1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«معیوبینو سره دې لا زیاتې مرستې وشي»

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

د بشری حقونو د مدافعینو په نظر د کرونا د اوسني بحران پر وخت د نړۍ معیوب کسان خاص ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان ویلي چي معیوبه کسان په عادي حالت کي لا په هغه جمله کي راځي چی منزوي سوي او په اړه یې غلط قضاوتونه موجود دي.

Coronavirus USA Miami Beach infizierte Person
انځور: Imago Images/Zuma/D. Santiago

د هیومان رایتس واچ له سازمان څخه کارپوهه یانه بوخانان پر دې ټینګار کوي چی که دغه کسان د حکومتونو له خوا د کووید ۱۹ ناروغي په مقابل کي تدابیرو په چوکاټ کي شامل نه سي ، نو ددې خطر موجود دی چی هغوی ډیر ژر په دغه ناروغي اخته او له منځه ولاړ سي.

په نړیواله سطحه څه د پاسه یو میلیارد معیوبه انسانان سته چی د نړئ د نفوسو ۱۵ فیصده تشکیلوي. معیوبه او هغه کسان چی له تنفسي ناروغیو څخه زوریږي ، په خاص ډول د کووید ۱۹ ناروغۍ د خطر سره مخامخ دي. ځیني نور کسان بیا په دې سبب د خطر سره مخامخ کیږي چی ددغي ناروغۍ په اړه کافي معلومات نه لري او یا هم اجتماعي رسنیو ته لاس رسی نه لري.

ددغه سازمان په حواله د رسنیو او انترنت له خوا د ساده او په مورنئ ژبي د معلوماتو خپرولو ته اړتیا ده . حکومتونه باید دا معلومه کړي چی دغه کسان کافي ملاتړ ترلاسه کوي او که څنګه.

ددغه سازمان په حواله په خاص ډول هغه کوچنیان او معیوبه کسان د سخت خطر سره مخامخ کیږي چی له نورو انسانانو څخه لیري ، په له ګڼه ګوڼي ډکو ځایونو کي ژوند کوي. هغوی د سؤاستفادې مخامخ او صحي تدابیرو ته لاسرسي نلري. په داسي هیوادونو لکه برازیل ، کروشیا، هندوستان، ګانا،اندونیزیا، او نایجیریا کي داسي تاسیسات سته چی له اوسیدونکو سره یې ډیر خراب چلند کیږي. دغه انسانان باید د امکان ترحده د دغو ځایونو څخه راویستل او په ټولنه کي مدغم سي.

خصوصأ په وروسته پاته هیوادونو کي په سترګو ړانده انسانان هم په غریبو ډلو پوري اړه پیدا کوي اود کومکو څخه بې برخي دي. د بلی خوا هغوی په دې نه پوهیږي چی د بندیز پروخت ځانته مخکی له مخکي خواړه برابر کړي . هغوی پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري چی په منظم ډول خپل لاسونه پریمینځي.

دغه سازمان اوس په ۵۵ هیوادونو کي داسي پروګرامونه پر لاري اچولي دي، چي پراساس به یې پاکي اوبه ، صابون او ضدعفوني مواد خلکو ته ورسیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب