1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: په خلیجي هیوادونو کې د بهرنیو کارګرو خراب وضعیت

۱۳۹۹ فروردین ۱۱, دوشنبه

د کرونا ویروس له امله په خلیجي هیوادونو کې هم د خلکو پر ګرځیدو بندیز لګول شوی. دې شرایطو په دغو هیوادونو کې په سلګونو زره بهرني کارګر له ناڅرګند وضعیت او برخلیک سره مخامخ کړي دي.

Arbeiter Doha
انځور: picture-alliance/dpa

په خلیجې هیوادونو کې کارفرمایانو د کارګرو د معاش ورکول ځنډولي او یا یي دوی له کاره ایستلي دي. یو شمیر کارګر اړ شوي دي چې خپلو هیوادونو ته ستانه شي، خو ځینې نور یي بیا هم په دې هیوادونو کې بند پاتې دي.

په خلیجي هیوادونو کې یوه ۲۷ کلن بند پاتې شوي پاکستاني انجینر وویل: «له تیرو اتو یا لسو ورځو راهیسې موږ بند شوي یو. نه پوهیږو چې دا لړۍ به کله ختمه شي. حکومت موږ ته خواړه را رسوي، خو هغه هم څو ورځې وروسته او ډیر لږ وي.»

د بشري حقونو د څار او د بخښنې نړیوال سازمانونو خبردارې ورکړی دی چې ډیر شمیر خلک په کوچنیو خونو کې اوسیږي او پاکي ته هم کومه ځانګړې پاملرنه نه کیږي، نو له همدې امله د دوی روغتیا له ګواښ سره مخامخ کیدلی شي.

د دغو سازمانونو په حواله دغه کسان یا خو پخپله د کارفریانو په خوښه له کاره ایستل کیږي او یا هم بیرته خپلو هیوادونو ته استول کیږي. دا په ځانګړي توګه د هغو کسانو پر ژوند هم ناوړه اغیزه کوي چې د دغو کارګرو معاش پورې وابسته دي، یا په بل عبارت د دي له عاید څخه ژوند کوي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان له خلیجې څانګې څخه ضیا الدین، په خلیجي هیوادونو کې د کارکونکو کسانو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه. هغه زیاته کړه: »کارګر لا د پخوانه د مهاجرو د کار مدیریت سیستم له امله له مختلفو ستونزو سره مخامخ دي. د دغو قوانینو له مخې کارفرمایانو ته ډیر اختیارات ورکړل شوي چې هغوې له دېنه په استفادې له مهاجر کارګرو څخه ناوړه استفاده کوي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په حواله په خلیجې هیوادونو کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو د ۳۲۰۰ پيښو تر ثبتیدو وروسته مهاجر کارګر په کمپنونو کې بند ساتل شوي دي او له همدې امله د دوی ترمنځ د ټولنیز واټن مراعتول ناممکن ګرځیدلی دی.

د تیلو له زیرمو څخه په دغو غني هیوادونو کې تر ټولو ډير د پاکستان، هند، بنګله دیش او نیپال هیوادونو د کارګو شمیر زیات دی. دا په نړۍ کې د میلمه کارګرو د شمیر نږدې ۱۰ سلنه برخه تشکيلوي. په خلیجي هیوادونو کې بهرني کارګر که له یوې خوا د کرونا ویروس له امله خپلې روغتیا ته اندیښمن دي، له بلې خوا خپل کار هم له لاسه ورکولی شي.

په سعوي عربستان کې چیرې چې نږدې ۱۰ میلیونه بهرنی کارګر اوسیږي، کارګران شکایت کوي چې کارفرمایان یي کار کولو ته مجبوریږي، په داسې حال کې چې د دوی سعودي همکارانو ته له معاش سره یو ځای قرنطین رخصتي ورکول کیږي. د یوه کارګر په حواله د کار مالک یي ورته ویلي دي چې که طبعیت یي ښه نه وي نو بی له معاشه دې رخصت واخلي، خو د ناروغۍ سربیره هغه مجبوره وو چې کار وکړي.

یوه عرب دیپلومات له فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې دا منلې ده چې د ډيرو سکتورونو د بندیدو له امله د ټيټ قشر کارګر له سختې پریشانۍ سره مخ دي، ځکه کارفرمایان یا مالکان یي مجبوروي چې بی له تنخوا هلته پاتې شي.

د کارګرو د ملاتړ نړیوال سازمان دې وضعیت ډیر اندیښمن کړی دی. په قطر کې د نوموړي سازمان مشر هوشن همایون، وایي چې تر اوسه پورې خو په لوړه کچه کارګر له دندو نه دي ایستل شوي، خو که داسې وشي نو هغه هیوادونه به سخت اقتصادي زیان وويني، د کوم پورې چې دغه کارګر تعلق لری او د دې اغیزې به ډيرې ویجاوړنکي وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب