داسي ښکاري چي د لیري ختیځ اوسیدونکي ډیر کم د کرونا په ویروس اخته کیږي. خو ددې موضوع د ثابتولو له پاره تر اوسه پوري ډیر لږ شواهد په لاس کي دي. له جاپان څخه کارپوهان په دې هکله څه وايي؟
اعلان
د جاپان د مالیې وزیر تارو آسو چې یو بانفوذه ۷۹ کلن ناسیونالست دی، دغي پوښتني ته چی ولي په جاپان کي ډیر کم کسان په کووید ۱۹ ناروغي اخته سوي، په لنډه توګه په « مایدو» سره جواب ورکوي چي معنی یې «د کلتور لوړه سطحه ده». خو د ټي بي اِس په نامه تلویزیوني چینل بیا په دې نظر دی چي جاپانۍ ژبه داسي سخت توري لږ لري چی د ویلو پر وخت یې له خولې څخه د ویروس د انتقالولو له پاره افرازات راووځي. ډیری جاپانیان بیا په دې عقیده هم دي چي د هغوی صحي خوراک له کرونا ویروس څخه ساتلي دي.
خو بیا هم دغه ټولي جاپاني تیوري ګاني دا خبره په ثبوت نه سي رسولای چې ولي نه یوازي په جاپان بلکې په ټوله آسیا کي د کرونا له امله د مړو شمیر کم وو. په چین کي تر اوسه پوري په هر یو میلیون نفوس کي له دریو مړو څخه خبري کړي، جاپان له اوو ، پاکستان له شپږو، جنوبي کوریا او اندونیزیا له پنځو تنو مړه سوو کساتو څخه خبر ورکړی. تایوان، ویتنام، کمبوچیا او منګولیا کی به د قربانیانو هیڅ رقم نه دی ثبت سوی. په مقایسوي ډول بیا په آلمان کي په هر یو میلیون نفوس کي ۱۰۰ تنه د کرونا له امله مړه سوي، په امریکا متحده ایالاتو کي ۳۰۰، په بریتالیا، ایټالیا او اسپانیا کي بیا څه د پاسه ۵۰۰ تنه.
په جين کي د بدلون له لاری خطرناک کیدل؟
په جاپان کي د ویروسي ناروغیو د انستیتوت کارپوهانو دا موندلې چي د سارس کووید ۲ ویروس په سیمه ایز ډول پراخیدو پر وخت په جینیتیک ډول تغییرکړی. په جاپان کي لومړني ویروسونه او د یوکوهاما په بندر کي د «ډایموند پرینسس» په بیړۍ کي پیدا سوي ویروس د چین له ووهان څخه سرچینه اخیستې وه. خو په جاپان کي د دوهمې څپې ویروس بیا هغو اروپایانو راوړی وو چی دغه هیواد ته یې سفر کړی وو. د کمبریج د پوهنتون پلټنو دا خبره تصدیق کړې چي ښايي دغه ډول ویروس په اروپا او امریکا کي د تغییرشکل پر وخت لا پسي خطرناک سوی وي.
د طب په برخه کي د نوبل جایزې ګټونکی پروفیسر تاتسوهیکو کوداما په نظر ښايي د ختیځي آسیا خلک د کرونا د ویروس په مقابل کي اغیزناک معافیت ولري. د ګریپي او کرونا پخواني ویروسونه هم اول د چین په جنوب کي پیدا سوي . د کوداما په خبره د هغوی په بدن کي د ویني داسي سپین کرویات موجود دي چي د سارس کووید ۲ په وړاندي ښه مقاومت کولای سي.
د چاغښت پر فکتور باندي شک
په جاپان کي بیا یوه بله تیوري سته چې وايي په ختیځه آسیا کي د توبرکلوز په وړاندي واکسین جبري دی نو له همدې کبله یې خلک د بدن ښه معافیتي سیستم لري. داپه داسي حال کي چي په غربي هیوادونو کي بیا د بي سي جي واکسین لګول په خپله خوښه دي.
د جاپان د مالیې وزیر آسو څرګندوني باید یوازي پر کلتوري دلایلو ولاړي نه دي بلکي په اولس کي نوري ناروغۍ هم په دې کې نقش لوبوي. په جاپان کي یوازي ۴ سلنه او په جنوبي کوریا کي فقط ۵ سلنه خلک له چاغښت سره مخامخ دي خو د روغتیا د نړیوال سازمان په حواله په غربي اروپا کي دغه رقم ۲۰ سلنه او په امریکا متحده ایالاتو کي څه باندي ۳۶ سلنه دی.
زموږ له آرشيف څخه:
انځوریز رپوټ: د کرونا ضد عجیب و غریب کمپاین
کیدای شي سړی ووایي چې د کرونا ویروس نږدې هر څوک پيژني. خو د نړۍ په ځينو برخو کې په نادر او کله نا کله خندونکو اقداماتو سره د وضعیت جدیت ته اشاره شوې ده چې سړی حیرانه کوي.
انځور: Reuters/P. Ravikumar
احتیاط کوئ د کرونا ویروس را راون دی!
په دې ځای کې لیدل کیږي چې د کرونا ویروس د هند میلیونو ښار شینیا کې څنګه ځان خپروي. که څوک دقیق متوجه شي دا واقعي کرونا ویروس نه، بلکه یو پولیس د کرونا ماسک یا کوسټيوم اغوستی دی. د کرونا ویروس دا کسټيوم په کارنیوال کې په ندرت سره د کاریدونکي یونیفورم په توګه نه دی کارول شوی. که څه هم دا خنداور مضحک ښکاري، هدف یې د کرونا ویروس د خپریدو جدیت ته د خلکو متوجه کول دي.
انځور: Reuters/P. Ravikumar
کرونا ویروس ته د خلکو پام را جلبول
د دې غیر عادي لباس یا کوسټيوم اغوستلو هدف د خلکو پام را جلبول دي. دا پولیس د خپل یو شمیر نورو همکارانو په څیر د دې له پاره په سړک ګرځي چې په ځانګړي توګه د شینیا په څیر ۷ میلیونه نفوس لرونکي ښار کې خلک د فاصلې مراعاتولو ته متوجه کړي.
دې سړي، د هندوانو په مذهب کې د مرګ رب النوع «Yama» په شکل ځان ملبس کړی دی چې د کرونا ویروس د سمبول په شکل پوقانې یې پر بدن زړول شوي دي. ده ته د پولیسو له خوا دنده ورکړل شوې ده چې د پلازمېنې ډهلي خلک د ټولینز واټن ساتلو او ګرځبندیز ته متوجه کړي.
انځور: Reuters/A. Abidi
دا به د فوټبال راتلونکي نړیوال جام له پاره حیرانونکي نه وي
په دې کسټيوم کې داسې یو څوک نه دی چې د خلکو د خندولو له پاره یې دا کار کړی وي، بلکې دا د پولیسو یو مامور دی چې د کرونا ویروس له امله رامنځته کیدونکو خطرونو ته د خلکو د پام را اړونې هڅه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Perez del Carpio
لږ پيښیږي چې ویروس دې یوازې راشي
د بولیویا په پلازمېنه لاپاڅ کې دوه تنو پولیسو د خپل ماموریت پر مهال د کرونا ویرس کوسټيوم اغوستی دی او په دې توګه هڅه کوي خلک د ټولنیز فاصلې مراعتولو ته متوجه کړي. بولیویا په مارچ میاشت کې روغتیایي بیړنی حالت اعلان او د می په دریمه نیټه په پام کې نیول شوي ټاکنې یې تر یوې نامعلومې نیټې ځنډولي. د یوې کورنۍ یوازې یو تن اجازه لري چې د ۷ او ۱۲ بجو ترمنځ له کوره د خوراکي توکو د خریدارۍ له پاره را ووځي.
انځور: picture-alliance/ZUMA Wire/C. Lombardi
کیکونه د کرونا ویروس په شکل
واه، بی خونده یا «اوه» ډیر په زړه پورې. دلته خبره د حکومتي کمپاین نه ده، بلکې دا ابتکار د غزې په تړانګه کې یو کلچه بز کړی دی، خو دا لا معلومه نه ده چې آیا دا کار یې یوازې د پيسو د ترلاسه کولو په هدف کړی او یا یې غوښتل چې خلکو ته خبرداری ورکړي.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Fathi
کلچې هو، خو یوازې د خولې له ماسک سره
دغه کلچې کولی شي یوازې هغه کسان وخوري چې د خولې پټولو ماسک ولري. دا کلچې د آلمان د زاکسن ایالت په دریسدن ښار کې د یوې کلچه پزۍ له خوا وړاندې کیږي. دا چې آیا دوی تاسې د ماسک پر مخ کولو ته هڅوي یا برعکس، خو لږ تر لږه خلک روان وضعیت ته متوجه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert
د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د پيوستون سمبول
د کرونا ویروس پر ضد د انساني زنځیر جوړولو نیت شاید ښه وي، خو کیدای شي برعکس پر کرونا ویروس د اخته کیدو چانس لوړ کړي. خو د یوه هنري اثر په توګه کومه خبره نه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/V. Flauraud
ډیره لویه!
د دغه ۳۰۰۰ متره مربع هنري اثر ټول ابعاد سړی کولی شي له ډیر لیري ځای څخه وګوري. دې هنري اثر ته د «له کړکیچ وروسته وخت» عنوان ورکړل شوی دی چې د سویس په یوه زرغونه سیمه کې د سایپ هنرمند له خوا جوړ شوی دی. د دغه هنرمند په خبره د دې اصلي پيغام دا دی چې «مونږ ټول به تر بحران وروسته په یوه لور حرکت کوو». دا اثر له بیولوژيکې موادو څخه جوړ شوی، نو ځکه کیدای شي څو اونۍ وروسته لمنځه لاړه شي.