1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا ويروس افريقا ته هم ورسيد

۱۳۹۸ بهمن ۲۶, شنبه

د مصر د روغتيا وزارت په دغه هيواد کې د کرونا ويروس د ابتلا د يوې پيښې څخه چې په افريقا قاره کې لومړنۍ پيښه ده، خبر ورکړ. کرونا يا «کوويد -۱۹» ويروس تر اوسه په چين کې له ۱۵۰۰ څخه ډير کسان مړه کړي دي.

Afrika Senegal Coronavirus Pasteur Institute in Dakar
په سينګال کې روغتيايي کارکونکي په لابراتور کې د کرونا ويروس د څيړنې پر مهالانځور: Getty Images/AFP/Seyllou

د روغتيا نړيوال سازمان تر دې مخکې اعلان کړی وو چې په افريقا قاره کې پر کرونا ويروس د ابتلا نښې نه دي ليدل شوي. خو د مصر د روغتيا وزارت د جمعې ورځې په ماښام (د فبرورۍ ۱۴مه) خبر ورکړ چې يوه بهرنۍ ميرمن پر «کوويد- ۱۹» ويروس باندې مبتلا شوې ده.

ويل شوي چې په دغې ښځې کې د نفس تنګۍ علامې نه دي ليدل شوي، خو هغه د قاهرې په يوه روغتون کې قرنطين شوې ده. دا په افريقا قاره کې د کرونا ويروس لومړنۍ پيښه ده چې ليدل کيږي.

د خپرو شوو رسمي ارقامو له مخې، د شنبې ورځې (د فبرور ي ۱۵مه) تر سهار پورې په چين کې پر کوويد -۱۹ ويروس باندې د اخته شوو کسانو شمير ۶۵ زره او ۵۰۰ ته رسيدلی دی.

ځينې کارپوهان اټکل کوي چې پر کرونا ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمير له هغه چې چې ويل کيږي، لوړ دی. د شنبې ورځې په سهار خپاره شوي ارقام ښيي چې په چين کې پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیر ۱۵ زره او ۲۳ موردو ته رسيدلی دی.

په چين کې د کرونا ويروس د پراخيدو په حال کې دی. د رپوټونو په حواله، تر اوسه پورې څه باندې ۱۷۰۰ داکتران او نرسان پر دغه ويروس اخته شوي چې لږ تر لږه ۶ تنه يې مړه شوي دي.

د خپرو شوو رپوټونو له مخې، تر جمعې ورځې پورې په لسونو هيوادونو کې څه باندې ۵۸۰ تنه پر دغه نوي ويروس مبتلا شوي دي. په آلمان کې ۱۶ پيښې ثبت شوي چې ډيری يې په بايرن ايالت کې دي.

خو چين په عين وخت کې ډاډ ورکوي چې د کرونا ناروغۍ، په ښه توګه تر کنترول لاندې نيول شوې ده. د چين د بهرنيو چارو وزير آلمان ته د خپل سفر په څنډه کې وويل چې پکن د کرونا ناروغۍ پر وړاندې قاطعانه تدابير تر لاس لاندې نيولي کوم چې د روغتيا نړيوال سازمان له سپارښتنو څخه هم پراخ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب