1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

»کرونا وبا دي په پسرلي کي ختمه اعلان سي«

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د جرمني د مسیحي دیموکراټانو عمومي منشي فریدریش مېرڅ وايي چي د کرونا وبا پر ختمیدو ده.

CDU Deutschland 35.Bundesparteitag Hannover
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

هغه د فونکه رسنیز ګروپ ورځپاڼو ته نن پنجشنبه وویل، چي«موږ باید عادي حالت ته بیرته وروګرزو او بلاخره یې په پسرلي کي ختمه اعلان کړو». په خبره یې د کرونا مقررات «همدااوس هم په ډیر محدود شکل سره» عملي کیږي. او په «یوه ازاده ټولنه باندي دا هم مربوط کیږي چي خلګ د دغي موضوع سره څه ډول رفتار کوي او مسؤلانه برخورد ورسره کوي.»
مېرڅ اضافه کړه چي «په کرونا د اخته کیدو او سختو ناروغیو خطر تیر سوی دی. په دې ډول سره موږ هم باید کوښښ وکړو چي د امکان تر حده پوري ژر یوه عادي ژوندانه ته بیرته وروګرزو، د کرونا سره یوځای هم». 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل