لکه څنګه چي د امريکا د احصايې مرکزي ادارې خبر ورکړی دی د دغه هيواد اقتصاد د کال په دوهمه ربعه کي د ټول کال په تناسب ۳۲،۹ فيصده راکم سوی دی. دا په ۱۹۴۷م کال کي د اقتصادي احصائيو له ثبتولو راهيسي تر ټولو ډير رکود دی.
د اقتصاد تر لږ سميدو وروسته د هغه بيا خرابيدل
د کال په اوله ربع کي هم د امريکا اقتصاد د ټول کال په مقايسه ۵ فيصده راکم سوی وو. د مارچ مياشتي له نيمايي څخه د کرونا ويروس تر شيوع وروسته بيا امريکا له يوه سخت اقتصادي بحران سره مخامخ سوه. د می مياشتي له نيمايي او جون څخه بيرته اقتصاد يو څه مخ پر غوړيدو سو، خو د جون مياشتي له اخري څخه د کرونا د دوباره بيرته شيوع کيدو او دوهمي څپې راپديخوا اقتصاد بيرته خراب او د هغه وده يې متوقفه کړه.
د بيکارۍ سطح ۱۱،۱ فيصده ته لوړه سوه، په داسي حال کي چي د کرونا تر بحران دمخه هغه ۳،۵ فيصده وه. د امريکا د مرکزي بانک رئيس، جيروم پاول تيره چهارشنبه د ملي ناخالص عايد د سخت راکميدو څخه خبرداری ورکړی وو.
هغه ويلي وه چي کرونا پانډمۍ په سبب د دنيا د دغه لوي اقتصادي قدرت نوره وده نامعلومه ده. پاول همدارنګه وويل چي «د اقتصاد غوړيدل يا سقوط تر ډيره حده د کرونا په ويروس پوري مربوط دي.» په خبره يې بيله د کرونا تر کنټرول لاندي راوستلو او مهارولو څخه د اقتصاد کامله وده. «د امکان څخه ليري» ده.
خو بيا د جهموررئيس دونالد ترمپ حکومت د دې برعکس د کال په دريمه ربع کي د اقتصاد د ژر بيرته غوړيدو اميدواري لري. ځکه نو ترمپ پر کرونا سربيره د اقتصادي ژوندانه د ژر تر ژره بيرته عادي کيدو کوښښ کوي. خو تحليل ګران بيا د اقتصاد د ژر ودي هيله مندۍ ته د شک په سترګه ګوري.
زموږ له آرشیف څخه:
د کرونا ویروس وبا؛ نړۍ له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟
د می میاشتې تر نیمایي پوري په کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. د دغه ویروس پر خپریدو سربیره هم په ځینو هیوادونو کې بندیزونه په نرمیدو دي. دغه ویروس څرنګه او کله پېل شو او نړۍ یې له کوم وضعیت سره مخامخ کړې؟
انځور: Reuters/Y. Duongد کرونا ویروس نوي ډول لومړنۍ پيښې
د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نېټه د چین د ووهان ښار روغتیایي چارواکو دا خبر رسما تائید کړ چې د سینه بغل ناروغۍ ته ورته ویروس له کبله په لسګونو کسان تر درملنې لاندې دي. تر هغه وخته داسې شواهد نه ول چې ویروس له یوه انسانه بل ته انتقالیږي. څو ورځې وروسته چینایي تحقیق کوونکو یو نوی ویروس تائید کړ.
انځور: AFPد ویروس له کبله لومړنۍ مړیني
د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې په یوولسمه نېټه چینایي چارواکو د نوي ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړ. مړ شوي ۶۱ کلن کس زیاتره وخت هغه مارکیټ ته تګ راتګ کاوه، کوم چې بیا وروسته د دغه ویروس له خپریدو سره تړل کیده. دغه پيښه په چین کې په داسې یوه وخت کې رامنځ ته شوه چې د کلنۍ رخصتۍ له کبله په سلونو زره انسانان د سفر کولو په حال کې ول.
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/C. Yuangپه نورو هیوادونو کې دغه ویروس څه وخت خپور شو؟
دا انځور د سویلي کوریا د پلازمینې سئول دی، چې خلک د ماسکونو د رانیولو له پاره په کتار کې ولاړ دي. د روغتیا نړیوال سازمان د جنورۍ میاشتې په نیمایي کې په دې هکله خپل لومړنی راپور خپور کړ او د جنورۍ په شلمه نېټه په جاپان، سویلي کوریا او تایلنډ کې د دغه ویروس لومړني مثبتې پيښې تائید شوې. تر دې یوه ورځ وروسته له ووهان څخه امریکا متحده ایالاتو ته ستون شوي یوه کس کې دغه ویروس تائید شو.
انځور: Reuters/K. Hong-Jiپه بشپړ ډول د ووهان ښار تړل کیدل
ووهان ښار چې نفوس یې یوولس میلیونه دی، د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه په بشپړ ډول وتړل شو. د ښار دننه او د باندې د تګ راتګ له پاره د هوایي الوتکو، کښتیو او ترانسپورت هر ډول خدمات ودرول شول. تر دغه وخته نوي ویروس د ۲۳ کسانو ژوند اخیستی وو.
انځور: AFP/H. Retamalپه نړیواله کچه د بیړني روغتیايي وضعیت اعلانیدل
په چین کې د کرونا ویروس د زرونو پيښو تر ثبتیدو وروسته د جنورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه د روغتیا نړیوال سازمانه په نړیواله کچه «بیړنی روغتیایي وضعیت» اعلان کړ. د فبرورۍ په دوهمه نېټه له چین څخه د باندې په دغه ویروس د یوه کس د مړیني خبر ورکړل شو. مړ شوی کس ۴۴ کلن فلیپیني وو. دغه مهال په چین کې د دغه ویروس له کبله ۳۶۰ تنه مړه شوي وو.
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/J. Haywardد روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په یوولسمه نېټه د کرونا ویروس له کبله د رامنځ ته کیدونکي سږو د ناروغۍ نوم «کوویډ-۱۹» کيښود. د فبرورۍ تر ۱۲مې نېټې پورې دغه ویروس په چین کې تر ۱۱۰۰ زیات کسان مړه کړي ول، په داسې حال کې چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴۴ زرو اوښتی وو. تر دغه وخته ویروس په ۴۴ هیوادونو کې خپور شوی وو.
انځور: AFP/A. Hasanد فبرورۍ په ۱۴مه نېټه په فرانسه کې یو ۸۰ کلن چینایي سیلاني د دغه ویروس له کبله ومړ. دا له آسیا دباندې او د اروپا په لویه وچه کې د کوویډ-۱۹ له کبله لومړنۍ مړینه وه.
انځور: Getty Images/M. Di Lauroافغانستان او پاکستان کې لومړنۍ پيښې
په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړنۍ پيښه د فبرورۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه. په پاکستان کې بیا د کرونا لومړۍ پيښه د فبرورۍ په ۲۶ نېټه له ایران څخه کراچۍ ته په ستون شوي محصل کې تشخیص شوه. د مارچ میاشتې تر ۱۸ مې نېټې دغه ویروس د پاکستان په ټولو ایالتونو کې خپور شوی وو.
انځور: picture-alliance/AP Photo/F. Khanپه نړۍ کې د کرونا ویروس په چټکۍ سره خپریدل
تر دې وروسته دغه ویروس په ډیرې چټکۍ سره په منځني ختیځ، لاتین امریکا او د نړۍ نورو برخو ته ورسید. د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې په ایټالیا کې په نوي کرونا ویروس ۸۰۰ تنه اخته شوي وو او په اروپا یې په چټکۍ سره په خپریدو وو. د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د لومړنۍ مړیني خبر ورکړل شو.
د اروپا او د امریکا د درواړو تړل کیدل
د متحده ایالاتو ولسمشر د مارچ میاشتې په ۲۱مه نېټه له اروپا څخه ټول پروازونه ودرول او بیا یې د مارچ میاشتې په ۱۳مه نېټه بیړنۍ حالت اعلان کړ. بیا د مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه فرانسې د ټول هیواد په کچه محدودیتونه ولګول او اروپایي اتحادیې د دغه بلاک د باندې هیوادونو څخه خپلو هیوادونو پر داخلیدو بندیز ولګاوه.
انځور: picture-alliance/Xinhua/A. Morrisardد اغیزمنو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتل
د اپریل تر دوهمې نیټې پورې د نړي په ۱۷۱ هیوادونو کې د کرونا ویروس پيښې ثبت شوې او له دغه ناروغۍ څخه د اغیزمنو شوو کسانو شمیر تر یو میلیون اوښتی وو. دغه مهال په نړۍ کې د کوویډ-۱۹، ناروغۍ له کبله ۵۱ زره کسان مړه شوي هم وو. د اپریل تر لسمې نیټې په ټوله نړۍ کې د مړو شوو کسانو شمیر تر سلو زرو واوښت.
انځور: picture-alliance/xim.gsپه کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی
د می میاشتې تر نیمایي پورې په نړۍ کې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر تر ۴،۵ میلیونه اوښتی. په متحده ایالاتو کې څه کم یو نیم میلیون کسان په دغه ویروس اخته شوي او د مړو شوو کسانو شمیر یې شا او خوا ۸۷ زره کسانو ته رسیږي چې د نړۍ په کچه له دغه ویروسه تر ټولو زیات اغیزمن شوی هیواد دی.
انځور: Reuters/J. Cabezasد بوندس لیګا فوټبال سیالۍ
په آلمان کې د بوندس لیګا، په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې. دا د اروپا په سطحه لومړنی هیواد دی چې د څو اوونیو وروسته دغه ډول سیالۍ پيلوي. خو د لوبو مینه والو ته لوبغالې ته د ورتګ اجازه نه شته.
انځور: picture-alliance/dpa/I. Fassbenderپه اروپا کې بندیزونه مخ پر کمیدو دي
د می میاشتې په دوهمه نېټه په هسپانیا کې د بارسلونا مشهور ساحل، د خلکو پر مخ پرانیستل شو. د می له ۱۶ نېټې څخه په فرانسه او ایټالیا کې هم ځیني سمندري ساحلونه پرانیستل شوي. د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې په تدریجي ډول په بندیزونو کې نرمښت رامنخ ته کیږي او دغه اتحادیه کوښښ کوي چې احتمالا د جون میاشتې تر نیمایي پورې د سرحدونو تړل کیدل ختم کړي او د اروپا دننه سیاحت پېل کړل شي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/X. Bonilla