1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په کړکیچنو هیوادونو کې د میلیونو کسانو د مړینې ګواښ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د ژغورني نړیوالې کمیټې په نامه مرستندویه سازمان د اټکل له مخي به په ۳۴ بحراني هیوادونو کي چي تر آرزونی لاندي نیول سوي، تر یو میلیارده پوري انسانان د کرونا په ویروس اخته او ۳،۲ میلیونه به ورڅخه مړه سي.

Symbolbild Virologe
انځور: picture-alliance/Geisler/C. Hardt

دې سازمان د سه شنبې په ورځ په نیویارک کي څرګنده کړه وویل چي اوس هم د دې له پاره یو څه وخت سته چي په جګړو ځپلو او بحراني هیوادونو لکه افغانستان، سوریې او یا هم یمن کي داسي تدابیر ونیول سي چي د کووید-۱۹ ناروغۍ د لا خپریدو مخه ونیوله سي. دې سازمان روښانه کړې ده چي د دې کار له پاره تر ټولو ډیر مالي ملاتړ ته اړتیا لیدل کیږي او د شرایطو په پام کي نیولو سره ځانګړي محافظتي اقدامات هم اړین دي.

د ژغورني د نړیوالي کمیټې په حواله په داسي هیوادونو لکه سوریې، یونان او بنګله دیش کي د مهاجرو لاګرونه، په نړۍ کي له ګڼه ګوڼي څخه د ډکو سیمو په توګه شمیرل کیږي چي په کي پر تګ راتګ باندي بندیز او د انسانانو تر منځ د واټن مراعاتول ناممکن بریښي.

دغه ډول محدودیتونه په بډایو هیوادونو کي د انسانانو د حفاظت له پاره وضع کیږي خو په بې وزلو هیوادونو کي بیا چي په کي ټولنیزي امنیتي شبکې نه سته، دا کار په ډیر لنډ وخت کي په ټولنه کي فقر او لوږه رامنځته کوي. سربیره پر دې د دغو هیوادونو رغتیایی سیستم هم کافي ظرفیتونه نه لري چي له کرونا ویروس سره اړینه مبارزه وکړای سي.

یوازي په ونزویلا کي له ډیر وخت د حاکم اقتصادي کړکیچ او بشری ناورین له امله د دغه هیواد د ډاکټرانو څه د پاسه نیمایی برخه نورو هیوادونو ته تللي دي او ۹۰ سلنه روغتونونه، کافي دارو درمل په اختیار کي نه لري.

د دې سازمان مشر داوید میليباند، ټینګار وکړ چي دغه ډول ارقام باید د خطر یو زنګ وي ځکه د کرونا وبا وسعت لا د نړۍ په بحراني او جګړه ځپلو هیوادونو کي خپل اوج ته نه دی رسیدلی. هغه زیاته کړه چي اوس لا سړی کولای سي لازم محافظتي تدابیر ونیسي چي په نړۍ کي د نوموړي ویروس د لا پراخیدو څخه مخنیوی وسي.

د هغه په خبره د مرسته کوونکو هیوادونو مالي مرستي د دې زمینه برابروي چي په جګړه ځپلو هیوادونو کي خلک محافظتي تجهیزاتو او د لاسو پریمینځلو امکاناتو ته لاس رسي پیدا کړي او په کافي اندازه د کرونا د آزموینو ظرفیتونه او د ناروغه کسانو د  منزوي کیدو له پاره امکانات د خلکو په اختیار کي ورکړل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب