1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: په امریکا کي په یوه ورځ نژدې۲۰۰۰ کسان مړه سوي

۱۳۹۹ فروردین ۲۰, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو د کرونا د ویروس له شیوع څخه تر ټولو ډیر قربانیان درلودل او یوازي په تیرو۲۴ ساعتونو کي هلته ۱۹۳۹ انسانان مړه سوي دي. په دغه هیواد کي ۴۰۰۰۰۰ نور کسان په کرونا ویروس باندي اخته دي.

Coronavirus USA New York Zahl der Toten steigt
انځور: AFP/A. Weiss

دغه خبر د امریکا په بالتیمور کي د جان هیپکینس پوهنتون ورکړی دی او ویلي یې دي ، چي د دغو ۲۰۰۰ کسانو په مړه کیدو سره په دغه هیواد کي د کرونا ویروس له کبله د مړو تعداد تر اوسه پوري مجموعأ ۱۲۷۲۲ تنو ته ورسید.

نوموړی پوهنتون وايي، چي ددغو ۲۰۰۰ کسانو په مړه کیدو سره امریکا اوس تر ټولو سخته مرحله تیروي او یو غمجن ریکارد یې وهلی دی.

خو جمهوررئیس دونالد ترمپ وايي چي ډیر ژر به دغه هیواد احتمالأ د کرونا ویروس خپل د اوج مرحلې ته ورسیږي او په کراره کراره سره به بیرته راکښته سي. د هغه په خبره پر دغو غمجنو ارقامو سربیره د امیدوارۍ څرک لیدل کیږي.

دئ کومان کوي، چي امریکا متحده ایالات شاید اوس د دغي صعودي مرحلې څوکي ته رسیدلی وي. ترمپ ټینګار وک چي غواړي ډیر ژر اقتصاد بیرته وغوړوي او ټوله ممانعتونه یې له مخه لیري سي.

په همدې حال کي د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس پر نړیوال روغتیايي سازمان، ډبلیو اچ او باندي سخت په قهر دی او هغه د کرونا ویروس په پانډمي، یا عام شموله کیدو کي په جدي اشتباهاتو باندي تورنوي.

د ترمپ په خبره امریکا دغه سازمان ته تر ټولو ډیري پيسې ورکوي، خو دا به داسي پاته نه سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب