1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا تر اوسه د ۵۱ زره امريکايانو ژوند اخیستی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۶, شنبه

امريکا د ۵۱ زره مړو په درلودلو، د نړۍ په سطحه د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير قربانيان لري. تر امريکا وروسته ايټاليا، هسپانيا او فرانسه په ترتيب د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډير قربانيان لري.

Kanada Coronavirus Notaufnahme des Vancouver General Hospital in Vancouver
انځور: picture-alliance/empics/The Canadian Press/J. Hayward

د کرونا ويروس خپريدا په نړۍ کې نه ده کمه شوې. حکومتونه د مالي مرستو له لارې هڅه کوي د خلکو لاسنيوی وکړي. لا هم پروازونه متوقف دي، ښارونه بند او د نړۍ څه باندې نيمايي خلک په قرنطين کې ژوند کوي.

د پیسو نړيوال صندوق د «ستر رکود» او ملګرو ملتونو په نړۍ کې د وږو کسانو د شمير د دوه برابره کيدو څخه خبرداری ورکړی دی.

د امريکا په بالتيمور کې د جانز هاپکينز د پوهنتون له خوا د تازه خپرو شوو ارقامو له مخې، د نړۍ په سطحه د کرونا ويروس د مبتلايانو شمير ۲ ميليونه او ۷۹۰ زرو تنو ته رسيدلی دی او تر اوسه څه باندې ۱۹۵ زره او ۹۲۰ تنه له دغې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د دغه پوهنتون د څيړنو نتايج ښيي چې د کرونا دوه پر دريمه برخه قربانيان په اروپا کې دي. اوس امريکا د ۵۱ زره مړه شوو کسانو په ثتبولو، د نړۍ په سطحه تر ټولو ډير قربانيان لري.

د جانز هاپکينز پوهنتون د تازه ارقامو له مخې، په امريکا کې ۸۹۰ زره کسان په نوي کرونا ويروس يا کوويډ-۱۹ مرض باندې اخته دي.

هسپانيا د ۲۱۹ زره مبتلايانو په لرلو تر امريکا وروسته په دوهم ځای کې قرار لري. خو په هسپانيا کې د مړو شمير د تيرو ورځو په پرتله نيمايي ته راښکته شوی دی. په دغه هيواد کې ۲۲ زره و ۲۴ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

ايټاليا د کرونا د مبتلايانو د شمير له اړخه په دريم ځای کې راځي خو د مړو له لحاظه بيا تر امريکا وروسته دوهم هیواد دی. کرونا په ايټاليا کې ۲۶ زره کسان مړه کړي دي.

په فرانسه کې ۱۵۹ زره کسان په کرونا ويروس اخته شوي او ۲۲ زره او ۲۷۸ تنه مړه شوي دي.

د جانز هاپکنيز پوهنتون د تازه خپرو شوو ارقامو له مخې، په آلمان کې ۱۵۴ زره او ۵۴۴ کسان په کرونا ويروس مبتلا شوي دی. په دغه هیواد کې تر اوسه پورې ۵۷۲۳ تنه د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

ترکيه د ۱۰۴ زره مبتلايانو په درلودلو، په سيمه کې تر ټولو ډير قربانيان لري. کرونا ناروغۍ په ترکيه کې ۲۶۰۰ کسان مړه کړي دي.

په ايران کې د کرونا ناروغۍ مثبتې پيښې څه باندې ۸۸ زرو او د مړو شمیر ۵۵۷۴ تنو ته رسیدلی.

د worldometers.info ويب پاڼه د نړۍ په سطحه د کرونا د پيښو تازه معلومات خپروي. د دغې ويب پاڼې په حواله، په افغانستان کې تر اوسه ټول ټال ۱۳۵۱ تنه په کرونا ويروس اخته شوي دي او د دغې ناروغۍ له امله ۴۳ تنه مړه شوي دي. همدا رنګه ۱۸۸ ناروغان بيرته روغ شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب