1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا؛ په بریتانیا کي تر ایټالیا هم ډیر کسان مړه سوي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

د بریتانیا حکومت د کرونا د بحران له وجهي له سخت فشار سره مخامخ دی: که څه هم دغه هیواد ته د کرونا ویروس وروسته ورسید، خو اوس د اروپا تر ټولو هیوادونو هم ډیر کسان پکښی مړه سوي دي. د مړو تعداد اوس ۲۹۵۰۰ کسانو ته رسیدلی.

England Patient mit Coronavirus auf der Intensivstation des Royal Papworth Hospital in Cambridge
انځور: picture-alliance/AP Images/AP/N. Hall

د امریکا د جانس هوپکین پوهنتون د ارقامو پراساس د بریتانیا په شاهي هیواد کي په دې منځ کي د کرونا نوي ویروس تر ۲۹۵۰۰ کسان هم اضافه مړه سوي دي. په دې ډول سره په انګليستان کي تر ایټالیا هم ډیر انسانان مړه سوي دي، هغه هیواد چي ډیر وخت د کرونا پانډمي سره لاس او ګریوان ؤ.

ایټالیا د می میاشتي پر ۵مه د ۲۹۳۱۵ کسانو د مړه کیدو خبر ورکړ، چي تر انګليستان ۳۳۶ تنه کم دي. په ایټالیا کي اوس د کرونا بحران تر ډیره حده پوري آرام سوی هم دی او په تیرو ۲۴ ساعتونو کي یوازي ۱۰۷۵ کسان نوي په اخته سوي دي. مجموعأ هلته ۲۱۳۰۱۳ کسان په کرونا اخته دي.

بیا په بریتانیا کي په عین وخت کي ۴۰۰۰ کسان په کرونا باندي اخته سوي او تر ۶۰۰ تنه اضافه ورڅخه مړه سوي هم دي. د هغو کسانو تعداد چي لا معلوم نه دی، په مراتبو به تر دې ډیر وي.

یوازنی هیواد چي تر انګليستان لا هم ډیر انسانان پکښې په کرونا اخته او مړه سوي دي، امریکا متحده ایالات دي چي تر ۷۱۰۰۰ اضافه کسان پکښې مړه دي. خو کارپوهان ددې څخه خبرداری ورکوي، چي د هیوادونو تر منځ دي دا ډول مقایسه تر سره سي. ځکه چي د هر هیواد میتودونه د هغوی د نفوسو، عمرونو او نورو فکټورونو په حساب فرق سره کوي.

صدراعظم بورس جانسن د کرونا بحران پر وړاندې له خپلې تګلارې دفاع وکړهانځور: picture-alliance/dpa/S. Rousseau

د صدراعظم جانسن پر بحراني کمیټه باندي انتقاد

بریتانیا ته اصلاً د کرونا ویروس نسبتاً وروسته ورسید. د صدراعظم بوریس جانسن پر حکومت باندي د کرونا د بحران سره د چلند په ارتباط سخت انتقادونه موجود دي. د یوې تازه نظر پوښتني پراساس دوه پر دریمه پوښتل سوو کسانو ویلي دي، چي حکومت د فاصلې نیولو په موضوع کي ډیر وروسته عمل وکړ.

ډیر بریتانویان پر جانسن باندي تور لګوي، چي د کرونا ویروس د شیوع په مقابل کي یې ډیر وروسته عکس العمل وښووئ. سربیره پردې په دغه هیواد کي د نورو تر څنګ حفاظتي تجهیزات، تنفسي وسایل، ډاکټران او نرسان کمبود دي.

خو جانسن بیا ددې برعکس د حکومت د رفتار څخه دفاع وکړه. جانسن چي په دې منځ کي پخپله په کرونا اخته سوی او باید په عاجل سرویس کي معالجه سوی وای، وویل،چي «موږ پرخپل وخت سم اقدامات کړی دی.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب