1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«کرونا زموږ د ژوندانه په طرز کي د تغیراتو غوښتنه کوي»

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د اطریش اسقفانو د کرونا بحران څخه د عبرت په توګه د ژوندانه په طرز کي د مشخصو او اساسي تغیراتو غوښتنه وکړه. په خبره يې کرونا په وضاحت سره په اثبات ورسوله، چي «د نسلونو ترمنځ همدردي څومره ضروري او مهمه ده.»

Italien Rom | Lockerung der Corona-Regeln
آرشيفانځور: Getty Images/AFP/A. Solaro

د اطریش اسقفانو په مارسِل کي د اسقفانو د یوه کنفرانس پرمهال په خپله وروستۍ اعلامیه کي وویل، چي د زړو خلګو حمایه «تقریبأ یوه مقدسه وظیفه ده.» په خبره یې دغه « لوړ اخلاق، چي د عیسوي انساني تصویر سره کاملأ مطابقت لري، دژوندانه د هري مرحلې دپاره اعتبار لري، که یو انسان زیږیدلی وي او یا هم نه.» د دغه عیسوی تصویر مطابق هیچا ته د یوه انسان د وژلو، د وژل کیدو سره د کومک او ځان وژني اجازه نه ورکول کیږي. د دې برعکس باید د انسان ارامتیا او تسکینونکي پالني ته پراختیا ورکول سي.

اسقفان اضافه کوي، چي تر کرونا وروسته په «یوه روحي او رواني نوي نورمال حالت » پوري دا تړلي دي، چي د جامعې پرمختګ کرار سي، تر څو داسي نه ،چي «موږ دسوځل سوو او شړل سوو کسانو په حیث پکښي له منځه ولاړ سو.» مثلأ دا چي یکشنبې ورځي بیا هم رخصتۍ او دهغې کلتور ورسره پاته سي.

د اسقفانو کنفرانس د جامعې د نوي کیدو دپاره د اساساتو په حیث د منني او تواضع، همبستګي او پخلایني ، توجه او همدردۍ، قدردانۍ او نوو شیانو زده کولو ته تیاری، بیداري او عزم، شُکر کښل او صبر، اعتماد او پر ځان باور یاد کړل.

د اسقفانو په خبره پخپله کلیساوي هم باید نوي کیدو او تغیراتو ته اماده سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب