1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

کرونا: په امريکا کي د پلاسما معالجې ته اجازه ورکړل سوه

۱۳۹۹ شهریور ۳, دوشنبه

د امريکا د دارو درملو ادارې FDA په عاجل وخت کي د کرونا ناروغانو پلاسمايي معالجې ته اجازه ورکړه. خو داچي په دې تداوۍ سره دي واقعاً د کرونا مخنيوي وسي، لا معلومه نه ده.

Blutabnahme und Blutspende
انځور: picture-alliance/Eibner/D. Fleig

په اصطلاح د ايمني پلاسما تداوۍ په جريان کي يو مريض د بل هغه چا څخه پلاسما اخلي چي په طبيعي ډول سره يې د امراضو په مقابل کي معافيت حاصل کړي وي.

له پلاسما څخه د تقريباً ۱۰۰ کلونو راهيسي استفاده کيږي او د مريضانو له پاره تر ټولو مطمئيني معالجې په سترګه ورته کتل کيږي. خو تر اوسه پوري دا معلومه نه ده، چي پلاسما تداوي واقعاً څومره مؤثره ده.

دغه تداوي نوې نه ده

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په عاجل حالت کي د پلاسما تدواۍ ته اجازه ورکول د «يو ډير تاريخي برياليتوب» په حيث ولمانځه، چي که څه هم د معالجې دغه ميتود په امريکا کي له پخوا څخه ډير رواج لري.

لکه څنګه چي د مايو مشهوره کلينيک په خپله ويب پاڼه کي ليکلي دي، د يوې کلينيکي فوق العاده اجازې په چوکاټ کي تر اوسه پوري تقريباً ۷۰۰۰۰ کسانو پلاسما تر لاسه کړې ده. خو په خبره يې د فوق العاده اجازې ورکول په دې معني نه دي، چي د پلاسما تداوي به نوره هم ډيره سي. سربيره پردې د پلاسما عرضه محدوده ده، ځکه چي هغه يوازي د يوه انسان له وينو څخه په لاس راځي.

د کرونا ناروغانو ته د پلاسما تداوۍ تطبيقولو نظريه نسبتاً ساده ده: تر کومه ځايه پوري چي تر اوسه پوري لا داسي کوم واکسين جوړ سوی نه دی، چي د انسان په بدن کي د کرونا ويروس سره مقابله وکولای سي، نو د هغو انسانانو له ويني څخه پلاسما اخيستل کيږي چي په طبيعي ډول سره يې د کرونا په مقابل کي معافيت حاصل کړي وي.

د پلاسما تداوي په اړه  تجربې په ټوله نړۍ کي تر سره کيږي، له هغې جملې څخه په جرمني کي هم.

د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ په دې وروستيو کي د امريکا د دارو درملو پر ادارې باندي تور لګولی وو، چي د کرونا د يوه واکسين او يا دوا په مقابل کي په شعوري ډول سره عمل کوي.

ترمپ په خپل تويت کي ليکلي وه، چي په دغه اداره کي داسي کسان کار کوي چي له ده سره دښمني لري. هغوی سربيره پردې د دوا جوړولو هغو شرکتونو ته هم مشکلات جوړوي چي غواړي د کرونا ضد يو واکسين يا دوا جوړه کړي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب