1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«د روغتيا نړيوال سازمان د ماسکونو په اړه خپل دريځ بدل کړ»

۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبه

د شک پر ځای سپارښتنه: د روغتيا نړيوال سازمان د نوي ډول کرونا ويروس د خپرېدو په وړاندې د ماسکونو د اغوستو په هکله خپلو لارښوونو ته تغيير ورکړ.

Coronavirus - Gesichtsmasken
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/L. Zhen

د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا په کړکېچ کې د مخ د ماسکونو د اغوستلو په برخه کې خپل دريځ ته تغير ورکړی دی. دغه سازمان په ژنيف کې ويلي دي چې د دغې وبا د محدودولو په برخه کې د ګڼې ګوڼې په عامه ځايونو کې اوس د ماسکونو توصيه کيږي. دغه سپارښتنه په عمومي ډول په هغو ځايونو کې هم صدق کوي چې د فاصلې ساتل پکې سخت وي. د روغتيا د نړيوال سازمان مشر تدروس ادهانوم غيبريسوس د مثال په توګه عامه ترانسپورت او نور تړلي او د ګڼې ګوڼې ځايونه ياد کړل. نوموړي زياته کړه: «هرچېرته چې په عامه محضر کې يې خپرېدنه ممکنه وي، موږ د ۶۰ کلونو زيات عمر لرونکو يا هغه کسانو ته چې تر مخه نورې ناروغۍ لري، د طبي ماسک د اغوستلو سپارښتنه کوو.»

تر اوسه پورې البته د روغتيا د نړيوال سازمان دريځ دا و چې ماسکونه يواې هغه چا ته لازم دي چې ناروغه وي يا دا چې د ناروغانو پالنه يې پر غاړه وي. خو د عمومي پراخ استعمال توصيه تر اوسه پورې نه کېدله. زياته شوې ده چې د روغتيا د نړيوال سازمان د نويو لارښوونو او مقرراتو له مخې د غير طبي او له ټوکرو څخه جوړو ماسکونو څرنګوالی هم تعريفيږي چې له مخې يې بايد دغسې ماسکونه حد اقل له درې قشره بېلابېلو موادو څخه عبارت وي.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

«د اطمينان يو ناسم تصور»

په ورته وخت کې دغه سازمان خبرداری هم ورکړ چې يوازې پر ماسکونو دې اطمينان ونه شي. په خبره يې دا له مختلفو تدابيرو څخه يوازې يو امکان دی چې د فاصلې د نيولو او د لاسونو د وينځلو ځای نه شي‌ نيولی. د دې سپارښتنو له مخې يې هغه کسان چې ماسکونو ته په ناولو لاسونو سره لاس وروړي او هغه ککړوي،‌ حتی کولی شي چې د ناروغېدو خطر پرې لا زيات کړي. ښاغلي تدروس ټينګار وکړ چې «ماکسونه د اطمينان يو ناسم تصور هم ورکولی شي.»

سربېره پر دې بايد اخته کسان له دې وروسته هم قرنطين، ورسره تماس لرونکي کسان وپېژندل او شکمن کسان تست کړای شي. د روغتيا د نړيوال سازمان د مشر په خبره «دا د هر هېواد له پاره د کوويد -۱۹ په وړاندې د دفاع تر ټولو ښه لاره ده.»

د متحده آيالاتو د جانس هوپکينس پوهنتون په حواله په ټوله نړۍ کې تر اوسه پورې څه باندې ۶،۷ ميليونه خلک د کرونا په نوي ډول ويروس مثبت تست شوي چې تقريبا څلور سوو زرو يې تر ابتلا وروسته خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

wa/ack (dpa, afp)/ن ص/ ا و ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب