1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د افغانستان کريکټ بورډ د مياشتنۍ تمريناتو لړۍ پيل کړه

۱۳۹۹ خرداد ۱۸, یکشنبه

د افغانستان د کريکټ ملي ټيم يکشنبه د کريکټ د یوې مياشتې د تمريناتو لړۍ پيل کړه. دغه تمرينات په داسې وخت کې پيلیږي چې مرستندويه نړيوال سازمانونه، د کرونا ويروس له کبله په افغانستان کې له بشري ناورین څخه خبرداری ورکوی.

Afghanistan Chricket Konflikt Kabul
انځور: Getty Images/AFP/M. Mojaddidi

د اسوشتید پریس په حواله، د افغانستان کريکټ بورد اعلان وکړ چې د کريکټ ټيم د ۲۲ لوبغاړو له پاره يې تمرینات پيل کړي دي.

بورډ همدا د يکشنبې په ورځ (د جون ۷مه) دغه اعلان یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې افغان چارواکو وویل چې په دغه هیواد کې د کرونا ويروس د مثبتو پيښو شمیر له ۲۰ زرو واوښت.

له دغه اعلان سره د افغانستان حکومت د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه يو لړ نوي مقررات لکه د ټولنيز واټن رعايتول، د ماسک اغوستل او له لسو کسانو څخه د ډيرو د نه غونډيدو اعلان کړی دی.

د کريکټ بورډ یوه ویاند وويل چې لوبغاړي به د تمریناتو پر مهال د حکومت له خوا ټول اعلان شوی مقرارات رعايتوي. د بيلګې په توګه د افرادو تر منځ د ټولنیز واټن رعایت او همدا ډول په يو وخت کې به د پنځو تر شپږو پورې لوبغاړي په تمريناتو کې برخه اخلي.

د کريکټ بورډ یوه ویاند وويل چې لوبغاړي به د تمریناتو پر مهال د حکومت له خوا ټول اعلان شوی مقرارات رعايتويانځور: ACB

د افغانستان کريکټ بورډ په خپلې فيسبوک پاڼه د يکشنبې په ورځ ليکلي: «ملي لوبغاړي په دغه روزنیز کمپ کې د ورځې له لوري په څلورو پړاونو کې روزنه ترلاسه کوي چې په هر پړاو کې یې له ۵-۶ لوبغاړي ګډون لري.»

کريکټ بورډ زياته کړې ده چې په دغه روزنير کمپ کې ۲۲ لوبغاړي، د دوی روزونکي او مسئولين به د تمریناتو پر مهال، د روغتیایي بنسټونو او کرکټ نړیوالې شورا ټولې سپارښتنې په جدي توګه عملي کوي.

په افغانستان کې د کريکټ لوبې دغه تمرینات په داسې حال کې پيل شوي چې مرستندويه نړيوال سازمانونو په د افغانستان کې د کرونا ويروس له بابته له يو بشري ناورين څخه خبرداری ورکوي.

د نجات نړيوالې کميټې تیره اوونۍ خبرداری ورکړ چې افغانستان د یو بشري ناورين په درشل کې دی.

 آژانسونه/ م.ک.ص/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب