1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا په جاپان کي په ميني پسې انلايني تلاښ زيات کړی

۱۳۹۹ خرداد ۶, سه‌شنبه

په جاپان کي د کرونا بحران په منځ کي پر آنلاين د ژوند د شريک او ميني تلاښونه زيات سوي دي. يو شمېر شرکتونه حتی آنلاين بارونه او د ګډ پخلي مواقع وړاندي کوي.

Japan | Coronavirus | Menschenmenge | Shopping
انځور: picture-alliance/Kyodo

د کرونا بحران له کبله د جاپان اقتصاد له لويو ننګونو سره مخامخ دی او زيات کار کوونکي د بې روزګارۍ له بيري څخه کړيږي.

له بل اړخه زيات شمېر ځوان جاپانيان د ژوند د شريک او ميني تلاښ د کرونا د بحران په منځ کي يو پر وخت او ښه اقدام ګڼي. خو په داسي حال کي چي په جاپان کي هم د کرونا له کبله محدوديتونه سته، نو د ميني موندنه هم مشکله سوې ده. له همدې کبله زيات جاپانيان اوس داسي انټرنټ پاڼو ته مراجعه کوي چي د ژوند د شريک او ميني په موندنه کي مرسته کوي.

د ژوند د شريک موندنې تخصص لرونکو پاڼو د کرونا بحران په ترڅ کي يو شمېر نوي خدمات راايستلي چي مقصد يې د مشتريانو له پاره د کرونا په وخت کي د ميني موندنې کار اسانه کول دي.

دغه شرکتونه او پاڼي يې يو شمېر آنلاين ملاقاتونه او نور آنلاين مشترک مصروفيات وړاندي کوي چي په مرسته يې انسانان يو بل وپېژني. په دې تړاو دغه شرکتونه او له خدماتو يې ګټه پورته کوونکي مشتريان دا هيله لري چي د کرونا بحران د پای ته رسېدو وروسته به هم يو د بل سره آنلاين معارفي سوي کسان تماس وساتي او ښايي ملاقاتونه وکړي.

په توکيو کي د سن ماري په نوم د ژوند د شريک موندنې شرکت څخه ګو ياماکوشي وايي: «موږ د آنلاين ملاقات خدمات په اپريل مياشت کي پېل کړل. خو زموږ د دغو خدماتو د مشتريانو شمېر په دوامداره توګه زيات سوی او تېره اونۍ دوه چنده زيات سو.»

ياما کوشي وايي چي ښايي له دې وجې په انټرنټ کي د ژوند د شريک لټون زيات سوی وي، چي حکومت پر خلکو ږغ کړی چي له دباندي وتلو څخه دي صرف نظر وکړي. د هغه په وينا: «ښايي له همدې کبله د مخامخ ليدني کتني خواهش په زياتو انسانانو کي تر پخوا زيات سوی وي.» د ياماکوشي په وينا د زياتو انسانانو له پاره صرف پر تليفون د هغه بل اړخ ږغ اورېدل کفايت نه کوي، بلکه هغوی غواړي چي د ژوندۍ ويډيويي لاري يو بل وويني.

په بحران کي د تماس تلاښ

ياماکوشي وويل چي دا د انساني فطرت برخه ده چي غواړي د بحران پر وخت له نورو انسانانو سره اړيکه او تماس ولري. هغه زياته کړه: «دې ته هيله او تنده زياته سوې چي څوک له يو بل انسان سره يوځای واوسي.» هغه زياتوي چي په ۲۰۱۱م کال په جاپان کي تر ستري زلزلې وروسته هم د ژوند د شريکانو تلاښ د کرونا د بحران د وخت په څېر زيات سوی وو. په ياده زلزله کي تر۲۰ زرو زيات انسانان مړه سول. د نيکای آسيايي رسني د راپور په حواله د ۲۰۲۰م کال په اپريل مياشت کي د تېرکال په پرتله په جاپان کي ودونه ۲۰ سلنه زيات ول.

د سن ماري شرکت په دې پېل وکړ چي تر ۴۰ دقيقو پوري يې مشتريانو ته بېله کوم فيس څخه د مشورو تر لاسه کولو امکان ورکړ. ويل سوي چي د دغه شرکت اکثره مشتريان او دلچسپي لرونکي د ۲۰ او ۴۰ کلونو تر منځ مېرمني دي.

ځيني محاسبې ښيي چي د انټرنټ له لاري د ژوند د شريک له پاره تلاښ د عام تلاښ يا تصادفي ملاقاتونو په پرتله شاوخوا۳۰ فيصده زيات بريالی وي.

د سن ماري په شان د دغې ساحې نور شرکتونه هم کوښښ کوي چي د کرونا بحران په وخت کي د بيلو نوو خدماتو په مرسته د مشتريانو توجه ځان ته جلب کړي.

يوه گډه شپه دباندي په مجازي توګه

د لينکوال کورپورېشن په نوم د غونډو او لمانځنو د تنظيم يو شرکت د يوې نظر پوښتنې په تازه خپرو سوو پايلو کي ويلي چي د حکومت له لوري د کرونا له کبله د اضطراري حالت تر اعلان وروسته ۹۰٪ مجرد نارينه او ښځو د پخوا په پرتله ځان ډېر يوازي احساس کړی دی.

يو شمېر د ژوند د شريک موندنې شرکتونه انلاين مجازي بار وړاندي کوي چيري چي مشتريان د ويډيو له لاري آنلاين سره ليدلای او مجلسونه کولای سي. په دغو مجازي ملاقاتونو کي په سلهاؤ مجردان د انټرنټ له لاري ګډون کوي. دغه کمپنۍ وايي چي د پخوا په پرتله د دوی پر پاڼو د مجردانو له خوا يو بل ته پيغام ليکنه هم ۱۵ سلنه زياته سوې ده.

د سن ماري شرکت په ګډه د آنلاين له لاري د ډوډۍ پخولو ملاقاتونه هم معرفي کړي دي. په دې ترڅ کي مجردان د خپل کور له پخلنځي څخه د وډيو په مرسته د نورو مجردانو سره وصل وي او په ګډه مجلس او پخلی يوځای سره کوي.

خو ياماکوشي دا هم مني چي انلاين د ژوند د شريک تلاښ بعضي نيمګړتياوي هم لري چي له کبله يې د اصلي ملاقات ځای نه سي نيولای. هغه په دې ترڅ کي زياتوي چي زيات انسانان چي آنلاين يو د بل سره ملاقات کوي، يو د بل قد نه ويني او نه يې هم د بېلګي په توګه په اصطلاح د عطرو وږمه لګيږي.



جولين ريال/ا.و.ا./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب