1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ویروس او په ختيځو ولايتونو کې د بيو لوړوالی

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

له هغې وروسته چې په افغانستان کې د کرونا ویروس څو مثبتې پيښي ثبت شوې، ورسره ګاونډیو هيوادونو خپلې پولې د دغې ویروس د مخنیوي په موخه وتړلې چې له کبله یې د هیواد په بازارونو کې د توکیو بیې څو برابره لوړي شوي دي.

Afghanistan - Impressionen von Marktplätzen zum Eid Al-Adha Fest
انځور: Sirat

په ختیځو ولایتونو کې د خوراکي توکیو بیې هغه مهال پر لوړېدو شوې، چې د روانې مارچ میاشتې پر ۱۶نېټه پاکستان تورخم دروازه د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده کړه.

ویل شوي، دا دروازه د لسو ورځو له پاره تړل شوې؛ خو اټکل کېږي چې که چېرې دا ویروس مهار نه شي، نو دا موده لا پسې اوږدېدای شي.

د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وايي، د تورخم دروازې تړل کېدو او د کرونا ویروس خپرېدو سره اوس په بازارونو کې د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي دي. دوې ورځې وړاندې د اوړو پنځوس کیلويي بوجۍ په ۱۶۰۰ افغانۍ وه؛ خو اوس دا بیه ۲زره او آن ۲نیم زرو ته لوړه شوې ده. ولسي وګړي وايي، د اوړو تر څنګ د هر ډول توکیو بیې لوړې شوي دي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي پروېز دویچه وله ته وویل، د تېرو دوو ورځو او نن ورځې نرخونه ډېر تفاوت لري او ځینې بیې آن دوه برابره زیاتې شوي دي.

دغه راز د کونړ ولایت یو مدني فعال شعیب غروال وايي چې د کرونا ویروس له ډاره خلک کوشش کوي، چې د څو میاشتو خوراکي توکي ذخیره کړي، چې له همدې امله سوداګر او هټیوال د توکیو بیې لوړوي.

دی وايي، دوکانداران او سوداګر د اوړو په شمول ډېر خوراکي توکي لوړو بیو ته ساتي، چې همدې چارې خلک اندېښمن کړي دي.

ولسي وګړي او مدني فعالان وايي، حکومت دې د بیو په کنټرول کې له جدیته کار واخلي او هغه هټیوال او سوداګر چې توکي په لوړه بیه پلوري، د هټۍ ورتړلو تر څنګ دې نغدي جریمه کړای شي.

له لغمان او نورستان ولایتونو هم د توکیو د بیو لوړوالي خبرونه راغلي دي، چې عام او بې وزله خلک یې اندېښمن کړي دي.

د ننګرهار یو سوداګر سید رحمان، چې په تورخم کې سوداګریزې چارې مخته وړي، وايي چې د تورخم دروازې له تړلو سره د کرونا ویروس انتقال مخه نه نیول کېږي، برعکس دا چاره پر سوداګرۍ او توکیو بیو په لوړوالي منفي اغېز کوي. دی وايي، لږ تر لږه دې حکومتونه پولې او دروازې د ترانزیت پر مخ نه تړي.

ورته مهال په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه وايي چې بیې سوداګرو نه، بلکې هټیوالو په بازارونو کې د توکیو غوښتنې ته په کتو پر خپل سر لوړې کړي دي، چې دوی یې د کنټرول له پاره هڅې پیل کړي دي.

د ننګرهار سوداګرۍ خونې عامل رئیس شمس مجاهد دویچه وله ته وویل چې په ننګرهار کې خوراکي توکي پرېمانه دي؛ خو د بازار غوښتنې ته په کتو دوکاندارانو پر خپل سر قیمتونه لوړ کړي دي.

بل پلو په تورخم کې د سوداګرۍ برخې د کمېشنکارانو د ټولنې مشر غلام نبي تور دويچه ويله ته وویل چې د تورخم دروازې تړل کېدو پر سوداګرۍ ډېر اغېز کړی دی او نه یوازې دا چې کاروبار په ټپه درېدلی، تر څنګ یې په ښارونو کې د توکیو بیې هم لوړې شوي دي.

انځور: Sirat

بل پلو د ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتي ادارې او ښاروالیو د ځینو هغو سوداګرو او هټیوالو هټۍ او کارځایونه تړلي، چې اوړه او نور توکي یې له خپل اصلي قیمته لوړ پلورل.

دغه رازپه ننګرهار او کونړ کې اوس مهال د هغو کسانو او سوداګرو پر وړاندې کمپاین روان دی، چې توکي په لوړو بیو پلوري او یا یې له ځانه سره ساتي.

 ننګرهار والي شاه محمود میاخېل پر هټیوال غږ کړی، چې توکي دې په خپل اصلي قیمت وپلوري، که نه د احتکار دوسیې به ورته جوړې او توکي به یې د ګمرک له لارې لیلام کړي.

تېره ورځ هم ننګرهار کې د یو شمېر سوداګرو اوړه لیلام شوي وو. په ننګرهار کې اوس د بیو د کنټرول کمېسیون جوړ شوی دی.

والي میاخېل وايي، تېره ورځ چې کومې هټۍ او سرایونه د لوړو بیو له امله تړل شوي، د ګډ هیئت پر وړاندې به بېرته پرانستل کېږي او پکې اوړه، غوړي او نور توکي به یې په مناسبت قیمت پلورل کېږي.

له دې سره هممهاله په ننګرهار کې یو شمېر سوداګرو او هټيوالو اعلان کړی دی چې هر ډول توکي پر ولسي خلکو په پخوانیو بیو پلوري او هېڅ ډول احتکار به نه کوي.

له دې سره سم نن ولسمشر محمد اشرف غني د یوه ویډیويي پیغام له لارې وویل چې افغانستان د لومړنیو خوراکي توکیو له کمښت سره مخ نه دی. هغه وويل چې له هند څخه به ډېر ژر ۷۵زره ټنه غنم هېواد ته وارد شي.

هغه له افغانانو وغوښتل چې پر هغو ګنګوسو او اوازو دې باور نه کوي، چې د ناروا ګټې له پاره خپرېږي.

د هېواد په لویو ښارونو کې د توکیو بیې هغه مهال لوړې شوې چې د کرونا ویروس له ډاره ډېرو ملکونو له نورو سره تګ راتګ بند کړ. افغانستان هم له هغو هيوادونو وګڼل شو، چې د کرونا ویروس د خپرېدو خطر پکې ورځ تر بلې زیاتېدونکی دی. د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۲۵ ته رسېدلی او لسګونه نور د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې مشکوک پېژندل شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب