1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا؛ د خولې پټول څومره مرسته کولای سي؟

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

ورځ تر بلې زیات انسانان د تنفسي محفاظت له پاره ماسک اغوندي. ډیرو هیوادونو یې اغوستل مکلف کړي دي. خو پوښتنه دا ده چې دا څه ګټه لري او سړی له شي خوندي ساتي؟ په دې هکله ځیني مهم معلومات دلته لوستلی شئ.

Coronavirus Mundschutz Produktion Lichtblick
انځور: picture-alliance/dpa/Z. Czegledi

د چین په ډیرو سیمو کې د کرونا ویروس تر خپریدو وروسته د ماسک اغوستل مکلف شو. اوس نور ډیر هیوادونه هم دغه کار کوي. د بیلګې په توګه اتریش، په سترو پلورنځایونو کې د مشتریانو له پاره ماسکونه لازمی بللي دي. په آلمان کې هم په دې هکله بحثونه کیږي.

خو دغه ډول مقررات له هغه چا سره چې ماسکونه یې اغوستي وي، د ویروس څخه په خوندي ساتلو کې مرسته نه کوي. دلته خبره بیخې برعکس ده: نور کسان د ماسک لرونکي کس د احتمالي میکروبونو یا ویروسونو څخه خوندي پاتې کیدی شي. دا چې اخته شوی کس د ناروغۍ د علایمو تر راڅرګندیدو دمخه د ویروس انتقالونکی کیدای شي، نو عملا هر انسان په باالقوه توګه د ویروسونو خپرونکی دی.

د ماسکونو د اغوستلو تر شا منطق دا دی، که چیرې ټول کسان دغه قاعده مراعات کړي نو په ټوله کې په ټولنه کې په ویروس د اخته کیدو خطر راټیټیږي.

د عملیات خانې ماسکونه باید ناروغان له میکروبونو وساتي

د خولې او پزې ساده ماسکونه چې تر کاغذ هم نري دي، پخوا به تر هر څه زیات په عملیات خونو کې کاریدل.

جراحي ډاکټران او نرسان دغه ماسکونه د دې له پاره اغوندي، څو د عملیات خانې پر میز باندې پروت ناروغ په کوم میکروب ککړ نه کړي. کله چې ماسک لرونکی کس ټوخی یا پرینجی کوي، زیاتره قطرې په ماسک کې پاتې کیږي.

خو دغه کار په دوامداره ډول یوازې هغه وخت کار ورکوي چې ماسکونه په منظم ډول بدل شي او د حفظ الصحې د مقرراتو سره سم له منځه یوړل شي. د عملیات خانې په برخه کې لږ تر لږه په دوو ساعتونو کې باید یو ماسک تبدیل شي. که چیرې همداسې په پرله پسې ډول یو ماسک وکاریږي نو هغه خپل کار نه ورکوي.

په پرتلیز ډول له ټوکر څخه جوړ ماسک زیاتره وخت باید تبدیل شي او په ګرمو اوبو پریمنځل شي، څو میکروبونه پکې پاتې نه شي.

ماسک سړی څومره خوندي ساتلی شي؟

ماسک اغوستونکی کس خپل ځان په اصطلاح د بل کس د ټوخي یا پرینجي له قطرو او یا په میکروب له ککړیدو څخه ساتلی شي، خو په ډیره محدوده اندازه کې. ویروس د انسان بدن ته د خولې او یا سترګو له لارې داخلیږي (که چیرې کوم پرانیستی ټپ نه وی)، خو تر ټولو مهم نقش بیا لاسونه لوبوي.

د جامو او لباسونو مختلفو کمنیو اوس د ماسکونو ګنډلو او تولید ته مخه کړې ده.انځور: picture-alliance/dpa/Trigema

د عملیات خانې ماسکونه بیا له عینکونو سره ترکیب شوي دي، خو په اصطلا ویروس لرونکو قطرو په برخه کې کومه مرسته نه کوي. بلکې تل د دې یادونه کیږي چې کله مو پزه خارښ وکړي، باید لاس ور نه وړئ. همدا ډول باید سړی سترګې هم و نه موښي.

نیمه ماسکونه ښه محافظت کوي

د عملیات خانې د ماسکونو تر څنګ چې داسې بریښي له څو قات شویو کاغذي لاسي دستمالونو څخه جوړ وي، نیمه ماسکونه هم شته چې یو ښه فلتر لري. دغه ماسکونه د لاسي کارونو په منځ کې مشهوره دي، چې تر ټولو زیات سړی روغیتا ته ضرر رسونکي ګرد او په هوا کې معلقو ذراتو څخه ساتي.

په روغتونو کې هم له دغو ډول ماسکونو څخه کار اخیستل کیږي، کله چې روغتیا پال او ډاکټران له داسې ناروغانو سره تماس نیسي چې د میکروب د انتقالیدو خطر ډیر زیات وي. په دغه صورت کې بیا د ماسک ترڅنګ محافظتي عینکې او ربړي دستکشې او همداشان له داسې چپنو څخه استفاده کیږي چې یوازې یو وار ترې استفاده کیږي او بیا غورځول کیږي.

په اروپایي اتحادیه کې نیمه ماسکونه د محافظت د قابلیت (اف اف پي) له مخې په درو کټګورویو ویشل شوي دي. د بیلګې په توګه اف اف پي – ۱، د عملیات خانې له ماسکونو بهتره دی، خو د ویروسونو په مقابل کې مطلوب محافظت نه وړاندې کوي.

یوازې اف اف پي – ۳، درجه ماسک اغوستونکی کس په هوا کې له معلقو ذرو، ویروسونو او بکتریا څخه ژغورلی شي.

په اوسني وضعیت کې د ماسکونو کمښت ته په کتو سره د روبرت کوخ انستیتوت په یوه بیړني وضعیت کې د میکروبونو د روغتیا پالنې په برخه کې اف ف پي – ۲ ماسکونه د استمعال اجازه هم ورکوي.

که ماسک کاروئ نو بیا یې سم وکاروئ

د اف اف پي -۳ ماسکونه، د عملیات خانې د ماسکونو په پرتله یو کس له میکروبونو ښه ژغورلی شي. خو په دې صورت کې هم یوازې دغه څه په هغه صورت کې ښه کار ورکوي چې په عین وخت کې نور محافظتي اقدامات هم ترسره شي: د ماسک د اغوستلو پر مهال د نظافت مقررات، محافظتي عینکې، دستکشې او همداشان یو ځل کاریدونکي چپن. تر هر څه مهم په منظم ډول د لاسونو پریمنځل دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب