1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ـ آلمان په محدوديتونو کې نرمښت راولي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۵, دوشنبه

په آلمان کې د ځينو ښوونځيو او کاروباري مرکزونو د پرانستل کيدو سره وضيعت په کرار کرار عادي کيږي. بل لوري ته ولسمشر ترمپ ادعا کړې ده چې امريکا به د روان کال تر پای پورې د کرونا واکسين جوړ کړي.

BdT | Corona Virus: Das öffentliche Leben in Stuttgart
انځور: Imago Images/Lichtgut/M. Kovalenko

په ټوله نړۍ کې د کرونا د ناروغانو شمير تر ۳۵ لکه اوښتی دی او تر اوسه په دې ويروس کابو دوه نيم لکه کسان مړه شوي دي.

په ټوله نړۍ کې بيا تر یولسو لکو زيات کسان له دې ناروغۍ رغيدلي هم دي. په آلمان کې د کاروبارونو او په ځينو سيمو کې د ښوونځيو له پرانیستو سره د محدوديتونو د نرمولو لړۍ په کرار کرار روانه ده.

بل لوري ته د استخباراتي ادارو تر دې رپوټ وروسته چې چين په قصدي توگه د کرونا د وبا د شدت په اړه معلومات پټ ساتلي ول، د امريکا او چين ترمنځ ترنگلتياوې نورې هم زياتې شوي دي.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مشران د کوويد ۱۹ ناروغۍ د درملنې او د دې د يوه ځانگړي واکسين جوړولو له پاره د ميلياردو يورو د راټولو په هيله نن، دوشنبه (د مي ۴ نيټه) د ويديو کنفرانس له لارې يوه مهمه غونډه کوي. د اروپايي ټولنې کميسيون مشره اورزولا فون ډېر لاين به په بروکسل کې د ځای وخت په دريو بجو دا غونډه پيل کړي او تمه کيږي چې په غونډه کې به د څه د پاسه اته ميلياردو يورو د ورکړې ژمنه وشي. دا مبلغ به په اصل کې د روغتيا ادارو څېړنیزو مرکزونو ته ورکول کيږي.

بل لوري ته په وضعه کې د يو څه ښه والي له کبله په آلمان کې د مي له څلورمې نيټې يعني سر له نننۍ ورځې څخه په ځينو سيمو کې ښوونځي بيرته پرانيستل کیږي. همدا راز سلمانۍ او آرايش گاوې به هم چې له کابو دوو مياشتو راهيسې تړل شوي دي، پرانيستل شي.

په آلمان کې د مارچ تر ۳۱ نیټې وروسته د مي په دريمه نيټه په لومړي ځل د کوويد ۱۹ د ناروغۍ د تر ټولو کمې مثبتې پېښې ثبت شوې چې له امله یې د قيوداتو د کمولو اعلان شوی دی. د تازه شميرو په حواله په آلمان کې په ټوليزه توگه په يو لک ۶۵ زره کسانو کې د کوويد ۱۹ ناروغي تائيد شوې ده چې له دوی څخه یې ۶۸۱۲ تنه مړه شوي دي.

لومړۍ وزيره ميرکل به د چهار شنبې په ورڅ د نورو اقداماتو په اړه اعلان وکړيانځور: Reuters/K. Nietfeld

د اروپا په نورو هېوادونو لکه فرانسه، هسپانيا او ايتاليا کې هم د کرونا د وبا په خپريدو کې کموالی ليدل شوی دی او دغه هېوادونه هم اوس په قيوداتو کې د نرمښت پر لور روان دي. په هسپانيا کې محدويتونه کم شوي او خلکو ته له کورو د وتلو اجازه ورکړل شوې ده. خو په روسيه کې بيا دغه ويروس په ډېره چټکۍ سره د خپریدو په حال کې دی. په روسيه کې اوسمهال تقريباً يو لک ۳۵ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

امريکايي ولسمشر دونالد ترمپ بيا خپلو وگړو سره په خبرو کې د اقتصاد پر بيا مضبوطولو ټينگار کړی دی. نوموړي ويلي: «موږ به دا (خپل اقتصاد) په خوندي توگه بيرته لارې ته راولو او دا کار چې څومره ژر کيدلی شي هومره ژر به یې کوو.» ترمپ زياته کړه چې هغه به په سبتمبر مياشت کې د ښوونځيو او پوهنتونو پر پرانيستو ټينگار وکړي.

په ماليزيا کې هم د لومړي وزير محی الدين ياسين حکومت د سخت ځپل شوي اقتصاد د بيرته په پښو د درولو له پاره د يو شمير کاروباري سيکتورونو د پرانيستو اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې ځينو ايالتي حکومتونو له دې کار سره مخالفت ښوولی دی. د هغوی دريځ دادی چې په دې توگه به د کرونا وبا بيرته زور واخلي.

په همدې حال کې د نوي زيلاند د روغتيا وزارت اعلان کړی چې د مارچ تر ۱۶ راهيسې چې هلته د کرونا لومړۍ پېښه ثبت شوې وه، په لومړي ځل د کرونا کومه نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې خو له اغیزمنو څخه یې دوه چې د مخه په دې ويروس ککړ شوي ول، مړه شوي دي. په نوي زيلاند کې په کرونا د اختو کسانو شمير ۱۱۳۷ دی.

د يکشنبې په ورځ يعني د مي پر دريمه نيټه په چين کې هم د کرونا يوازې درې نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي. دا ټول هغه کسان ول چې د بهرنيو هېوادونو څخه چين ته تللي ول.

bs/awa (Ag

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب