1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په اروپا کي په بنديزونو او محدوديتونو کي د نرمۍ پېل

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د کرونا د لا ژر خپرېدنې د مخنيوي له پاره د اروپا په يو شمېر هيوادونو کي د څو اونيو راهیسي بنديزونه او محدوديتونه ول. له دوشنبې ورځې پکښي نرمي راتلل پېل سوي.

Berlin | Coronavirus: provisorisch verbreitete Radwege in Friedrichshain-Kreuzberg (Imago Images/K. M. Höfer)
انځور: K. M. Höfer/Imago Images

په نړيواله کچه تر ۲۴ لکه څخه زيات انسانان په کرونا اخته سوي او تر ۱۶۵ زره څخه زيات د دغه ويروس له کبله مړه سوي دي. د ناروغيو د مخنيوي له پاره د اروپا مرکز د شمېرو له مخي په اروپا کي د کرونا په کرونا د اخته سوو کسانو شمېر تر يو میليون زيات سوی او له کبله يې تر يو لک څخه زيات انسانان مړه سوي دي.

يو شمېر هيوادونه له نن دوشنبې (د ۲۰۲۰ کال د اپريل ۲۰مه) څخه د کرونا له کبله په لګول سوو بنديزونو او محدوديتونو کي نرمښت راوستل پېل کړي. په عيني حال کي د روغتيا نړيوال سازمان پر حکومتونو ږغ کړی دی چي يو ځل بيا د کرونا د ناروغانو د زياتېدو څپې ته دي هم چمتو واوسي.

د اروپا يو شمېر هيوادونو د کرونا د مخنيوي له پاره لګول سوي بنديزونه او محدوديتونه د اپريل له شلمې يعني دوشنبې څخه يا خو په بشپړه توګه ختم کړي او يا يې پکښي نرمښت راوستل پېل کړي دي. زياتو اروپايي هيوادونو د څو اونيو راهيسي د لاک ډاون په مرسته پر عامه تګ راتګ بنديزونه لګولي ول.

د آلمان هيواد هم په دغو بنديزونو کي نرمښت راوستلی. په دې ترڅ کي به د بايسکلونو او کتابونو دوکانونه، هغه کاروباري ځايونه چي تر ۸۰۰ مربع متره يې مساحت کم وي د پرانستلو اجازه ولري.

په چيک جمهوريت کي د دوکانونه په پنځو مرحلو کي بېرته پرانستل کيږي. دغه هيواد خپلو اتباعو ته اجازه ورکړې چي د تجارت او يا خپلو خپلوانو د ليدلو له پاره بهرنيو هيوادونو ته سفرونه وکړي. خو و هنګري ته د بېرته راتلو پر وخت به دغه کسان ۱۴ ورځي په قرنطين کي پاته کيږي.

فرانسې د زړو انسانانو د مراقبت په مراکزو کي دوو خپلوانو ته د هغوی سره د ليدنې يا پای وازي اجازه ورکړي ده. په دغه هيواد کي د زړو په مراقبت مراکزو کي نژدې ۴۵ سلنه کسان په کرونا اخته دي.

انځور: picture-alliance/dpa/G. Qaffaf

په ناروې کي د ماشومانو د ښوونځيو او د بعضو روغتيايي سيکتور سره تړلو ځايونو د پرانستلو فيصله شوې ده. خو عالي ليسې، پوهنتونونه، ورېښتان جوړونکي آرايشګاوي او ورته ځايونه به له آينده اونۍ څخه پرانستل کيږي.

البانيا هيواد د کانونو او معدنو د ځايونو تر څنګ د زراعت، د کبانو د کاروبار ځايونه او د خوراکي توکو د دوکانونو د بېرته پرانستلو پرېکړه کړې ده.

پولنډ د پارکونو او د ځنګلاتو د محکمې د پرانستلو تر څنګ پر يو وخت په دوکانونو کي د حد اکثر مشتريانو په شمير کي د زياتوالي راوستلو فيصله کړې ده. دا په داسي حال کي چي د اپريل په ۱۹ نېټه په دغه هيواد کي تر ۵۰۰ څخه د زياتو کرونا د نوو پيښو راپور ورکول سو.

د روغتيا د نړيوال سازمان خبرداری

د (WHO) سازمان رئيس ټيډروز ادهانوم ګيبريس په يو شمېر هيوادونو کي پر بنديزونو د نرمښت راوستل حوصله بخښونکی اقدام بللی خو د کرونا و نوي څپې ته د چمتو اوسېدلو ږغ يې هم کړی دی. هغه زياته کړې: «د بندیزونو د ليري کولو معنی دا نه ده چي په دغو هيوادونو کي وبا خاتمه سوې ده بلکه د دې معنی صرف د يوې بلې مرحلې پېل دی.»

د روغتيا د نړيوال سازمان رئيس د ۲۰ هيوادونو د روغتيا د وزيرانو سره په ويډيويي کانفرانس کي وويل: «په راتلونکې مرحله کي دا هيوادونه بايد خپلو خلکو ته د دې ښوونه او اختيار ورکړي چي که دغه وبا بيا له سره خپره سي نو د هغه د ژر تر ژره مخنيوي له پاره فعاليتونه پېل کړلای سي او د هرې موضوع د معلومولو، پلټلو او د څیړنو د سره بېلولو او يو د بل د مراقبت وړتيا ولري.»

د امريکا په متحده ايالاتو کي د کرونا د کمېدنې نخښي

له بل اړخه د امريکا په متحده ايالتو کي د نيويارک چارواکو ويلي چي دمګړی د کرونا د نوو پيښو او له کبله يې د مړینو په شمېر کي د کمېدنې نخښي راڅرګندي سوي دي.

په چين کي هم په دوامداره توګه په دويمه ورځ د کرونا له کبله د مړيني هيڅ خبر نسته. دا په داسي حال کي چي د يکشنبې په ورځ په کرونا د اخته کېدنې د ۱۲ نوو پيښو خبر ورکول سوی ؤ. دغه کسان په سيمه کي دننه ناروغان سوي ول. په چين کي په ټوليزه توګه ۸۲۷۴۷ د کرونا پيښي ثبت سوي چي پکښي ۴۶۳۲ مړيني رامنځ ته سوي.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چي که ايران د کرونا سره د مبارزې له پاره له امريکا څخه مرسته وغواړي، نو ورسره مرستي ته چمتو دی. ټرمپ په خپله ورځني خبري کانفرانس کي وويل: «که ايران د دغې وبا سره د مبارزې په ترڅ کي مرستي ته اړتيا لري نو زه غواړم مرسته وکړم.»

ايران په منځني ختيځ کي له کرونا تر ټولو زيات اغېزمن هيواد دی. په دغه هيواد کي د ۸۲ زرو په کرونا اخته سوو کسانو او تر ۵ زرو څخه د زياتو مړنو خبر ورکول سوی دی.

آژانسونه/ا.و.ا./ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب