1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د خيبر پښتونخوا طبي کارکوونکي له کرونا ویروسه ډیر اغیزمن شوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۰, چهارشنبه

په خیبر پښتونخوا کې د روغتيایي آسانتياو نه شتون او د خلکو له خوا د ټولنیز واټن د نه مراعتولو له کبله پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمير د زياتېدو په حال کې دی. د کرونا خپريدو روغتیايي کارکوونکي هم سخت انديښمن کړي دي.

Pakistan Peschawar Coronavirus  Lockdown
انځور: DW/F. Khan

په خيبر پښتونخوا کې په دې وروستيو ورځو کې د يوه متخصص ډاکتر له مړينې سره د اغيزمنو ډاکترانو شمير ۲۰۰ ته رسېدلی دی. زياتره ډاکتران په روغتونو او يا هم په خپلو کورو کې قرنطين دي. 

د دوشنبې په ورځ په پيښور کې د دولسو ښځينه ډاکترانو په شمول د ديرشو نورو ډاکترانو د کرونا آزموینې مثبتې وې. همدا شان د اغیزمنو نرسانو او طبي مرستندويانو شمير هم څلويښتو تنو ته رسيدلی دی. 

د ډاکترانو، طبي عملې او نرسانو ټولنې په بيا بيا له حکومت څخه د لاک ډاون يا له کوره د وتلو د محدوديت د لا سختولو غوښتنه کوي. خو د روژې مياشتې له کبله دغه محدوديتونه يو څه نرم کړل شوي دي چې له امله یې په بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډيره وي. ډاکتران انديښنه لري چې د دې نرمښت له کبله د کرونا ويروس پېښې ډېرې شوي دي.  

انځور: DW/F. Khan

له دويچه ویله سره د «سارک ميديکل ايسوسيشن» او «کامن ويلت ډاکترز ايسوسيشن» مشر ډاکتر عمر ايوب، په دې اړه وويل: «اوس مهال په خيبر پښتونخوا ایالت کې تر ۲۰۰ ډېر ډاکتران اغیزمن شوي دي. د زياترو د کرونا ټسټونه مثبت ول او هغوی په کور کې قرنطين شوي دي.»

نوموړي زياته کړه، کله چې په ښار يا کومه سيمه کې د يوه تن د کرونا آزموينه مثبته ثابته شي نو ټول ګاونډ يا محله ورسره قرنطين کيږي خو په روغتون کې داسې نه ده چې له کبله یې نور خلک هم اغيزمنيږي.

د آسانتياو او حفاظتي وسايلو په هکله نوموړي وويل چې روغتیایي کارکوونکي اړ دي چې د ځل استفادې له پاره جوړ شوي محافظتي توکي په وار وار وکاروي. 

ډاکتر عمر ايوب زياته کړه: «د هېواد د نورو ايالتونو په پرتله په خيبر پښتونخوا کې د مړينې کچه لوړه ده؛ ټولنیز محدوديت نه مراعتيږي او په بازارونو کې ګڼه ګوڼه ډېره ده چې دا د کرونا ويروس د خپريدو لامل کیږي. ټسټونه هم کم کيږي او که چېرې زيات ټسټونه وشي نو ښايي د مريضانو شمير تر خطرناک حده لوړ وي.»

د خيبر پښتونخوا د «ځوانو ډاکترانو ټولنې» يوه استازي ډاکتر اسنفديار خان، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «په پيښور کې اوسمهال شا او خوا ۴۶ ډاکتران اغیزمن دي. حکومت بايد لاک ډاون سخت کړی ځکه که چيرې د وبا د مريضانو کچه په همدې شکل لوړه شي نو موږ به د ناروغانو د درملنې وړتيا ونه لرو. ډاکتر په لومړۍ کرښه کې کار کوي خو آسانتياوې کابو د نشت برابر دي. حکومت ژمنه خو کوي خو د حفاظتي وسايلو په ورکړې کې له ځنډ څخه کار اخلي.»

خطرناکې کچې ته د وبا د خپریدو ویره

د ډاکترانو ترڅنګ په زرونه نور روغتیایي کارکوونکي لکه روغتيا پالان او د امبولانسونو چلوونکي په لومړۍ کرښه کې په کار بوخت دي. د «خيبر پښتونخوا پيرا ميديکل اسوسيشن» مشر سيد روئيداد شاه، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «دمګړۍ شل زره دغه طبي عمله د ناروغانو په پالنه بوخته ده. له دوی څخه یې ۲۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي. که حکومت د ۱۵ ورځو له پاره بشپړه محدوديت وضع نه کړ نو دا وبا به تر خطرناکې کچې لوړيدلی شي.»

انځور: DW/F. Khan

په خيبر پښتونخوا کې د کرونا د آزمويتې د ترسره کولو ظرفيت ډير ټيټ دی. د روغتيا ایالتي وزير تيمور سليم جهګړا، وايي چې د کرونا د ټسټونو وړتيا به ډېر ژر په ورځ کې دوه زرو ټیسټونو ته لوړه کړي. 

د «مسلکي ډاکترانو د ټولنې» مشر ډاکتر امیر تاج، په دې اړه وويل: «زموږ روغتيايي سيسټم ډير ضعيفه دی او حکومت د نورو ناروغتيا د کنترول وړتيا نه لري نو څرنګه به دا وبا ژر کنترول کړي؟ د کوره د وتلو محدوديت بايد لا کلک شي او په هره سيمه کې يو روغتون بايد د کرونا د ناروغانو له پاره ځانګړی شي.»

فريدالله خان/ پيښور

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب