د کرونا ویروس د خپریدو ویرې په افغانستان کې د نوروز جشن پر لمانځلو او د ۱۳۹۹ لمریز کې پر پېل خپل سیورې غوړولی دی. په افغانستان کې هر کال د نوروز جشن د بیلابیلو پروګرامونو او پرتمنیو غونډو په ترڅ کې لمانځل کیږي.
خلک معمولا نوروز زیارتونو او پارکونو ته په تلو، د سخې جنډې په پورته کولو، د ملي ورزشونو او د بزګر د میلې په ترسره کولو لمانځي. خو سږکال افغانان مجبوره شول چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې، نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د پيښو تر ثبتیدو وروسته حکومت د نورو وقایوي اقداماتو ترڅنګ د نوروز جشن مراسم لغوه کړل او له خلکو یې وغوښتل چې نوروز په خپلو کورونو کې ولمانځي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د نوروز په تړاو په خپل پیغام کې له خلکو وغوښتول چې نوروز د غونډو پرته ولمانځي. هغه وویل چې کیدای شي نوروز د یوه نیالګي په کینولو او یا هم د یوې سیمې په پاکولو سره ولمانځل شي.
په روضه کې جنډه د شپې پورته کړل شوه
په بلخ ولایت کې به هر کال د ټول افغانستان څخه په زرونو کسان او ځیني بهرني میلمانه راټولیدل او د یو لړ دودیزو مراسم په ترڅ کې به د سخي جنډه پورته کیده.
د کرونا ویروس د خپریدو او د نوروز د مراسمو تر لغوه کیدو وروسته، خلکو د تیرو کلونو په څیر بلخ ته سفر و نه کړ او سږ کال د سخي جنډه د خلکو د حضور پرته پورته کړل شوه.
د بلخ ځایي چارواکي وایي چې د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې د جنډې د پورته کولو ګډ مراسم لغوه شول او جنډه د شپې په نیمایي کې په پټه توګه د زیارت د څو ساتونکو له لوري پورته کړل شوه.
خلکو څرنګه نوروز ولمانځه؟
خلکو هم په کرونا ویروس د اخته کیدو له ویرې، نوروز په خپلو کورونو کې په بیلا بیل ډول ولمانځه.
حبیب سادات، چې کابل میشتې خبریال دی له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د تیرو کلونو په څیر یې هفت میوه تیاره کړې او پارکونو او تفریح ځایونو ته یې د تګ پر ځای نوروز په کور کې ولمانځه: «موږ سږکال نوروز په بل ډول ولمانځه. یعنې په کور کې وو او چیرته لاړ نه شو.» د هغه په خبره د کرونا ویروس له کبله یې له احتیاط څخه کار واخیسته.
د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې چیرې چې خلک په یو ډول قرنطین کې ورځې شپې سبا کوي، نوروز او نوی کال ته یې په یوه بل ډول هرکلی ووایه.
د هرات ولایت یوې اوسیدونکي الهه صالحي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ په قرنطین کې یوو. نوروز مو د خپلې کورنۍ تر څنګ د فلمونو په لیدلو او د خپلوانو او دوستانو سره د تلیفوني اړیکو په نیولو سره ولمانځه.»
د نوي لمریز کال له رارسیدو سره سم د افغانستان په لویدیځ کې د کرونا ویروس دوې مثبتې پيښې هم ثبت شوي دي. دغه دواړه پيښې په هرات کې ثبت شوي او په دې ډول په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیر ۲۴ ته رسیدلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دغه هیواد کې په ټوله کې د کرونا ویروس ۳۹۰ مشکوکه پيښې د افغانستان په مرکزي لابراتوارونا کې معاینه شوي دي چې له دې ډلې ۲۴ مثبتې او ۳۶۶ منفې ثابتې شوي دي.
د نورو ۳۰ شکمنو پيښو نتیجه لا معلومه نه ده. د عامې روغتیا وزارت په وینا دغه ټول کسان له ایران څخه افغانستان ته راغلي وو.
شکیلا ابراهیم خیل
په نړۍ کې د پسرلي د لمانځني تر ټولو ښکلي جشنونه
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې خلک د پسرلي راتګ او د طبيعت بیا را ژوندي کیدل په خوښیو، رنګونو او مختلفو دودونو لمانځي چې ټول د خوښیو، ستاینې او مینې پیغامونه لري. افغانان هم د نوروز په جشن سره د پسرلي هرکلی کوي.
انځور: Getty Images/Feng Liد نوروز مېله، د نوي کال په مناسبت د افغانستان دودیز جشن
د بلخ ولايت مزارشریف ښار هرکال د نوروز په ورځ د هیواد له بیلابیلو برخو څخه د راغلو مېلمنو کوربتوب کوي. د نوي کال یا نوروز مراسم د جنډۍ په پورته کولو سره پيليږي. سږکال پر ولسمشر غني سربیره ډيرو نورو حکومتي مشرانو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.
انځور: AFP/Getty Images/F. Usyanنو روز د ایران تر ټولو مهم تاریخي جشن
د افغانستان په څیر په ایران کې هم د پسرلي په لومړۍ ورځ د نوروز جشن لمانځل کیږي. یونسکو په ۲۰۰۹م کال کې دغه تاریخي جشن د بشري میراث په توګه ثبت کړ. ایرانیان بیا په مختلفو دودونو سره دغه جشن لمانځي. دوی خپل کورونه پاکوي او د خپلوانو لیدو ته ورځي. د افغانستان په څیر په ایران کې هم خلک هفت میوه برابروي.
انځور: DW/S. Aminiپه هندوستان کې د رنګونو جشن - هولي
په هندوستان کې بيا د پسرلی هرکلی د هولي یا رنګونو په جشن سره کیږي او معمولاً د مارچ میاشتې په نیمايي کې ترسره کیږي. د هندوانو دغه مهم جشن ته پر بدیو باندې د نیکیو د بري د نخښې په توګه کتل کیږي. په دې کې رنګونه ډیر مهم نقش لوبوي. په دې ورځ له هر لوري رنګونه اوریږي، له اوبو، خوږو نیولې تر جامو او څیرو پورې ټول په رنګونو پوښلي وي.
انځور: picture-alliance /dpa/S. Guptaهاتامي - په جاپان کې د آلو ګیلاس د غوټیو جشن
په جاپان کې د پسرلي په موسم کې د آلو ګیلاس غوټۍ غوړیږي او د طبیعت د دې ښکلي منظرې د لیدو له پاره ډير جاپانیان سفرونه کوي او د هغوی ستاینه کوي. په دې هیواد کې ټول پارکونه د خلکو له ګڼه ګوڼې ډکیږي او خلک د طبیعت د نوي پیل لمانځنه کوي. په جاپان کې دغه جشن ته د دوستانو او خپلوانو ترمنځ د پخلاینې او مینې د جشن په سترګه کتل کیږي.
انځور: Reuters/J. Silvaروسان د ماسلينڅه په نامه یوه ځانګړې جشن سره پسرلی لمانځي. روسانو ته دغه جشن د اوو اونیو د خوښیو پیل دی. د دې جشن په پای کې روسان له وښو څخه جوړو شوو لانځکو ته اور ورکوي او دغه څه له ژمي څخه د مخه ښې په معنی دي.
انځور: picture alliance/dpa/TASS/K. Kukhmarفنلنډیان د مې میاشتې په لومړیو کې د واپو په نامه د یوه جشن لمانځنه کوي. په دې جشن کې خلک د کارنوال د جشن په څیر مختلفې، له رنګونو ډکې او په زړه پورې جامې اغوندي او له خپلو کورنو وځي. دغه جشن د اپریل میاشتې پر ۳۰ نیټه په آزاد چاپیریال کې په رقصونو سره پیلیږي.
انځور: picture alliance/Photoshot/Li Jizhiپه سکاټلند کې د پسرلي جشن
د سکاټلنډ په ادینبورو کې خلک د پسرلي پیل د سلتیک قومونو په پخوانیو دودونو سره لمانځي. دغه مراسم هرکال د اپریل میاشتې پر ۳۰مه نیټه پیلیږي او د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې دوام کوي. په دې جشن کې خلک رنګه او جالبې جامې اغوندي او له اور او رڼا ګانو سره لوبې کوي. خلک د شپې مهال په سړکونو قدم وهي، رقصونه کوي او اور لوبې کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Cheskinد پرتګال په مادیرا کې د ګلانو جشن
د پرتګال په مادیرا ټاپو کې خلک د اپریل میاشتي په لومړیو کې په ښارونو کې ګلان ږدي او د نوي کال او پسرلي هرکلی کوي. په دې ټاپو کې خلک له ګلانو جوړې شوې جامې اغوندي او پر سړکونو رقصونه کوي او د نوي کال خوښي لمانځي. په دې مراسمو کې هر لوري ته ګلان لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gummپه هسپانیا کې د فایا دودیز جشن
په هسپانیا او په ځانګړې توګه په والنسیا کې خلک د پسرلي هرکلی په فایا جشن سره کوي. په مارچ میاشت کې د دې سیمې خلک بیلابیلې او له رنګونو ډکې لانځکې (ناوکۍ) پر سړکونو ګرځوي. په دې جشن کې هم رقصونه او اور لوبې ځای لري. د دې جشن په پای کې جوړو شوو سترو لانځکو ته اور اچول کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/K. Foersterling