تيره يوه اوونۍ د هندوستان له پاره ښه اوونۍ نه وه، په دغې اوونۍ کې هره ورځ د کرونا له شپږ زرو ډيرې نوې پيښې ثبت شوي دي.
په پام کې وو چې د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د يکشنبې په ورځ د محدوديتونو د ېوې وړې مرحلې د پاي اعلان وکړي، خو اوس چې حالات د تمې خلاف خراب شوي، ممکن نن شنبه (د می ۳۰ مه) په دې اړه يو لړ نوي اقدامات اعلان کړي.
سر بيره پر دې چې په هندوستان کې د مارچ میاشتې له ۲۵ راپه دې خوا په پر له پسې توګه سخت ټولنيز محدوديتونه لګول شوي، خو لا هم په کې د کرونا وژونکې ناروغۍ د کمښت کومې ښې نښې نښانې نه دي ليدل شوي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د خپرو شوو ارقامو له مخې ترکيه هم د نړۍ په هغو هيوادونو کې راځي چې د کرونا ناروغۍ ډير مبتلايان لري، خو اوس هندوستان له ترکيې څخه همه مخکې شوی دی. په ترکيه کې ټول ټال ۱۶۱ زره کسان په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ په هندوستان کې د کرونا د مبتلايان شمير نژدې ۱۶۸ زرو ته رسيدلی وو.
له بل لورې هندوستان د کرونا ناروغۍ د مړو له لحاظه تر چين څخه مخکې شوی. چين کې د دغې ناروغۍ له امله ۴۶۳۶ کسان مړه شوي، خو د جمعې ورځې د ارقامو له مخې په هندوستان کې د مړو شمير ۴۷۴۹ ته لوړ شوی دی.
همدا ډول په هندوستان کې اوس د کرونا ناروغۍ د مبتلايانو شمير د چين په پرتله نژدې دوه برابره لوړ شوی دی. په چين کې د مبتلايانو مجموعي شمير ۸۴ زره او ۱۶ تنه دی.
د هندوستان د عامې روغتيا وزرات د جمعې ورځې معلوماتو پر اساس، په دغه هيواد کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په دننه کې د کرونا ۷۴۶۶ نوې مثبت پيښې ثبت شوي دي. دا تر د کرونا وبا له خپريدو راهیسې ټولو لوړ شمیر دي چې د يوې ورځې په جريان کې ثبتيږي.
په هندوستان کې د تيرې يوې اوونۍ راهيسې د کرونا نوې پيښې د لوړيدو په حال کې دي، په دغې موده کې هره ورځ له ۶ زرو څخه ډيرې مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
په پلازمينه ډيلي کې د لومړي ځل له پاره په يوه ورځ کې زر پيښې ثبت شوي دي. د رسمي شميرو پر اساس، د پنجشنبې په ورځ (د می ۲۸مه)، په ډيلي کې د کرونا ۱۰۲۴ نوې پيښې ثبت شوې دي. په دغه ښار کې اوس د مبتلايانو مجموعي شمير د ۱۸ زره په شاوخوا کې دی چې له دې ډلې نژدې ۴۰۰ يې مړه شوي دي.
هندي چارواکي په دې باور دي چې د کرونا پيښو د لوړيدو يو علت، په محدويتونو کې نرمښت راوستل دی، په ځانګړې توګه په وروستيو کې په اورګاډو او الوتکو کې د سفرونو اجازه ورکول.
په ورته وخت کې د هندوستان لومړي وزير نريندرا مودي پرون د کورنيو چارو وزير او يو شمیر نورو لوړپوړو هندي چاروکوا سره د روان وضعيت په اړه خبرې کړي چې تمه ده نن شنبه به د يو لړ نوو اقداماتو اعلان وکړي.
دويچه ويله اردو/ م.ک.ص/ ا. ا.
د کرونا پر موضوع زمونږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
کرونا ویروس؛ په نړۍ کې پر ګرځیدو بندیز څرنګه تطبیقیږي؟
د کرونا ویروس د وبا په ترڅ کې د نړۍ په کچه قانون نافذونکي ځواکونه په دې هڅه کې دي چې په کورونو کې د پاتیدو امر تطبیق کړي. په دې هکله د هر هیواد چلن جلا دی. په ځینو هیوادونو کې خلک نیول کیږي او د ځینو چلن بیا مهذبه دی. انځور: Reuters/P. Ravikumar د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل ښار کې ۱۶۰۰ پوليس په دنده وګمارل تر څو په دغه ښار کې د خلکو د غير ضروري تګ راتګ مخنيوی وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې پر ګرځیدو د بندیز امر مراعاتونکو پولیسو، دغه کس نیولی دی.
انځور: DW/H. U. R. Swapan د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې پولیسو یو کس نیولی دی چې د حکومت له خوال لګول شوی پر ګرځیدو بندیز یې نه وو مراعات کړی.
انځور: Reuters/N. Chitrakar د هند په چینایي کې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټه پولیس د ګرځبندیز د نه مراعاتولو له کبله ځایي اوسیدونکو ته جزا ورکوي.
انځور: Reuters/P. Ravikumar د تایلنډ پولیس چې محافظتي ماسکونه یې اغوستي، د اپریل په دریمه نیټه په بنکاک کې د تالاشۍ په یوه پوسته کې پر موټرسایکل سپور کس درولی دی.
انځور: Reuters/J. Silva د اپریل میاشتې په لومړۍ نېټه د هند په احمد آباد کې چټک ځواک په ګزمه راوتیل او له خلکو غواړي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
انځور: Reuters/A. Dave پولیس د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیو د هڅو په ترڅ کې غواړي د سمندر پر غاړه خلک تیت او پرک شي. دغه انځور د سومالیا په موګادیشو کې د اپریل میاشتې دریمه نېټه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters/F. Omar یو پولیس د بریتانيا په برایټن کې د سمندر پر غاړه ناست له یوه کس سره خبري کوي. دغه انځور د اپریل میاشتې په څلورمه نېټه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters/P. Cziborra د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیو په ترڅ کې په اسرائیلو کې هم له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي. پولیس یو یهودی د دغه امر د نه مراعاتولو له کبله نیولی دی. انځور د مارچ میاشتې په ۳۰مه نېټه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters/R. Zvulun دغه انځور چې د ګواتمالا هیواد په ګواتمالا ښار کې د اپریل میاشتې پر دریمه نېټه اخیستل شوی دی، لیدل کیږي چې د دغه هیواد د ملي پولیسو غړي هغه کسان تر نیول کیدو وروسته بدرګه کوي چې ګرځبندیز یې نه دی مراعات کړی.
انځور: Reuters/L. Echeverria لاس اینجلس، کلیفورنیا، متحده ایالات د لاس اینجلس د پولیسو څانګې افسران په یونین ریل سټیشن، کې د هغو کسانو اسناد ګوري، چې ورته د تګ اجازه ورکړل شوې ده. انځور د اپریل د څلورمې نېټې دی.
انځور: Reuters/K. Grillot د مسکو په سره میدان کې د پولیسو یوه افسره د ښار د جزوي بندیدو وروسته پلي کسانو ته لارښوونه کوي. انځور د مارچ میاشتې د ۳۱مې نېټې دی.
انځور: Reuters/M. Shemetov پولیس له خلکو غواړي چې د سمندر ساحل پریږدي. دغه انځور د مارچ میاشتې په ۲۸مه نېټه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters/L. Landau په کیپ ټاون کې هم پر ګرځیدو بندیز په سخته څارل کیږي. انځور په سیولي افریقا کې کیپ ټاون ته څیرمه د مارچ په ۲۷مه اخیستل شوی دی.
انځور: Reuters/M. Hutchings