1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا؛ په جرمني کي په احتیاط سره قیودات کم سول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

په جرمني کي د کرونا په ویروس باندي د ډیرو لږو کسانو تر اخته کیدو وروسته اوس دغه هیواد د عادي کیدو پر خوا روان دي. د تیرو ورځو تر اختلافاتو وروسته سیاست د مرکزي مشخصاتو د په نظر کي نیولو سره پر ایالتي تفاوتونو تکیه وکړه.

Deutschland Berlin | Pressekonferenz | Angela Merkel
انځور: Getty Images/Pool

د پریکړي مطابق که څه هم په قیوداتو کي نرمښت رامنځته کیږي، خو په عادي ژوندانه کي به بیا هم محدودیتونه دوام پیدا کړي. پر دې موضوع باندي د جرمني مرکزي حکومت او ایالتي حکومتونو د یوه ویدیويي کنفرانس پر مهال موافقه وکړه.

صدراعظمي انګیلا میرکل په اخره کي په کرونا د اخته کیدو په برخه کي د یوه ډیره ښه پرمختګ خبره وکړه: » د کرونا ویروس د لږ اخته کیدلو هدف تر لاسه سوی او موږ څو قدمه مخته یوو، چي دا طبعأ د راتلونکي له پاره هیله مندي رامنځته کوي.«

د سیسټم تغیر

په دې ترڅ کي میرکل او ایالتي صدراعظمانو د یوه مهم او خاص الماني سیسټم د تغیر فیصله وکړه. داسي چي په راتلونکي کي به ایالتونه یو له بل څخه مستقل د کرونا په خاطر وضع سوو قیوداتو د نرمولو تدابیر نیسي. د مثال په ډول د رستورانتونو او یا هوټلونو د بیرته خلاصولو په موضوع کي.

انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د هامبورګ ښاروال پیترچینچر د ایالتونو د یوه ډیر لوی مسؤلیت څخه خبره وکړه. په خبره یې دا د یوه فدرالي حکومت په مشخصاتو پوري هم اړه لري، چي مختلف ایالتونه دي متفاوت مقررات هم ولري. خو مرکزي حکومت بيا د په اصطلاح یوه بریک نیولو صلاحیت لري، چي پراساس به یې ایالتونه په هغه باندي مکلف کیږي: معنی دا چي ایالتي نرمښت به هغه وخت له منځه ځي، کله چي یو ایالت، ښار او یا یوه ناحیه د اوو ورځو په جریان کي د ۱۰۰۰۰۰ اوسیدونکي په منځ کي یې تر۵۰ تنو زیات په کرونا ویروس باندي اخته سي. بیا به نو دغه سیمه بیرته نسبتأ هغو سختو مقرراتو ته ورګرزي، چي د اپریل تر ۲۰ پوري یې په جرمني کي اعتبار درلود.

د فوټبال مسابقې بیرته پیلیږي

نوی فیصله سوي مقررات به نو اوس هر یو په جرمني کي احساس او ورڅخه مستفید سي: داسي چي د تر اوسه پوري تماس نیولو قیودات به د جون میاشتي تر ۵ مي پوري پاته سي، خو د ښکاره نرمښتونو سره یوځای.

انځور: imago images/Beautiful Sports/Wunderl

د مثال په ډول په اینده کي دوه فامیلونه هم یو ځای سره کښیناستلای سي، د اقتصاد د بیرته غوړولو له پاره هم اقدامات په نظر کي نیول سوي: ټوله مغازې به تر شرایطو لاندي پرته د هغوی د وسعت په نظر کي نیولو سره بیرته خلاصي سي.

د همدې مئ میاشتي له نیمايي څخه به د فوټبال لوبي کيږي، خو تماشاچیان به نه وي.

ميرکل هم د بحران د راکمولو په اړه هدف ته د رسيدو په لار کي د ټول اولس له همکارۍ څخه يادونه وکړه. د هغې په خبره اوس تر دې هم زيات دغه ډول ګډ کارته اړتيا ليدل کيږي او هريو بايد په مسئوليت سره خپله ونډه ترسره کړي.

همدارنګه د بايرن صدراعظم مارکوس زيودر د منني په څرګندولو او نورو اخطارونو په ورکولو سره د راتلونکو اونيو له پاره اولس ته وینا وکړه. دغه سياستوال وويل چى اولس هم په دې برخه کي خپله ونډه په ښه توګه ادا کړې ده.

مکتبونه او پالن ځايونه

انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat

د کورنيو دعادى ژوندانه په هکله هم که هغه زاړه دي که ځوانان موافقې رامنځته سوې. په دې ډول بايد د دوبي تر رخصتۍ پوري هر زده کوونکى وکولاى سي يو وار په مکتب کي حاضر سي. له بلي خوا په آينده کي بايد په روغتون کي پروت ناروغ کس او ياهم د زړو کسانو په پالنځايونو کي هر اوسيدونكى وکولاى سي له خپل راغلي پايواز سره وويني.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب