1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا په بریتانیا کې؛ بوریس جانسن روغتون ته انتقال شو

۱۳۹۹ فروردین ۱۸, دوشنبه

د بریتانیې لومړی وزیر چې د لسو ورځو راهیسي د کرونا پر ویروس د اخته کیدو له امله په کور کې قرنطين وو، روغتون ته لیږدول شوی دی. په روغتون کې د بوریس جانس بستري کیدل یو احتیاطي ګام بلل شوی.

Boris Johnson Premierminister Großbritannien
انځور: Imago Images/xi.Images/A. Parsons

د بریتانیې د لومړي وزیر دفتر د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په ماښام د یوې بیانیي په ترڅ کې تائيد کړ چې بوریس جانسن د طبي معاینو او مراقبت له پاره د لندن په يو روغتون کې بستر شوی دی. 

د دې بیانیې په اساس روغتون ته د بوريس جانسن لیږول یو احتیاطي تدبیر وو، ځکه هغه وروسته له لس ورځو قرنطين څخه هم تبه درلوده.

دغه ۵۵ کلن بریتانوي سیاستوال د مارچ میاشتې په ۲۶ نیټه ویلي وو چې د کرونا معاینه یي مثبته وه او له همدې امله به د لومړي وزیر د استوګنځای په ۱۰ نمر "داونینگ استریت" ودانۍ کې قرنطين اوسي.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې جانسن به په روغتون کې وکولی شي چې د حکومت د مشر په توګه خپله دنده ترسره کړي او که څنګه؟ که جانسن ونه توانیږي خپله دنده اجرا کړي، نو د بریتانیي د بهرنیو چارو وزیر دومینیک راب، به د دولتي هیئت سرپرستي په غاړه واخلي.

بوریس جانسن د تیر کال له دوبي راهیسې د حکومتي هیئت مشري او د لوموړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي د روان کال له جنورۍ څخه له اروپایي اتحادیي د بربتانیي د ایستلو پروسه ترسره کړه.

د جانسن امیدوارې کوژدې کري سیموندز، د شنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۴ نیټه) د یوه تویتري پيغام له لارې خبر ورکړ چې هغې هم د کوویدـ۱۹ ناروغۍ خفیف علایم درولودل او په کور کې قرنطينه شوې ده.

۳۲ کلنه سیموندز چې مخکې یي د محافظه کاره ګوند د اړیکو د عمومي مرکز مشري کوله وایي چې تر اوسه یي د کرونا معاینه نه ده کړې او تر څو ورځو استراحت وروسته مخ پر ښه کیدو ده.

په تیرو ورځو کې د کرونا ویروس په بریتانیا کې په شدت سره خپور شوی دی او د جانسن محافظه کار حکومت د لازیاتو معایناتو د ترسره کولو او د روغتیایي مرکزونو په د اړتیا وړو روغتیایي وسایلو سمبالولو له امله تر فشار لاندې دی.  

د هغه فهرست مطابق چې د جانز هاپکینز امریکایي پوهنتون یي د مختلفو هیوادونو د منابعو له خوا د ورکړل شویو شمیرو په اساس خپروي، په بریتانیا کې د کوویدـ۱۹ د قربانیانو شمیر د دوشنبې ورځې (د اپریل میاشتې ۶ نیټه) تر سهاره پورې نږدې ۵۰۰۰ ته رسیدلی دی.

د کرونا پر نوي ویروس د اخته کیدو له امله په بریتانیا کې یوازې په یوه ورځ کې تر ۶۲۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د هاپکینز پوهنتون په بریتانیا کې د کوویدـ۱۹ د ناروغانو شمیر ۴۸۴۴۰ تنه اعلان کړی دی.

دویچه ویله: ش.ن/ ا.ا

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب