کرونا: د جاپان او انگلستان د پاچاهانو لیدنه نه کیږي
۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبهدغه خبر د بریتانيا د باکینگهېم ماڼۍ نن پنجشنبه(د مارچ ۱۹ مه ) ورکړی دی او ویلي یې دي، چي د جاپان د پاچا او ملکې ملاقات به یې د نامعلومه وخت له پاره وځنډیږي.
پخپله ملکه الیزابت دوهمه به د څو اوونیو له پاره د نن پنجشنبه څخه د لندن په غرب کي د ویندزور قصر ته ولاړه سي. دغه ۹۳ کلنه د راتلونکو څو اوونیو له پاره نور خپلي ډیري عامه راظاهریدني نه تر سره کوي.
د اردن پاچا حسین ته د امریکا استخباراتو څنګه د مینې دام جوړ کړ
د امریکا متحده ايالاتو ته د اردن د پاچا شاه حسین د سفر د خوند له پاره، د امریکا استخباراتي ادارې ځانګړی پلان جوړ کړی ؤ. د دې سفر پرمهال له هغه سره د هاليووډ د فلمونو د ستورې سوزن کابوټ د ملاقات زمینه برابره کړل شوې وه.
کینیډي فایلز او سوزن کابوټ
په همدې وروستیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادراې یا «سي. آی. اې» ۳۵ زره پټ اسناد خپاره شول. دې اسنادو ته د «کینیډي فایلز» نوم هم کارول کیږي. په دې اسنادو کې د اردن د پخواني پاچا شاه حسین او فلمي ستورې سوزن کابوټ ترمنځ اړیکې هم برملا شوي.
شاہ حسین بن طلال
د اردن د اوسني واکمن شاه عبدالله پلار حسین د طلال بن عبدالله ځوی وو. د دوی د کورنۍ د ادعا په اساس شاه حسین هاشمي نسب درلود او د حضرت محمد (ص) څلویښتم پشت سره تړاو لري. نوموړي د انګلستان له پوځي اکاډمۍ څخه خپلې زده کړې پای ته رسولې وې.
په مسجد اقصی کې وژونکی برید
د ۱۹۵۱م کال د جولای میاشتې په ۲۰ نیټه حسین او پلار طلال یې د شاه عبدالله سره مسجد اقصی ته د لمانځه د ادا کولو له پاره تللي وو چې ورباندې وژونکی برید وشو. په دې برید کې د اردن د هغه وخت پاچا عبدالله ووژل شو.
د اردن د نوي پاچا ذهني ناروغي او نا اهلي
د شاه عبدالله تر وژنې وروسته، د اردن د سلطنت واک د هغه ځوی طلال ته ورسید خو تر یو کال وروسته هغه د شیزوفرینیا په نامه په یوه ذهني ناروغۍ اخته شو چې له امله یې هغه د تل له پاره له حکومت کولو بې برخې وګرځول شو.
تنکي ځوان، د اردن نوی پاچا
د شاه طلال تر نا اهلۍ وروسته، ۱۷ کلن حسین د اردن نوی پاچا وټاکل شو. دا هغه وخت وو چې د امریکا او پخواني شوروی ترمنځ سړه جګړه خپل اوج ته رسیدلې وه. په دې وخت کې اردن له بریتانیا څخه د آزادۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې وو او په همدې وخت کې شاه حسین په منځني ختیځ کې د امریکا د متحد کیدو ټاکنه هم وکړه. امریکا هم په منځني ختیځ کې متحدینو په لټه کې وه.
امریکا ته شاه حسین لومړنی سفر
په ۱۹۵۹م کال کې شاه حسین په رسمي سفر واشنګټن ته ولاړ او د امریکا د هغه وخت له ولسمشر آیزن آور سره یې هم ملاقات وکړ. د امریکا استخباراتي ادارې د هغه دغه سفر د «مینې له پلوه د یوه یادګار سفر» په توګه زمینه برابروله. تر کلونو وروسته هم د سې آی اې لخوا د مینې د دغه دام په هکله معلومات نه وو خپاره شوي.
د مینې دام
د مختلفو رپوټونو په حواله، شاه حسین په ښکلو میرمنو زړه بایلوونکی کس وو. د امریکا د «ایف بې آی» یوه پټ جاسوس رابر ماهیو د اردن له دې شاهي کورنۍ سره ژورې اړیکې درلودې او د هغه د معلومات په رڼا کې د امریکا په لاس انجلس ښار کې یو ځانګړی پروګرام هم جوړ کړل شو.
د لاس انجلس محفل
د امریکا په لاس انجلس ښار کې په دې جوړ شوي محفل کې د لومړي ځل له پاره د شاه حسین او د امریکايي فلمونو ستورې سوزن کابوټ ترمنځ ملاقات وشو. شاه حسین له خپلې لومړنۍ میرمنې شریفې سره تر واده یوازې دوه کاله وروسته بیرته جدا شوی وو. د لاس انجلس په دې محفل کې حسن له سوزن کابوټ وغوښتول چې په نیویارک ښار کې ورسره ملاقات وکړي.
له سوزن کابوټ سره د مینې پیل
د امریکا استخباراتي ادارې یا «سي آی اې» د شاه حسین او د سوزن کابوټ ترمنځ د اړیکو د لا غښتلي کولو هڅې پیل کړې. له فلمي ستورې سوزن سره د حسین د ملاقات پرمهال به، د اردن دغه ځوان پاچا د خصوصي ساتونکو تر څار لاندې وو.
له ملکي مونا سره واده او سوزن کابوټ
د امریکا استخباراتي ادارې پر کابوټ فشار راوړ چې هغه له شاه حسین سره جنسي اړیکي ونیسي او له بل پلوه شاه حسین هم رسنیو ته د دې اړیکو د خبر د رسیدو له امله احتیاط کوو. د ۱۹۵۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۸ نیټه شاه حسین یوازې بیرته اردن ته ولاړ او بیا یې په ۱۹۶۱م کال کې له یوې بریتانوی میرمنې سره واده وکړ. دغه میرمن بیا وروسته د ملکه مونا په نامه مشهوره شوه.
له سوزن کابوټ سره اړیکې
د استخباراتي معلوماتو له مخې شاه حسین تر څو کلونو پورې سوزن ته لیکونه لیږل. په همدې وخت کې له ملکه مونا څخه د هغه څلور ماشومان هم نړۍ ته راغلي وو چې بیا وروسته دوی په ۱۹۷۲ کې بیرته سره جلا شول. د اردن اوسنۍ پاچا شاه عبدالله هم د ملکې مونا اولاد دی.
له سوزن کابوټ سره د اړیکو پای
امریکايي فلمي ستورې سوزن کابوټ او شاه حسین خپلې اړیکې هغه وخت پای ته ورسولې چې کله حسين ته معلوم شول چې هغه یهودۍ ده. بل لوري ته بیا شاه حسین د شاه حسین دریمه میرمن علیا الحسین په ۱۹۷۷م کال کې د هلیکوپترې په یوه پیښه کې وژل شوې وه.
د شاه حسین څلورم واده
په ۱۹۷۸م کال کې ادرني پاچا له ایلزبیت نجیب الحلبی سره واده وکړ او دغه میرمن بیا وروسته د ملکه نور په نامه مشهوره شوه. شاه حسین له دې میرمنې هم څلور بچیان لري.
د سوزن کابوټ له پاره ادرني دنده
د سوزن کابوټ د قاتل ځوی د یوه وکیل په حواله، د اردن له شاهي دربار څخه کابوټ ته په میاشتني ډول ۱۵۰۰ ډالر کار ورکول کیده. د سوزن کابوټ یو ځوی هم وو چې بیا وروسته په ۱۹۸۶م کال کې یې د ذهني ناروغۍ له امله دغه ښځینه فلمی ستورې په قتل ورسوله.
د شاه حسین مرګ
شاه حسین د ۱۹۹۹م کال د فبروري په میاشت کې د سرطان له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه د ۴۷ کلونو له پاره د اردن پاچاهي وکړه. د هغه د سلطنت پرمهال هغه له اسرائیلو سره جګړه کې ماته هم وخوړه.