1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روزنه

«په آلمان کي وړکتونونه بايد له دوبي وروسته عادي کار پېل کړي»

۱۳۹۹ خرداد ۱۶, جمعه

په آلمان کي د کرونا بحران له کبله زيات وخت تعليمي ادارې بندي وې. اوس د کورنيو د چارو وزيري فرانڅيسکا ګيفای ويلي چي وړکتونونه او ښوونځي دي په مني کي بېرته عادي حالت ته وګرځي.

Schwerin Kindergarten Kindertagesstätte 1957 Kinder und Betreuerin
انځور له آرشيف څخهانځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د آلمان د کورنيو/فاميلونو د چارو وزيري فرانڅيسکا ګيفای ويلي چي د دې پلوي کوي چي په دغه هيواد کي وړکتونونه او ښوونځي د دوبي وروسته عادي حالت ته وګرځي. د کاتوليکي خبري آژانس د خبر له مخي دغي وزيري د آر بي بي په نوم راډيو سره په خبرو کي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون ۵مه نېټه) وويل چي د کرونا له کبله موجود ګواښ لا پرځای پاته دی. هغې زياته کړېده: « او طبعا دا هم اړينه ده چي کاري عمله بايد موجوده وي، يعني د عملې روغتيايي امنيت هم بايد موږ په پام کي ونيسو.»

د ګيفای په وينا له دې مخکي چي ښوونځي او وړکتونونه عادي حالت ته وګرځي بايد د کرونا له کبله د وضعه سوړ پلانونو سره مطابقت پيدا کړي. هغې زياته کړې چي دا هم معلومه خبره ده چي د يادو روزنيزو ادارو په ورځني عادي کار کي ټولنيز واټن نه سي ساتل کيدلای. هغې ويلي چي کله چي وړکتونونه او ښوونځي عادي کاري ورځي ته وګرځي بيا نو د ۱،۵ متر اړينه فاصله نيولو امر عملي کېدلای نه سي.

ګيفای په داسي حال کي دا څرګندونې کړي چي د آلمان د ايالتونو جرګې بُنډسراټ د جمعې په ورځ د کرونا له کبله رامنځ ته سوو اقتصادي ګواښونو د کمولو له پاره د ائتلافي حکومت د لويي اقتصادي بستې پلان تائيد کړ. په دې ترڅ کي به هغو مېندو او پلرونو ته چي د ښونځيو او وړکتونونو د تړل کېدو له کبله يې کار نه سوای کولای او بايد پر ماشومانو يې پام کړی وای، د شپږو اونيو پر ځای به هره کار کوونکې مور او هر کار کوونکی پلار تر لسو  اونيو پوري پر کور تنخوا تر لاسه کړلای سي. هغه کسان چي بېله هغه يوازي خپل اولادونه پالي او د ښونځيو او وړکتونونو له کبله يې کار نه سوای کولای، هغوی به تر ۲۰ اونيو پوري پر کور خپله عادي تنخوا ترلاسه کړلای سي.

په عين کال کي د آلمان نارد راين ويستفالن ايالت اعلان کړی دی چي ابتدايي ښوونځي به د جون مياشتي له ۱۵مې نېټي څخه عادي کاري ورځي پېل کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب