پر کرونا ويروس باندي د کنترول راوستلو په هدف د جرمني مرکزي حکومت له ایالتونو سره دې تفاهم ته رسیدلی چي محدودیتونه حداقل یوه میاشت نور پسې اوږده کړي. خو بیا هم د هغوی کمول او یا هم لاپسي شدیدول له امکانه لیري نه بولي.
اعلان
د کرونا وبا له امله باید په آلمان کي ټولنیز محدودیتونه د جون مياشتي تر۲۹ مي پوري وغځول سي. د جرمني د مرکزي حکومت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې پر دې خبره د صدارت اداري رئیس هیلګا باوم او ددغه هیواد د ۱۶ ایالتونو د سنا او حکومت اداري رئیسان سره سلا سوي دي.
خو د جون له شپږمي څخه به ځیني نور محدودیتونه راکم کړای سي. د مثال په ډول له دوو کورنیو څخه تر لسو کسانو پوري کولای سي، په عام محضرکي سره وویني. خو بیا هم حکومت ويلي دي چي د امکان په صورت کي له ډیرو لږو کسانو سره تماس ونیول سي.
مشوره ورکول
همدارنګه ویل سوي چي په کورونو او تړل سوو خونو کي باید د شخصي لیدنو کتنو پر وخت لږترلږه، د یونیم متر فاصلې نیولو مقررات په نظر کي ونیول سي. د امکان په صورت کي دي، شخصي لیدني کتني په آزاده هوا کي تر سره سي.
د فدرالي حکومت د رسنیو ادارې ویلي چي دا پریکړه ځکه سوې ده چي په دغه هیواد کي د محدودیتونو د راکمولو له پیلیدو څخه یوه میاشت وروسته هم په کرونا باندي د اخته کیدو پیښې تر ټولو کښتي کچي ته رسیدلي دي، ځکه چي ټاکل سوی واټن او د نظافت تدابیر په نظر کي نیول سوي دي. نوموړې ادارې په دې ډول له اولس څخه هم مننه کړې ده.
ځانګړې لار
په داسي حال کي چي د تیورنګن ایالت د محدودیتونو د لاکمولو په اړه خاصه لار انتخاب کړې، په نورو ایالتونو کي بیا برعکس سخت تدابیر پر خپل ځای پاته دي. له کیڼ اړخه ګوند څخه د تورینګین صدراعظم، بودو رامیلو ویلي چي دولتي مقررات، اضطراري مداخلې دي او یوازي هغه وخت پر حق بلل کیږي چي که د ناروغۍ بهیر ورته اړتیا ولري.
د بایرن صدراعظم مارکوس زیودر بیا برعکس خبرداری ورکوی چي « هغه څوک چي په دې فکر کي دي چي کرونا کرار کرار د ورکیدو په حال کي ده، نو ډیر خوش باوره او ساده دی.»
تر قرنطين وروسته خوشحالۍ په انځورونو کي
په دې انځوريز راپور کي به د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو کي د کرونا ويروس له کبله محدوديتونه او تر قرنطين وروسته حالت وگورئ.
انځور: Reuters/K. Lamarque
تر قرنطين وروسته خوشحالۍ
دا چي د امریکا په ډيرو ايالتونه کي اوس هم د کرونا اوج دی، خو هلته بیا هم کوښښ کيږي چي د ټولنيزو محدوديتونو لمن لنډه کړي. د رويترز خبري آژانس دغه انځور ښيي چي د مريلند ايالت په اووشن سيتی ښار کي ماشومان څومره خوشحاله دي.
انځور: Reuters/K. Lamarque
له دستکشو سره عبادت
لبنان د کرونا ويروس د پراختيا د مخنيوي له پاره قوق العاده تدابير اعلان کړي چي د می مياشتي تر ۲۴ مي پوري اعتبار لري. د فرانسي خبري آژانس دغه انځور ښيي چي په بيروت کي د محمد امين په مسجد کي يو روحاني په روژې مياشتي کي له دستکشو سره عبادت کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Amro
په خپل هيواد کي سفرونه
ډيری اروپايي هيوادونه خپلو وگړو ته لارښوونه کوي چي د کرونا ويروس له کبله نورو هيوادونو ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي او د دوبي رخصتۍ پخپل هيواد کي تيري کړي. په انځور کي آلمانی ميړه او ماينه د خپل هيواد يوه ساحل ته تللي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Schuldt
د کرونا له ماسک سره رقص
دا په بانکوک کي د اروان شيران (Erawan Shiran) د معبد رقاصې دي. په دغه هيواد کي د کرونا وبا له کبله لگيدلو محدوديتونو تر لږولو وروسته بايد دغه رقصاې د فعاليت پرمهال ماسکونه واغوندي. خو د رقص پرمهال د فاصلې په پام کي نيول ستونزمن کار دی. دغه معبد په ټايلنډ کي هم د ځايي اوسيدونکو او هم د سيلانيانو له پاره ډير محبوبيت لري.
انځور: Getty Images/AFP /M. Antonov
ملخان، کرونا او محدوديتونه
کينيا هيواد اوس له څو بحرانونو سره لاس او گريوان دی: تيز بارانونه د رودونو د ډکيدو او سيلابونو سبب سوي؛ پر زراعت ئې ملخانو يرغل کړی او د کرونا ويروس له کبله رامنځته سوو محدوديتونو د دغه هيواد د اوسېدونکو ژوند تريخ کړی دی.
انځور: Reuters/T. Mukoya
د کرونا پرمهال پر گناه باندي اعتراف
پر گناهو باندي اعتراف پر کاتوليکانو باندي واجب دي. دغه شان مراسم معمولاً له نورو څخه پټ په يوې تنگي او تاريکي کوټه کي وي، خو د کرونا پرمهال اوس دغه کار بله بڼه اخيستې ده. دلته يو کشيش د فاصلې په رعايتولو سره د پنجرو تر شا اعتراف اخلي.
انځور: picture-alliance/PA Wire/N. Carson
د کرونا پرمهال د جماعت لمونځ
د پاکستان په لاهور ښار کي د جمعې لمونځ. د لاهور په ستر مسجد کي د فاصلې په مراعتولو سره د جمعې لمونځ کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali
په کور کي ژوبڼ
د نورو تفريحي اماکنو په شان پارکونه او ژوبڼونه هم د کرونا پر مهال رخصت دي. دا شايد د ژوبڼ د حيواناتو له پاره د آرامۍ فرصت وي. خو په توکيو کي د ابی شيناگاوا پارک مسئولانو د انلاين له پاره د حيواناتو ليدل ممکن کړي دي.
انځور: Reuters/I. Kato
د کرونا پر مهال اکرويوگا
د امريکا په فلوريدا ايالت کي د کرونا پرمهال د «اکرويوگا» ورزش. په دغه ايالت کي هم د کرونا له کبله تر څو اونيو محدوديتونو وروسته اوس پارکونه او د لوبو ځيني ځايونه پرانيستل سوي دي.
انځور: Getty Images/C. Hawkins
باران چيري دی؟
د کرونا بحران پرمهال څوک دې ته متوجه نه دی چي سږ کال په اپريل مياشت کي په مرکزي اروپا کي باران نه دی سوی. پايله ئې: ځنگلونه وچ او د يوې جدي وچکالۍ گواښ. دغه انځور د جرمني په لوېديځ کي د ايزرلون ځنگله دی.
انځور: Getty Images/AFP/I. Fassbender
په السالوادور کي زندانيان
د السالوادور جمهوررئيس بايب بوکل په تويتر کي داسي انځورونه خپاره کړي دي چي د کرونا پرمهال د دغه هيواد په محبسونو کي زندانيان ښيي چي بې له فاصلې يو په بل پوري نښتي ناست دي. دغو انځورونو د بشري حقونو مدافعين سخت لړزولي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Especial
روژه مات په کور کي
د سريلانکا په کولومبو کي معمولاً خلک روژه مات په مسجدونو کي کوي، خو د کورنا بحران له کبله ډير خلک دې ته اړ دي چي روژه ماتونه په خپلو کورونو کي وکړي. انځور د رويترز.
انځور: Reuters/D. Liyanawatte
په پلاستيکي کانا کي لامبو
د بوسنيا د لامبو اتله اوديچ د کرونا وبا پرمهال هم خپلو تمرينونو ته دوام ورکړی. د اپريل مياشتي پر ۲۳ نېټه اخيستل سوي انځور کي ښوول کيږي چي لامبو بازه په يوه پلاستيکي کمبره کانال کي چي په دوبوج ښار کي يې د خپل نيکه په باغ کي جوړ کړی دی، لامبو وهي.
انځور: Reuters/D. Ruvic
له کرونا سره د مبارزې ريکشا
يوه سړی په هند کي خپلي ريکشا ته د کرونا بڼه ورکړې ده. دي کار د دې له پاره چي څوک په دغه ريکشا کي سفر وکړي، ترې بيريږي او خلکو ته خبر ورکوي چي په خپلو کورونو کي پاته سئ.
انځور: Reuters/P. Ravikumar
د کرونا پرمهال سگريت څکول
سگريت د صحت له پاره تاوان لري. د جرمني په کرفلد ښار کي داسي ماسکونه جوړ سوي دي چي د کرونا ويروس پرمهال هغه څوک ترې کار واخيستلای سي چي سگريت څکوي.
انځور: AFP/I. Fassbender
تر موټر لاندي د ناکرارۍ خوب
د کرونا ويروس د پراختيا له وجي هر هغه څوک چي له خپلو ښارونو څخه نورو ته په غريبۍ پسې تللي ول هم هلته پاته دي. د هغوی ځيني ئې اوس پر سړکونو بيديږي او خپلو مينو ته د درگرځيدو شپې او ورځي سبا کوي، لکه په دغه انځور کي چي د ليما په پايتخت کي تر باري موټر لاندي بيده دي.