1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

 کرونا ويروس: د ايبوپروفين د منفي اغيزو په هکله شک او ترديد

۱۳۹۸ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د کرونا پر وخت د ايبوپروفين گوليو د استعمال په اړه غلط خبرونه خپاره سول چي سخته وارخطايي يې رامنځته کړه. وروسته بيا د روغتيا نړيوال سازمان اعلان وکړ چي دغه گولۍ مه خورئ. خو دا ولي؟

Ibuprofen bei Coronavirus-Infektion
انځور: picture-alliance/dpa/L. Mirgeler

د کرونا د اوسنۍ ساري ناروغۍ له امله په خاص ډول هغه کسان له گواښ سره مخامخ دي چي د ويني لوړ فشار، زړه ناروغۍ او يا هم شکر باندي اخته وي.

نه يوازي دا چي د هغوی ارگانيزم کمزوری دی، بلکي له دې کبله هم چي هغوی داسي دارو درمل اخلي چي د کرونا ويروس اخيستو ته زمينه برابروي. البته دا يوه فرضيه ده.

څه ناڅه يو پر څلرمه برخه انسانان د ويني لوړ فشار لري. په ډيرو صنعتي هيوادو لکه آلمان کي بيا حتي يو پر دريمه برخه انسانان له هغه سره مخامخ دي چي زياتره يې د ويني د فشار د کښته کيدو له پاره داسي دارو درمل اخلي چي ښايي د کرونا ويروس اغېز ته نوره هم لاره هواره کړي.

همدارنگه د شکر پرضد دارو درمل لکه انزولينو او د درد آرامولو مشهورو تابليتونو لکه گليتازون او ايبوپروفين باندي هم دا گومان کيږي چي د انسان د بدن حجرو ته د کرونا ويروس داخليدو ته زمينه برابروي.

خو دا تر اوسه پوري فقط يوه، نه تائيد سوې تيوري ده او سمه پلټنه ورباندي نه ده سوې. له همدې کبله د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) هم خبرداری ورکوي چي د کرونا د ممکنه ناروغۍ پر وخت بايد ناروغان پرته د ډاکټر له مشورې څخه ايبروپوفين وانه خلي. د هغه پر ځای دغه سازمان د پاراسيتامول گوليو مشوره ورکوي.

آلماني ويروس پيژندونکي په دې هکله څه نظر لري؟

په دې هکله نيمگړو پلټنو ته په کتو سره، آلماني ويروس پوهان هم د ايبوپروفين د منفي تاثيراتو په هکله خپل نظر، په واضح ډول نه وړاندي کوي. دا خبره د درد آرامولو نورو گوليو لکه اسپرين او ديکلوفنيک له پاره هم صدق کوي.

د هغوی په خبره، د  Sars-CoV-2 په اړه سم معلومات او يا هم د کلينيکونو له خوا سم ارقام په لاس کي نه سته.

همدارنگه د برلين له شاريتې څخه ويروس پيژندونکي کريستيان دروستين هم په دې هکله شک لري. د هغه په خبره که څه هم د کرونا دغه ويروس نوی دی خو بيا هم مخکي له دې د هغه نور ډولونه موجود ول. او د هغو په هکله داسي ارقام په لاس کي نه سته چي گواکي ايبوپروفين دي ورباندي منفي اغيزه کړې وي. نو زما په نظرکه دا خبره صحيح وي، نو اوس به خلک په دې پوه وای.

دغه ډول شک څنگه راپيدا سو؟

دغه موضوع چي ايبوپروفين په کرونا ويروس باندي اخته کسانو باندي منفي اغيز لري، هغه وخت راپورته سوه چي د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتي پر۱۱نيټه په 

Lancet Respiratory Medicine کي په دې اړه يو رپوټ خپور سو.

په هغه کي درو ليکوالانو څرگنده کړې وه چي ايبوپروفين د کرونا په ويروس  باندي د اخته کيدو پروسه لا پسې چټکه کوي. خو بيا هم نوموړو ليکوالانو دا يوه فرضيه بللې وه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب