1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«کرونا ویروس شاید هیڅ کله له منځه لاړ نه شي»

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۵, پنجشنبه

د نړیوال روغتیایي سازمان د کارپوهانو په حواله د کرونا نوئ ویروس چې د کووید-۱۹ ناروغۍ د عامل په توګه د نړیوال وبا سبب شوی، شاید هیڅ کله له منځه لاړ نه شي. کرونا ویروس تر اوسه پورې ۳۰۰ زره انسانان وژلي دي.

Symbolbild Corona-Virus Impfstoff
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنۍ څانګې آمر مایکل رایان، د چهارشنبې په ماښام (د می میاشتې ۱۳ نیټه) په ژنیف کې په یوه خبري ناسته کې وویل: «دا ویروس ممکن زمونږ په ټولنو کې په یوې ځایي وبا بدل شي او هیڅ کله هم لمنځه لاړ نه شي.»

د هغه په خبره د اچ آی وي، د ایډز ناروغۍ عامل هم هیڅ کله لمنځه لاړ نه شو. نوموړي زیاته کړه: «خو د ایډز په اړه نړۍ وتوانیدله چې وقایوي اقدامات او اړین درملو ته لاس رسی پيدا کړي، په دې توګه چې دې ویروس خپل د ویرې او وحشت رامنځته کولو قابلیت له لاسه ورکړی دی.»
رایان په عین وخت کې وویل: «زه نه غواړم چې د [ایډز او کووید-۱۹] ناروغۍ سره مقایسه کړم، خو مونږ باید واقع بینه اوسو.»

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنۍ څانګې مشر له نظره د کرونا نوي ویروس (سارس کوو۲) چې د کووید-۱۹ ناروغۍ عامل دی، د نابودۍ چانس ډیر لږ دی.
خو د هغه په باور دا په هغه صورت کې ممکن کیدای شي چې یو اغیزمن واکسین ورته جوړ شي. داسې یو واکسین چې په لوړه کچه تولید او ټوله نړۍ کې وویشل شي.
سربیره پر دې ټول انسانان باید له واکسین کیدو سره موافق وي. نوموړي زیاته کړه: «هر یو له دغو ګامونو څخه له ننګونو ډک دی.»
رایان په ژنیف کې د خبري کنفرانس پرمهال د واکسین پر موضوع هم خبرې وکړې. نوموړي د واکسین او همدارنګه د نړۍ په مختلفو برخو کې پر روغتیایي نظام نیوکه وکړه.
نوموړي زیاته کړه: «په نړۍ کې ډیر داسې اغیزمن واکسینونه لرو چې مونږ ترې په سمه توګه استفاده نه شو کولی.»

رایان په دې اړه د سُرخک یا شیري ناروغۍ ته اشاره وکړه چې د واکسینونو پر موجودیت سربیره هم په بشپړ ډول لمنځه نه دي تللي او پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر حتی په تیرو څو کلونو کې مخ پر ډیریدو دي.
د روغتیا نړیوال سازمان کارپوه ماریا فان کرکهوه (Maria van Kerkhove)، چې هم په دې ناسته کې حضور درلود، د کرونا ویروس مهارولو موضوع ته اشاره وکړه.
د هغه په خبره «د اخته کسانو د معلومولو له پاره په لازمو اقداماتو، د هغو په جلا کولو او همدرانګه پر یوې اغیزمنې درملنې تکیه کول کولی شي، دا ویروس مهار کړي.»

نوموړي زیاته کړه چې کارپوهان په خپل ټول قوت سره کوښښ کوي چې د کووید-۱۹ پر ضد یو واکسین پیدا کړي. د نړیوال روغتیایي سازمان کارپوهان په داسې یو وخت کې خپلې ارزونې او خبردارۍ وړاندې کوي چې د نړۍ ډیر شمیر هیوادونو د کرونا د خپریدو د مخنیوي په اړه د محدودیتونو په لیري کولو پیل کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړۍ څانګې آمر مایکل رایان په دې اړه واضح کړه: «د محدودیتونو کمول په هیڅ دلیل د بحران د پای په معنی نه ده. عادي ژوند ته بیرته ستنیدنه اوږده لار په مخ کې لري.»

نوموړي خبرداری وکړ، د مبتلایانو په شمیر کې د پام وړ کمښت نه مخکې د محدویتونو کمول دا خطر لري چې مونږ یو وار بیا د مبتلا کیدو له شدید زیاتوالي سره مخامخ شو.
رایان زیاته کړه: «دا خطرناکه دی چې محدویتونه را کم کړو، بی له دې چې وروسته له هغې په پراخه پيمانه د کرونا د تشخیص ټِسټونه ترسره کړو او وتوانیږو د اخته کسانو زنځیر یا سلسله تعقیب کړو.»

د جانز هاپکینز پوهنتون له خوا د خپرو شویو وروستیو شمیرو له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې په ۴ میلیونه ۳۴۷ زره کسانو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی او ۳۰۰۰۰۰ کسانو پر کووید-۱۹ ناروغۍ د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دویچه ویله: ش.ن/ ګ.پ

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب