1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

کرونا: هغه حالت چي ویروس انسان رواني آزاروي

۱۳۹۹ شهریور ۱۳, پنجشنبه

له هغه راهیسي چي په آلمان کي د کرونا له امله د ټولنیز واټن او له نورو انسانانو سره د اړیکو د محدودیدلو په اړه تدابیر رامنځته سوي، خلک له منزوي کیدو، دیپریشن او راتلونکي په اړه ناامیدي څخه شکایت کوي.

Deutschland Symbolbild Maskenpflicht BVG Berlin
په آلمان کي د کرونا له امله لګول شوو ټولنيزو محدودیتونو له امله، خلک له منزوي کیدو، دیپریشن او ناامیدي څخه شکایت کويانځور: picture-alliance/dpa/Z. Scheurer

په جرمني کي داسي تليفوني شمېرې سته چي سړی د رواني ستونزو په لرلو سره د روانپوهانو سره اړیکي نیولای سي. یوه له دغو راونپوهانو څخه انه ماري ده. د هغې په خبره د کرونا بحران په پیل کي به تر ټولو د مخه دا پوښتني له خلکو سره مطرح وې چي: زه له دریو ورځو راهیسي ټوخيږم، آیا لازمه ده چي د کرونا یو تست وکړم؟

د دغه ویروس خطر څومره ډیر دی؟

څنګه کولای سم له هغه څخه په سم ډول ځان وساتم؟

خو وروسته د مارچ مياشتي په پای کي بیا له نورو انسانانو سره د اړیکو د محدودولو او له هغوی څخه د واټن نیولو په هکله تدابیر وضعه سول چي په ټولنه کي د منزوي توب او دیپریشن سبب سول.

په دې هکله اندیښنې رامنځته سوي چي سړی نور نه سي کولای د مثال په ډول له خپل ګاونډي سره د ورځنیو مشکلاتو په هکله خبري وکړي او یا هم اجازه نه لري خپل زوړ او سخت ناروغه پلار د زاړه کسانو ساتنځای ته انتقال کړي. د انه ماري په خبره، هغوی ته زیاترو هغو کسانو زنګ واهه چي د کرونا د بحران دمخه لا په رواني ستونزو اخته او یا هم یوازي ول.

انه ماري زیاتوي د کرونا د پاندیمي له امله په ناڅاپي ډول محدودیتونو د هغو انسانانو ژوند لاپسي سخت کړ چي بې له هغه هم له کړواوونو سره مخامخ ول.

په آلمان کي ځينې خلک د کرونايي محدودیتونو له امله، د منزوي کیدو، دیپریشن او ناامیدي څخه شکایت کويانځور: Reuters/C. Mang

د انه په خبره، دیپیریشن، بیره، د ځان وژني فکرونه او په تیره بیا یوازیتوب هغه پوښتني وې چي په تیرو میاشتو کي هغه ورسره مخامخ سوې ول. په تیره بیا یوازي کسان په دا ډول یوه حالت کي د نورو انسانانو نژدیوالي ته اړتیا لري.

نه یوازي په هانوور کي د انه ماري مشورتي دفتر تیلیفون بیکاره نه وو، بلکي د آلمان په سطحه کلیساګانو ته هم په پرله پسې ډول زنګونه وهل کیدل.

په داسي حال کي چي د روان کال په فبرورۍ کي شاوخوا ۹۷ زره کسانو د روانپالانو مرکزونو ته زنګونه وهل، په مارچ کي د هغوی شمیر ۱۱۳ زرو او په اپریل کي د محدودیتونو تر وضعه کیدو وروسته څه د پاسه ۱۱۷ زرو ته ورسید.

انه ماري کله کله ټوله ورځ او یا هم ټوله شپه خپل په دفتر کي ناسته وي او خلکو ته مشورې ورکوي. د هغې په خبره تیلیفون یې پر له پسې زنګونه وهي، که څه هم دا ډیر سخت کار دی، خو بیا هم راضي ده چي خلک ورڅخه خوشاله دي. د هغې په خبره ځیني وخت ډیر کار نه کوم، فقط همدومره کافي وي چي د هغوی خبرو او ستونزو ته غوږ ونیسم.

دلته د کرونا پر موضوع يو انځوريز البوم هم کتلای سئ: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب