1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: ووهان خپل د مړو شمیر ۵۰ سلنه نور هم لوړ کړ

۱۳۹۹ فروردین ۲۹, جمعه

د چین په میلیوني ښار ووهان کي په ښکاره ډول د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمیر تر هغه ډیر لوړ دی، چې پخوا ویل سوي وو. نوي ارقام  د مړو په شمیر کي ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

Coronavirus | China wird die Sperrung von Wuhan Coronavirus beenden
انځور: picture-alliance/dpa/Xinhua/S. Bohan

د ووهان ښار چارواکو د جمعې په ورځ خبر ورکړ چي د مړیني نوري ۱۲۹۰ پیښي هم ثبت سوي دي. دغه شمیرې د پخوانیو ارقامو د ارزوني پر وخت ترلاسه سوې دي. له دې سره په ووهان کې د کرونا ویروس له کبله د مړو سویو کسانو په پخوانیو شمیرو کي ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په دې ترتیب نو یوازي په ووهان کي ۳۸۶۹ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه سوي دي.

په ټول چین کي بیا ۴۶۳۲ انسانانو د کرونا ویروس په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړی.

چین د کرونا له بحران سره د خپل چلن له امله په مخ په زیاتیدونکي ډول تر نړیوال فشار لاندی دی. پر نورو سربیره امریکا متحده ایالات پر پیکینګ باندې تور لګوي چي د کرونا د نوي ویروس د خپریدو خبر یې ډیر ناوخته وکړی وو.

د ووهان چارواکي بیا د مړو د اوسنیو شمیرو په هکله بیلابیل دلایل وړاندي کوي. د نورو ترڅنګ هغوی دا دلیل راوړي چی د دغي وبا د پیلیدو پر وخت طبي پرسونل تر سخت فشار لاندي وو او له همدې کبله د قربانیانو شمیرې تر یوه ځایه ډیر وروسته یا هم په ناسم ډول ثبتې سوې. د هغوی په خبره په ځینو مواردو کې خو د قربانیانو شمیرې هیڅ ثبت سوې نه دي. د ووهان چارواکي د کرونا ویروس د آزموینو او درملنې د امکاناتو کمښت د دغو ناسمو معلوماتو بل لامل بولي.

په ووهان کي د دسمبر په پای کي د سږي د نه پیژندل سوې ناروغۍ لومړنۍ پیښې راښکاره سوې چی وروسته د «کووید-۱۹» ناروغۍ په توګه وپیژندل سوې. د جنوري پر ۲۳مه ووهان د چین لومړنی ښار وو چي په بشپړ ډول قرانطین سو.

خو اوس په دې ښار کي قرنطین پای ته رسیدلی او د اپریل له اتمې نیټې راهیسې د ووهان اوسیدونکې له دې ښاره د وتلو اجازه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب