په متحده ايالاتو کي د کرونا له کبله لګول سوو بنديزونو او محدوديتونو پر ضد احتجاجونه ادامه لري. يو شمېر کسان په وسلو سنبال احتجاجونو ته حاضريږي.
اعلان
د متحده ايالاتو د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د راپور له مخي د کرونا د بحران په ترڅ کي د مارچ په مياشت کي په دغه هيواد کي د وسلو د پلور نوی ريکارډ جوړ سوی دی. د دغه راپور له مخي امريکايانو په دغه موده کي تر دوه مليونو څخه توپک رانيولي دي. په دې توګه نو د ۲۰۱۲ کال د دسمبر وروسته د روان کال په مارچ مياشت کي د امريکا د تاريخ تر ټولو زياتي وسلې د ولسي خلکو له خوا رانيول سوي دي.
د «نيشنل رايفل ايسوسيېشن» په نوم سازمان چي د وسلو خرڅوونکو شرکتونو له پاره لابي کوي، د متحده ايالاتو له تر ټولو قوي لابي کوونکو څخه شمېرل کیږي. دغه سازمان د ټاکنو پر وخت په لوړه اندازه د کانديد سياستوالو څخه په بسپنو ملاتړ کوي. د دغې لابي اغېز دومره زيات دی چي د «لاک ډاون» يا بنديز پر وخت حکومت د وسلو خرڅوونکو ته اجازه ورکړه چي خپل دکانونه پرانستلي وساتي.
په داسي وخت کي چي امريکايي چارواکي او ډاکټران د کرونا د بحران سره د مبارزې له پاره هلي ځلي کوي، د وسلو خرڅوونکو لابي په پوره قدرت سره په خلکو کي د موجودي بيري څخه ګټه پورته کوي.
د اپريل په مياشت کي د امريکا په يو شمېر ايالتونو کي د بنديزونو يا «لاک ډاون» پر ضد کوم کوچني احتجاجونه وسول، په هغه کي تر ټولو مخکي د وسلو د لابي غړي او سپين پوستي امريکايان تر سترګو سول.
په وسلو سنبال احتجاج کوونکو ټينګار کاوه چي کرونا په اصل کي تر زکام زياته مهلکه ناروغي نه ده او دا چي حکومت نه بايد چي د هرې ناروغۍ تر سيوري لاندي کاروبارونه بند کړي.
په امريکا کي د وسلو د لابي سره تړاو لرونکو سازمانونو دا دريځ لرلی دی چي هيڅ سياستوال دا حق نه لري چي د ولس مدني آزادۍ محدودي کړي. د دغه هيواد په اساسي قانون کي د دويم تعديل راهيسي هر ولسي کس د خپلي دفاع له پاره د وسله لرلو حق لري.
د آلمان ږغ په يو تحقیق کي څرګنده سوې ده چي يو شمېر هغه انټرنټ پاڼي او د خواله رسنيو اکاونټونه چي د لاک ډاون د ختمولو غوښتنه کوي، تر شا يې د وسلو د لابي سره تړاو لرونکي کسان دي.
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د دې مخالف دی چي په اړونده ايالتونو کي بشپړ بنديز يا «لاک ډاون» ته ادامه ورکوله سي. نوموړی د لاک ډاون ضد هغو احتجاجونو پلوي کوي چي د هغه د مخالف ډموکراټ ګوند تر واک لاندي ايالتونو کي تر سره کيږي.
متحده ايالات په نړيواله توګه له کرونا څخه تر ټولو زيات اغېزمن سوی هيواد دی چيري چي تر اوسه ۵۴ زره انسانان له دغې وبا مړه سوي او نژدې ۹۰۰ زره په دغه ويروس اخته سوي دي.
جورډن ولډن/ا.و.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه انځوريز البوم (09.12.2019):
تر ټولو زياتي وسلې خرڅوونکي هيوادونه وپېژنئ
د (SIPRI) د تازه راپور له مخي په ۲۰۱۸ کال په نړيواله کچه او د چين په استثنی ۱۰۰ کمپنيو د ۴۲۰ ملياردو ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهيزات وپلورل. هيوادونه يې په لاندني انځوريز راپور کي وپېژنئ:
انځور: picture-alliance/dpa/D. Fischer
۱۵ مقام ـ اوکراين
د اوکراين هيواد UkrOboronProm شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۱ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: DW/I. Sheiko
۱۴ مقام ـ سينګاپور
د سينګاپور هيواد ST Engineering شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۱،۵ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Rahman
۱۳ مقام ـ ترکيه
د ترکيې هيواد آسېلسان او ترک ايروسپېس اندستريز شرکتونو په ۲۰۱۸ کال د ۲،۸ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه دي چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې او نظامي تجهيزات پلورلي دي.
انځور: TAI
۱۲ مقام ـ سويډن
د سوېډن هيواد Saab شرکت په ۲۰۱۸ کال د ۳،۲ مليارد ډالرو په ارزښت وسلې خرڅي کړي دي. په دې تړاو نو دغه شرکت د سيپري د راپور له مخي د نړۍ له ۱۰۰ هغو شرکتونو څخه يو دی چي په ۲۰۱۸ کال يې تر تولو زياتي وسلې پلورلي دي.