د «ساينس» په نامه علمي مجلې د کرونا او له امله يې پر صوتي ککړتياو باندي د محدوديتونو د اغېز په اړه يو رپوټ خپور کړی. دغه رپوټ د نړې له ۱۱۷ هيوادونو پر ارقامو ولاړ دی. هغه ارقام چي د صوتي ککړتياوو د معلومولو له مرکزونو څخه په لاس راغلي.
د کرونا د خپريدو د مخنيوي له پاره چي کوم محدوديتونه د دولتو له خوا وضع سوي دي، د دې باعث سول چي د لويو ښارونو سړکونه له خلکو او موټرانو څخه خالي سي، د الوتکو د پروازونو شمير سخت راکم سي او د ريلګاډو پر پټليو هم ډير کم ريلونه حرکت وکړي. د ساينس د رسنۍ په رپوټ کي راغلي دي چي د صوتي ککړتيا له ثبت راهيسي مځکي دومره هوسايي نه وه ليدلې.
حتي هغه مرغان چي د هوا د ککړتيا له امله يې لوي ښارونه پرې ايښي ول، بيرته خپل د استوګني پخواني ځايونو ته ستانه سوي.
نيويارک او سينګاپور
د دغه رپوټ په حواله د صوتي ککړتيا راکميدل په لويو ښارونو لکه نيويارک او سينګاپور کي د نړۍ د نورو لويو ښارونو په مقايسه ډير احساس کيږي. همدارنګه د نړۍ په نورو سيمو کي هم د مځکي هوسايي ترسترګو سوې ده.
ويل کيږي چي حتي د مځکي کښتني قشر هم آرام سوي. د ساينس رسنۍ خپل د رپوټ په ادامه حتي د کرونا د ډير شيوع پروخت د مځکي د صوتي ککړتيا په هکله هم نقشې طرحه کړي دي. دغه ډول نقشې د جنورۍ او فبرورۍ په اوايلو کي په چين کي د صوتي ککړتيا کمښت ښيي. پس له هغه په اروپا او په مارچ مياشت کي په امريکا او نوره نړۍ کي د صوتي ککړتيا کمښت ترسترګو کيدای سي.
د کرونا د خپريدو پر وخت د صوتي ککړتيا په اړه د محاسبه کولو رپوټ د بلجيمي جيولوژيست توماس لکوګ او نړيوالو کارپوهانو له خوا جوړ سوی دی. دغه رپوټ زياتوي چي د مځکي د صوتي ککړتيا اندازه د کرونا شيوع د اوج پر وخت، د تيرو دورو په پرتله ۵۰ سلنه راکمه سوې.
هغه ارقام چي په نوموړي رپوټ کي ورکړل سوي دي، د نړۍ له ۱۱۷ هيوادونو څخه راټول سوي او د صوتي ککړتيا د مرکزونو له خوا چي زلزلې هم محاسبه کوي، ثبت سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
پر سړکونو او کوڅو د حیواناتو پادشاهي
د کرونا ویروس وبا د خپریدو د مخنيوي په خاطر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ګرځ بندیز له امله انسانان یوازې په خپلو کورونو کې محدود پاتې شوي دي. خو لیدل کیږي چې په دې ورځو کې حیوانات په دغو کوڅو کې جشنونه لمانځي. انځور: picture-alliance/empics/P. Byrne د ویلزد لاندودنو غریزې سیمې په خالي کوڅو کې ځنګلي اوزې (بزې) سرګردانه ګرځي. د ویډیو پروډوسر ایندریو ستورت په تویتر کې تر خپریدو وروسته اوس دې انځور پر انټرنټ ډیر کتل کیږي. ستورت لیکي: «په دې کوڅو کې هیڅ څوک نشه چې دوی ؤ ویرولی شي. دوی د هیڅ چا پروا نه کوي او څه ته یې چې زړه کیږي خوري یې». په بریتانیا کې د مارچ له ۲۳ نیټې څخه ګرځ بندیز شروع شوی.
انځور: picture-alliance/empics/P. Byrne د نارا په نوم لرغونی ښار په اتمه پيړۍ کې د جاپان پلازمېنه وه. په اوس وخت کې په نارا کې ګرځیدونکو هوسۍ ګانو(آهو) ته د معبودانو د پيغام لیږونکي په سترګه کتل کیږي. تر زرو ډیرې هوسۍ د ښار په مرکزي پارک کې ښکته پورته ګزمې وهي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. C. Hong د تایلنډ هیواد په لوپبوري ښار کې په لسګونو بیزوګانې ښکته پورته کیږي. دا بیزوګانې چې خوش اخلاقه هم نه دي، د وبا په دور کې د خوراک له کمي سره هم مخامخ دي. له همدې امله د ډوډۍ د یوې کوچنۍ پارچې پر سر هم د دوی ترمنځ جنګونه رامنځته کیږي.
انځور: Reuters/S. Z. Tun په دې وروستیو کې د لاتین امریکا د چلي هیواد په پلازمېنه سنتیاګو کې یو ځوان پړانګ لیدل شوی چې په آباده سیمه کې آزاد ګرځي. څو ورځې وروسته بیا یو بل پړانګ هم ولیدل شو. دا پړانګان له اندیس غر څخه ښار ته را کوځیږي. دا ښار چې ۶ میلیونه نفوس لري، اوس د ګرځ بندیز تر تاثیر لاندی دی.
انځور: AFP/A. Pina د نړۍ ۱۷ سلنه نفوس تشکیلونکی هیواد هند په هندوستان کې د مارچ له ۲۴ نیټې څخه ګرځبندیز نافذ دی. د هند په یوه لوی ښار کولکته کې کوڅه ډبو سپو په اصطلاح غوبل جوړ کړی دی. په اوس وخت کې په سلګونو زره کوڅه ډب سپي د هندوستان د مختلفو ښارونو په کوڅو کې ګرځي. د دې کوڅه ډبو سپو د وژنې قانون هم تصویب شوی دی.
انځور: AFP/D. Sarkar د ترکیي په تاریخي ښار استانبول کې چې تل به په کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه وه اوس په سړکونو کې غیر اهلي سپي او پيشوګان ډیر لیدل کیږي. د حیواناتو د حقونو فعالان وایي چې یو شمیر خلکو د وبا تر خپریدو وروسته خپل اهلي/کورني سپي او پيشوګانې هم له کوره ایستلي دي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/E. Demirtas د ایټالیې وینس ښار د سیلانیانو د خوښې ځای بلل کیږي. کووید-۱۹ ایټالیا سخته متضرره کړې ده. په دې هیواد کې د نږدې ۲۰ زرو کسانو مړينې او شاوخوا ۱۵۰ زرو پر کرونا ویروس اخته کیدو له امله د ایټالیي د نورو ښارونو ترڅنګ وینس هم پر ویجاړۍ بدل کړی دی.
انځور: AFP/A. Pattaro