د جان هپکينز پوهنتون د ارزوني له مخي، تر اوسه پوري ۱۵ ميليونه انسانان د سارس کوويد ۲ په ناروغي اخته سوي. اوس هم د امريکا متحده ايالات او برازيل تر ټولو سخت اغيزمن سوي هيوادونه شميرل کيږي.
اعلان
د جون مياشتي په پای کي په چين کي ددغي پانديمي تر شيوع شپږ مياشتي وروسته لا ۱۰ ميليونه انسانان په کرونا په ويروس اخته سول. درې اونۍ وروسته به يې شمير ۱۵ ميليونو ته رسېدلی وي. تر ټولو ډير په شمالي او جنوبي امريکا کي دغه ويروس په شدت سره پراخ سوی. خو په نورو هيوادونو لکه هند او جنوبي افريقا کي هم د اخته کسانو شمير خپل اوج ته رسيدلی دی.
د جان هپکينز پوهنتون په حواله په نړۍ کي تر اوسه پوري ۶۲۰ زره انسانان په دغه ويروس چي تر اوسه يې کوم واکسين نه سته، تر اخته کيدو وروسته مړه سوي دي. دغه ناروغي سږو ته سخت تاوان رسوي او په تيره بيا د زړو خلکو له پاره چي د بدن ضعيف ايمني سيستم لري، ښايي د ژوند په بيه تمامه سي.
آيا د کرونا پانديمي له کنتروله وتلې ده؟
په امريکا متحده ايالاتو کي تر ټولو ډير کسان په اخته سوي دي. هلته څه ناڅه د اخته کسانو شمير ۴ ميليونه او د مړو سوو کسانو شمېر ۱۴۲ زره ثبت سوی دی. د کارپوهانو په حواله دغه پانديمي هلته نور له کنتروله وتلې ده.
برازيل بيا په نړۍ کي دوهم ځای خپل کړی. هلته د کرونا پانديمي په دا وروستيو وختو کي ډيره چټکه پراخه سوې ده. د جان هپکينز پوهنتون په حواله په دغه هيواد کي تقريباً ۲،۲ ميليونه انسانان په اخته سوي شاوخوا ۸۱ زرو کسانو بيا ترې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نوو اخته سوو کسانو شمير د يوې مياشتي په ترڅ کي دوه برابره سوی دی.
د روغتيا نړيوال سازمان سره يې د شميرو توپير
د ياد پوهنتون ويبپاڼه چي دغه ارقام پکښي خپريږي، په منظم ډول نوې کيږي او له همدې کبله د روغتيا نړيوال سازمان له خوا ورکړل سوو رسمي ارقامو په پرتله هغه تل لوړ وي. ځيني وخت دغه شميري بيرته اصلاح او کښته ښودل کيږي.
د روغتيا نړيوال سازمان په حواله د سه شنبه تر ورځي پوري ۱۴،۵۶ ميليونه کسان په کرونا ويروس اخته او ۶۰۸ زره بيا مړه سوي دي.
زموږ له آرشیف څخه:
د بدن مدافع سیستم په قوي کولو سره له کرونا ځان وژغورئ
که څه هم د کرونا ویروس د یوې نړیوالې وباء شکل غوره کړی دی، خو بیا هم په دې برخه کې باید ډیر تشویش ونه لرو. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل صحت او روغتیا ته متوجه اوسو.
انځور: Imago Images/photothek/U. Grabowsky
خپل د بدن مدافع سیستم پیاوړی کړئ
د طبابت له مخې هغه کسان چې د بدن مدافع سیستم یې کمزوری وي، د هر ډول ویروس له حملې سره مخامخ کیدلی شي. ویټامي C د بدن د مدافع سیستم په پياوړی کولو کې مهم رول لوبوي. د دې موخې له پاره د لیمو او نورو میوه جاتو استعمال مهم دی.
انځور: Fotolia/Dino Osmic
د زنجبیل او لیمو اوبه
د زنجبیل (ادرک) څو کوچنۍ ټوټې د لیمو له اوبو سره تر یوځای کولو ورسته په یوه ګیلاس ګرمو اوبو کې واچوئ او بیا یي لږ لږ وڅښئ. په دې توګه تاسې کولی شئ چې په ورځ کې یو یا دوه ګیلاسه داسې اوبه وڅښئ. دا خبره مهمه ده چې په داسې حالاتو کې باید ډیرې اوبه وڅښلای شي.
انځور: Imago Images/Rüdiger Wölk
د زینک یا روی ګولۍ
د بدن د مدافع سیستم د پیاوړی کولو له پاره د Vitamin D3 او زینک ګولیو استعمال ډیر مهم دی. دې موخې له پاره تاسې کولی شئ د شپې له خوا ۱۵ ملي ګرامه د زینک ګولۍ وخورئ.
انځور: imago images/McPHOTO
لازم واټن وساتئ
په آلمان کې له ناروغیو سره د مقابلې ادارې «رابرټ کُخ انیستیتوت» مشر په یوه تلویزوني مرکه کې ټینګار وکړ چې په عامه یا ولسي اجتماعاتو کې له ګډون کولو څخه ځان وساتئ. هغه وویل چې له نورو انسانانو څخه لږ تر لږه د ۲ مترو واټن ساتل له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې له پاره ډیر مهم دي.
انځور: Reuters/E. Lopez
ځان له مکروبونو وساتئ
په آلمان کې له ناروغیو سره د مقابلې ادارې «رابرټ کُخ انیستیتوت» مشر په یوه تلویزوني مرکه کې ټینګار وکړ چې په عامه یا ولسي اجتماعاتو کې له ګډون کولو څخه ځان وساتئ. هغه وویل چې له نورو انسانانو څخه لږ تر لږه د ۲ مترو واټن ساتل له دې ناروغۍ څخه د ځان ساتنې له پاره ډیر مهم دي.
انځور: AFP/S. Bozon
له سکو او بانک نوټونو سره احتیاط وکړئ
زمونږ لاسونو ته چې کوم بانک نوټونه او سکې رارسیږي هغه په لسګونو او حتی سلګونو لاسونو څخه تیر شوي وي، نو له همدې امله د خریدارۍ پر مهال باید په دې برخه کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي.