1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا د لوفتانزا هوايي شرکت له سخت بحران سره مخامخ کړی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

د اروپا تر ټولو لوی هوايي شرکت لوفتانزا، د کال په لومړۍ ربع کي د میلیاردو یورو تاوان خبر ورکړی. دغه هوايي شرکت اوس ویلي چي نور نه سي کولای په خپل قوت سره د دغه بحران څخه راووزي او ځکه نو باید دولت ورسره مرسته وکړي.

Deutschland Streik am Flughafen Frankfurt
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

د کرونا ویروس د ټولې نړۍ هوايي ترافیک څه نا څه درولی او هوايي شرکتونو ته په میلیارډونو ډالر تاوان رسیدلی دی. د هغې له ډلې څخه هوايي شرکت لوفتانزا د کال په لومړۍ ربع کي د ۱،۲میلیارډه یورو تاوان خبر ورکړی دی. د دغه شرکت د رییس کارستن شپور، په خبره د کال په دویمه ربع کي «موږ تر دې لا هم د ډیر تاوان اټکل کوو.»

د لوفتانزا یو تر ټولو لوی مشکل د نقدو پيسو چټک کمیدل دي. ویل کیږي چي دغه شرکت د نوو قرضو تر اخیستلو وروسته ۴،۴ میلیارډه یورو نقدي او یا د هغه معادل پيسې په اختیار کي لري. اوس بیا شرکت اعلان کړی دی چي په راتلونکو اوونیو کي به يې نقدي پیسې په ښکاره ډول سره راکمي سي او د دې انتظار هم نه لري چي هغه دي د سرمایې له بازار څخه پوره کړي. د همدغو نقدو پيسو د راکمیدو په سبب شرکت د مختلفو دولتونو سره د دولتي مرستو د په لاس راوړلو په خاطر معامله کوي.

د لسو میلیارډو یورو لټه

د لوفتانزا شرکت د چارواکو په حواله هغوی د شرکت د ټاټوبي هیوادونو له حکومتونو لکه آلمان، سویس، اتریش او بلجیم سره «د جدي مذاکراتو په حال کی دي». په خبرو کي د مختلفو مالی امکاناتو پر سر بحث سوی دی، تر څو شرکت په لنډ وخت کي بیرته د پیسو د تادیه کولو توانايي پیدا کړي. په دغو مذاکراتو کي د ضمانتونو او پورونو د اخیستلو ترڅنګ په شرکت کي د دولت د مستقیمي برخي اخیستني پر سرهم بحثونه سوي دي.

خبره پر دې باندي ده چي لوفتانزا د راتلونکي اوونۍ په سر کي تر لسو میلیارډو یورو پوري پیسې په لاس راوړي. خو د آلماني پرمختیايي بانک KfW او آلمان د حکومت له خوا تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویل سوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب