1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا وبا به احتمالاً په نړۍ کي پر سوله باندي اغېز ولري

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د سولي نړيوال شاخص له مخي، کرونا به احتمالاً د نړۍ په ځينو هيوادونو کي پر سوله باندي منفي اغېز ولري. د دغه راپور له مخي په نړۍ کي تر ټولو آرام هيواد آيسلند او ناکراره افغانستان بلل سوی دی.

Afghanistan Kandahar Frauen Friedensdemonstration
انځور: DW/M.I. Spezelai

د «۲۰۲۰م کال د سولي نړيوال شاخص» د راپور له مخي چي نن د چهارشنبې په ورځ په لندن کي خپور سوی، د کرونا ويروس له کبله رامنځته سوي اقتصادي پايلي به احتمالاً په ځينو هيوادونو کي پر سوله باندي منفي اغېز ولري.

دغه څيړنه هرکال د سولي او اقتصاد انستيتيوت له خوا ترسره کيږي چي پکښې د نړۍ په ۱۶۰ هيوادونو کي د جنګ په ګډون د پوليسو زورزياتی، ترهګري او د وسلو صادرات څېړل کيږي.

د سږکال په څېړنه کي پر يادو سوو معيارونو سربيره په نړۍ کي پر سوله باندي د کرونا وبا اغېزې هم بررسي سوي دي.

د سولي او اقتصاد انستيتيوت د څېړنو له مخي بې له کرونا هم دا نهم کال دی چي په پرلپسې ډول په تيرو ۱۲ کلونو کي د سولي په اړه مسايل شاته کيږي.

په دې راپور کي ټينګار سوی دی: «په نړۍ کي د سولي وضعيت د ۲۰۰۸م کال په پرتله په وروستيو کلونو کي سخت انديښمن سوی دی.» د دغو کارپوهانو د اټکلونو له مخي کيدای سي چي د کرونا بحران په نړۍ کي پر سوله باندي نوري هم خرابي اغېزې وکړي: «د سولي او اقتصاد انستيتيوت تشخيصوي چي د ټولنيزو مناسباتو او فعاليتونو بندول به په نړۍ کي پر سوله باندي سختي اغېزې ولري.»

د سولي نړيوال شاخص په ليست کي آلمان شپږ درجې لوړ سوی او ۱۶م ځای ئې نيولی دی. په سويس کي وضعيت بدل سوی نه دی او پر لسم ځای پاته دی او اتريش هم پر څلورم ځای پاته دی.

د سولي نړيوال شاخص د تازه راپور له مخي د نړۍ تر ټولو آرام هيواد آيسلند دی چي له ۲۰۰۸م کال راهيسي پر لومړي ځای پاته دی. وروسته بيا نوی زيلند، پرتګال، اتريش او ډنمارک راځي.

افغانستان په دوهم پرلپسې وار د دغه ليست په پای کي دی. ۱۶۲ ځای د سوريې دی تر هغه د مخه عراق بيا سوډان، يمن او سوماليا راځي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب