1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ته په واکسين جوړولو کي پرمختگ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چي کرونا ته د واکسين جوړولو او تداوۍ له پاره سل پروژې رواني دي. ويل سوي دي چي په دې برخه کي په څو پروژو کي پرمختگ سوی خو ورته ځانگړې سوې بودجه بسنه نه کوي.

Symbolbild Impfstoff für Coronavirus
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopress/C. Hardt

د روغتيا نړيوال سازمان کرونا ويروس ته د واکسين او د دغي وبا د درلمني له پاره د درملو جوړلو په برخه کي د پرمختگ خبره کړې ده.

دغه سازمان ويلي دي چي د کرونا ويروس د خپريدو له پيل راهيسي دغي وبا ته دواکسين جوړولو هڅي رواني دي. ددغه سازمان مسوولینو ويلي چي په دې برخه کي په څو پروژو کي ښه پرمختگ سوی دی، خو په عيىن حال کى زياتوي چي د دغه واکسين د جوړولو له پاره ځانگړې سوې بودجه کافي نه ده.

د روغتيا نړيوال سازمان رئيس تدروس ادهانوم په حواله، د کرونا واکسين او دغي وبا ته د درمل جوړولو پروژو او څېړونو له پاره تر اوسه پوري ۷ ميليارده او ۴۰۰ ميليونه يورو راټولي سوي دي.

هغه په يوه ويډيويي کنفرانس کي دغه معلومات وړاندي کړل. هغه ويلي دي چي د دوو مياشتو مخکي ارزيابيو له مخي د کرونا ويروس ضد واکسن جوړولو له پاره له ۱۲ تر ۱۸ مياشتو پوري وخت اټکل سوی وو. خو داچي د دغه واکسين د جوړولو له پاره هڅي ګړندی سوي دي، نو وختي جوړيدو ته ئې خوشبينه دی.

د روغتيا نړيوال سازمان رئيس تدروس ادهانومانځور: picture-alliance/dpa/M. Trezzini

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي د کرونا ويروس ضد واکسين او دغي وبا ته د درمل جوړولو له پاره په نړۍ کي نژدې سل پروژې رواني دي. چي په ۷ يا ۸ کي ئې د پرمختگ خبره سوې ده.

داچي کومي پروژې بريالۍ دي، د دغه سازمان رئيس ادهانوم، ئې نومونه نه دي ياد کړي. هغه يوازي دومره ويلي دي چي ۴۰ هيوادونو، سازمانونو او بانکونو د دغه واکسين جوړولو ته بودجه ځانگړې کړې ده. خو د هغه په نظر د تحقيق او په ځانگړې توگه په کافي اندازه د واکسين د توليد له پاره نورو پيسو ته اړتيا ده.

د روغتيا نړيوال سازمان رئيس ويلي دي، د دې له پاره چي دغه واکسين د ټولو هيوادونو په اختيار کي ورکړل سي، د واکسين تر کلينيکي آزموينو وروسته د هغه د توليد له پاره ډيري بودجې ته اړتيا ده.

ن.ز\گ.پ(د.ف)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب