بيا به بل چيلنج دا وي چې شرکتونه دا واکسين په ډیر شمير کې توليد کړي. خو يو شرکت هم دا کار په يوازې سر نه شي کولی. د ځينو واکسينونو په برخه کې د موازي توليد ميتود پيليږي څو تقاضا ته ځواب وويل شي.

د کرونا ويروس د واکسين له پاره هم په داسې حال کې چې دا واکسين لا د کشف په حال دی، د توليد د وړتياو د لوړولو پر امکاناتو غور شوی دی. خو سره له دې هم ساينس پوهان په دې آند دي چې دا واکسين به د ۲۰۲۱م کال تر مخه چمتو نه شي.

BS/NZ (Gudrun Heise)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب