1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ولي هیوادونه د امنیتي سیاست بیا آرزولو ته اړ کړي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۸, دوشنبه

که څه هم په ټوله نړۍ کي هیوادونه کال په کال خپل پوځي مصارف لوړوي، خو داسې ښکاري چې د کرونا بحران پر وخت مخکیني پوځي سیاستونه په ښه توګه کار نه ورکوي. نو حکومتونه باید څه وکړي چي د کرونا او یا نورو آفتونو پر ضد مجهز سي؟

USS Theodore Roosevelt an Land zur Quarantäne
انځور: picture-alliance/Newscom/UPI Photo/U.S. Navy/MC Matthew R. White

په واشنګټن کي د کیتو له انستیتوت څخه د کریستوفر پریبل، په نظر د امریکا متحده ایالاتو پوځ د متعارفو ګواښونو په مقابل کي په ښه توګه مجهز دی خو نه د کرونا ویروس په څیر بیالوژیکي ګواښونو پر وړاندې. دا خبره څو اوونۍ مخکې په «یو اس اس تیادور روزیویلت» الوتکه انتقالونکي بیړۍ کې د کرونا ویرو شیوع ثابته کړه: د دغي بیړۍ ۵۰۰۰ پرسونل حتی نه سوای کولای چي د خپلو ځانونو څخه دفاع وکړي.

په امریکا متحده ایالاتو کي دغه ویروس نور هم خپور سو او ډیر کسان پرې اخته سول. په ډیرو ایالتونو کې روغتیایي سکتور د ناروغانو د مدیریت له عهدې نه سي وتلی. د کریستوف په خبره په دې منځ کي امریکایان تیار دي چي د صحي سیسټم دپاره ډیري پیسي ورکړي. خو هغه ګواښ کوي چي پر روغتیایي سکتور د پیسو مصرفولو مفکوره ښايي هغه وخت بیرته له منځه ولاړه شي چي د کرونا وبا ختمه سي.

دا یوازې د امریکا متحده ایالاتو پوځ نه دی چي د کرونا ویروس په څیر له یوې وبا سره د مبارزې توان نه لري. د روسیې پوځ هم په عین وضعیت کي دی.

د روسیې در دفاعي مسایلو کارپوه الکساندر ګولڅ، دویچه ویله ته وویل: «جنرالان تل د پخوانۍ زمانې جګړو ته چمتوالی نیسي.»

په خبره یې په اوس وخت کي په روسیه کي داسي شواهد په اختیار کي نه سته، چي د دغه هیواد رهبري دي د کرونا پانډمي سره په مبارزه کي سم چلن کوي. جمهور رییس ولادیمیر  پوتین، د کرونا بحران د رامنځته کیدو پر وخت د وسلو جوړولو د فابریکو د نمایندګانو سره ولیدل.

الکساندر زیاتوي: «ما فکر کاوه چي پوتین به له هغوی سره په دې ارتباط خبري کړي وي چي څرنګه خپلو فابریکو ته داسي تغیر ورکړي چي وکولای سي کافي دارو درمل، حفاظتي کالي او ماسکونه تولید کړي.»

خو پوتین په خپله لیدنه کي پر دې باندي خبري وکړې چي څنګه د وسلو جوړول او صادرات ډاډمن کیدلای سی.

د وباوو په مقابل کي یو نوی وزارت

د امریکا متحده ایالاتو په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري ریاست له پاره د دموکراټ ګوند نوماند جو بایدن، بیا غواړي چي که راتلونکي انتخابات وګټي نو په خپله کابینه کي یو بل وزارت هم ورعلاوه کړي چي د وباوو یا اقلیمي تغیراتو د خطرونو سره به مبارزه کوي.

د امریکا دموکراټ سناتور کریس مورفای، بیا د دې څخه خبره کړې ده چي امنیتي سیاست باید له سره تعریف سي. په خبره یې په هغه کي باید داسي خطرونه، لکه د وباوو، اقلیمي تغییراتو او چاپیریال ککړتیا هم ورشامله سي.

د عنعنوي دفاعي بودجې کمول عاقلانه نه دي

په یوه راتلونکي امنیتي سیاست کي دا هم شاملیږي چي سړی څرنګه د ممکنه خطرونو په مقابل کي ځان عیارولای سي. د بیلګې په توګه د وباوو، مهاجرتونو او نورو پدیدو څخه رامنځته سوي خطرونه. خو په آلمان کې بن په پوهنتون کې د د امنیتي او ستراتیژیکو زده کړې له څانګې څخه پروفیسور تورلیش شیلي، بیا وایي چي «د پوځ له پاره عنعنوي دفاعي بودجه باید پر خپل حال پاته سي.»

هغه دا عاقلانه نه بولي چي دفاعي بودجه راکمه او پیسې یې د نوو خطرونو په مقابل کي وکارول سي. هغه ټینګار کوي چي ناټو باید بیا هم فعاله او قوي پاته سي. خو د دې له پاره چي د نوو چلنجونو سره سمه مبارزه وسي، د اتلانتیک د دواړو غاړو غړي هیوادونه باید ډیري پیسې په اختیار کي ورکړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب