1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړيوال بانک افغانستان سره ۱۰۰،۴ ميليونه ډالر مرسته کوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

د پیسو نړيوال صندوق او نړيوال بانک د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزې له پاره د افغانستان په ګډون له يو شمیر هیوادونو سره نغدي مرسته کوي. دغه مرستې د نړۍ له هغو هیوادونو سره کیږي چې د پرمختک په حال کې دي او يا لږ عواید لري.

Symbolbild Geldsegen Dollar
انځور: Fotolia/Sergey Galushko

د رويټرز خبري آژانس له واشنګتن څخه د اپريل لسمې رپوټ کې ويلي دي چې نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق(IMF) دغو هیوادونو ته د مرستو د تصدیق کولو په حال کې دي. د آسيایي هيوادونو په ډله کې د افغانستان نوم هم شامل دی. د دغه نوملړ له مخې نړيوال بانک افغانستان ته کرونا ويروس سره د مبارزې له پاره ۱۰۰ اعشاريه ۴ ميليونه ډالر مرسته کوي.

د رويټرز خبري آژانس د اپريل لسمې نيټې په رپوټ کې د ۳۴ هيوادونو نومونه او مرستو مقدار يې خپور کړی دی.

په دغه لیست کې نور اسیايي هيوادونه او د مرستو اندازه يې دا دي: پاکستان ۲۰۰ ميلیونه ډالر، هندوستان يو ميلیارډ ډالر، تاجکستان ۱۱ اعشاريه، ۳ ميلیونه ډالر، سريلانکا ۱۲۸ اعشاريه ۶ ميليونه ډالر، قرغزستان ۱۲۰ اعشاريه ۹ ميليونه ډالر، مالديب ۷ اعشاريه ۳ ميليونه ډالر، کمبوديا ۲۰ ميلیونه ډالر، منګوليا ۷ اعشاريه ۳ ميلیونه او يمن ۲۶ اعشاريه ۹ ميليونه ډالر.

د قرغزستان پرته نورو ټولو لسو اسيايي هيوادونو سره مرستې د نړيوال بانک له خوا ترسره کيږي. له قرغزستان هيواد سره د ۱۲۰ اعشاريه ۹ ميليونه ډالرو مرستې د پيسو نړيوال صندوق کوي.

په دغه لیست کې ۱۶ افریقايي هيوادونه، ۵ د لاتينې امريکا او ۳ اروپايي هيوادونه (البانيا، کوسوو او شمالي مقدونيه) شامل دي.

په ۱۶ افریقايي هيوادونو کې له ۱۱ هيوادونو سره يې نړيوال بانک او ۶ نورو سره يې د پیسو نړيوال صندوق مرستې کوي. د لاتينې امريکا له هندوراس پرته څلورو نورو هيوادونو سره هم نړيوال بانک، خو هندوراس او درو اروپايي هيوادونو سره بيا د پیسو نړيوال صندوق مرستې کوي.

د کرونا ويروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹م کال په دسامبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې کشف شو چې اوس نژدې ټولې نړۍ ته رسيدلی دی. پر دغه ویروس تر اوسه څه باندې يونیم ميليون کسان اخته شوي او له سلو زرو ډير يې مړه کړي دي.

آژانسونه/م.ک.ص/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب