1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا ویروس به پر افغان سولې بهیر څه اغیز وکړی؟

۱۳۹۸ اسفند ۲۶, دوشنبه

افغان حکومت وایې، چې د سولې بین الافغاني خبرو ته یې حکومتي پلاوی چمتو کړی خو په دې اړه لا نورې سلامشورې هم کوي. هاخوا ویل کیږي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس چټکې پراختیا د سولې بهیر هم اغېزمن کړی دی.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

افغان حکومت وایي، د سولې بین الافغاني خبرو ته یې پلاوی ګمارلی او په دې برخه کې یې له ګوندونو سره هم سلامشورې کړي دي. خو په نړۍ او افغانستان کې د کروناویروس چټکې پراختیا د افغان  سولې بهیر ټکنی کړی. د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې اړه اندېښمن دی. ددغه وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل: «د افغانستان دولت مذاکراتو ته چمتو دی، خو همدا اوس د کرونا ویروس یو نړېوال ګواښ دی په هغه صورت کې چې ددې ویروس خپرېدو له امله هېوادونه او ښارونه قرنطین بڼه غوره کوي مونږ هم د حالاتو سره سم اقدام کوو او خپلې چارې تنظیموو.»

قطر او ناروې دوه هغه هېوادونه دي چې تمه کېده د سولې بین الافغاني خبرو کوربتوب به وکړي، خو د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي په موخه ډېرو هېوادونو نړيوال پروازونه بند کړي دي او ښایي دا لړۍ دوام پېدا کړي. هاخوا د چارو کتونکي ټینګار کوي چې د کرونا ویروس باید په کوردننه د سولې هڅې اغیزمنې نه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي غلام ولي افغان دویچه ویله ته وویل، د کرونا ویروس د پراختیا مخنیوي لپاره کمیټه جوړه شوې او ترڅنګ یې د عامي روغتیا وزارت هم مسؤلیتونه لري، خو د سولې هڅې باید په هیڅ صورت ټکنی نه شي. هغه وويل: «سوله د افغانانو لومړیتوب دی افغان دولت باید ورته چمتوالی ونیسي د کرونا د مخنیوي لپاره عامي روغتیا وزارت شته، سوله اړینه ده او باید ورته ورسیږو.»

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې مخ پر ډيرېدو ديانځور: DW/S. T. Shokran

د کتونکو پر وینا د کرونا د مخنیوي په پلمه باید د سولې هلې ځلې او په دې اړه چمتوالي شاته ونه غورځول شي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان حکومت لاهم په رسمي توګه د سولې بین الافغاني خبرو ته خپل مذاکراتي پلاوی نه دی اعلان کړی.

دا پلاوی به کله اعلان شي؟

د ولسمشر غني د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر په دې اړه وویل: «زمونږ له خوا هیت نهايي شوی، مشورې پرې شوي هیت جوړ دی هر وخت چې نیټه او ځای وټاکل شي هغه وخت کې به مونږ هیت اعلان کړو.»

سره له دې چې حکومت نه غواړي د بین الافغاني خبرو د ځای او نیټې تر ټاکل کېدو وړاندې خپل پلاوی اعلان کړي، خو له تېرې ورځې په رسنیو کې د پلاوي د غړو نومونه لاس په لاس کیږي چې ګواکې د افغان پلاوي مشري به د ملي امنیت پخوانی رییس معصوم ستانکزی کوي.

ایا بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي پر ګمارلو له ګوندونو سره مشوره شوې؟

د مطرحو ګوندونو د سیاسي کمېټې غړي احسان الله صدیق دویچه ویله ته وویل، ارګ له ګوندونو سره د پلاوي پر ګمارلو مشوره نه ده کړې. نوموړي زياته کړې: «د ګوندونو له مشورې پرته به بین الافغاني خبرو ته د حکومت مذاکراتي ټیم هیڅ مشروعیت ونه لري او په دې اړه مونږ سره سلامشورې نه کیږي.»

د صدیق پر وینا حکومت په کوردننه له خورا سیاسي کړکیچونو سره مخامخ دی چې له امله یې د پلاوي پر اعلانونو هم نه توانیږي.

د نوموړي اشاره د ارګ ترڅنګ سپیدار کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ اعلان شوی حکومت دی چې دده په خبره ددې لانجې له هوارې وړاندې د بین الافغاني خبرو پيلېدو ته ډیره تمه نشته.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب