«پاکستان شعیه زیارت کونکي ایران ته له ورتګ څخه منع کړي»
۱۳۹۸ اسفند ۵, دوشنبه![Pakistan Belutschistan | Pakistan- Iran Friendship Gate in Taftan](https://static.dw.com/image/52488200_800.webp)
له ایران څخه پاکستان ته تر ۲۰۰ ډیر بیرته ستنیدونکي کسان په سرحدي سیمه میرجاوا کې درول شوي دي. هر کال له پاکستان څخه تر ۸۰ زرو ډیر شعیه زیارت کونکي د ایران په مختلفو برخو کې له خپلو مقدسو ځایونو څخه د لیدنې په موخه د بلوچستان له لارې ایران ته ورځي.
د بلوچستان ایالت د روغتیا ادارې په حواله د پاکستان او ایران ترمنځ په سرحدي سیمه کې د کرونا ویروس د خپریدو د ممکنه خطر په پام کې نیولو سره روغتیایې بیړنی حالت نافذ شوی دی.
په کویټه کې د روغتیا ادارې د ایالتي کمیټې مشر ډاکټر نسیم احمد دویچه ویله ته ویلې: «په ایران کې د کرونا مخ پر ډیریدونکو پيښو مونږ ډیر اندیښمن کړي یو. له ایران سره زمونږ د تګ راتګ له امله دلته د دې خطرناک ویروس د خپریدو ویره رامنځته شوې ده. له ایران سره پر پوله تفتان ښار کې یو مؤقتي سل بستریز روغتون جوړ شوی دی. دغه روغتون په عصري وسایلو، قوي جنراتورونو، د اوبو رسونې سیستم، ۱۰۰۰۰ ماسکونو او نورو اسانتیاوې سمبال دی.»
د ډاکټر نسیم په خبره له اسلام آباد او همدارنګه له کویټې څخه د متخصصو ډاکټرانو یوه ځانګړې ډله له ۱۰ امبولانسونو سره د تفتان سیمې ته استول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د روغتیا ایالتي ادارې د ۲۰۲۰م کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې له ایران څخه بیرته ستنیدونکو پاکستاني زیارت کوونکو ته ویلي دي چې د ټوخي او تبې په صورت کې دې په عاجل ډول نږدې روغتون ته مراجعه وکړي. په سرحد کې په بیړنۍ توګه ګمارل شویو ډاکټرانو ته د کرونا ویروس په هکله ځانګړې روزنه ورکړل شوې ده. دغو ډاکټرانو ته د تبې معلومولو د ترمامیتر ترڅنګ د کرونا ویروس د تشخیصولو ټولې اسانیاوې په اختیار کې ورکړل شوي دي.»
همدارنګه د کویټې او تفتان پر عمومي لویې لارې د امنیتي ځواکونو اضافي پوستې هم جوړي شوي دي. همدارنګه د کرونا ویروس د ویرې، پاکستان له ایران سره خپله سوداګریزه راکړه ورکړه هم د نامعلومې نیټې پورې ځنډولې ده.
کویته: عبدالغني کاکړ: ش.ن/ س. ر